بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

د غوسې له زندانه د تېښتې یوازینۍ لار بښنه ده

اعلان

بښنه هېڅ اندازه نه لري او باید ویې هم نه لري. تاسو پر دې پوه یاست چې الله پاک تر ټولو لوی بښونکی دی.

موږ ټول په همدې هیله شپې او ورځې تېروو، چې خدای پاک به د کړو ګناهونو بښنه راته وکړي؛ ځکه پر دې عقيده لرو چې الله پاک بښونکی دی او ضرور به مو بښي.

سپارښتنه دا ده چې بښنه او له مهربانۍ ډک ژوند وکړئ.

فيلېپ مک ګرا په دې اړه سپارښتنه کړې ده: «له هغې ځورونې چې نورو پر تاسو تحمیل کړې، ځان خلاص کړئ؛ که نه همدا غوسه به ستاسو خپل وجود وخوري او د ژوند په یوې برخې به مو تبدیله شي.

د غوسې له زندانه تېښته یوازې په بښنې سره کېدای شي.

که څوک زموږ په حق کې یو ناوړه کار وکړي او زموږ په ګډون یې ډېر خلک بد وبولي، موږ د دې لپاره چې غچ مو اخیستی وي او د هغوی په حق کې ورته کار مو کړی وي، بیا به نو زموږ او هغوی ترمنځ هېڅ توپیر نه وي شوی.

د بدو په حق کې بد کول د هر چا د وس خبره ده، اصلي خبره دا ده چې ته دومره زغم او صبر ولرې چې له یو چا سره د هغوی د بدو په بدل کې ښه وکړې».

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.