سیاست مخکښان

د نړۍ تر ټولو پياوړې مېرمن؛ انګیلا میرکل ولې سیاست پرېښود؟

لیکنه: بشر درویش

د المان صدراعظمه انګیلا میرکل د واکمنۍ پرمهال یې کلونه ـ کلونه د نړۍ د ترټولو ځواکمنې او پياوړې ښځې په توګه اعلان شوې.

هغې تازه له سیاست سره مخه ښه وکړه او ویې ویل، چې د مسیحي ګوند له رهبرۍ به نور لاس په سر شي.

میرکل څوک ده؟
انګیلا میرکل په ۱۹۵۴ لمریزکال د المان په هامبورګ ښار کې وزېږیده. د هغې پلار د مسیحانو یو مذهبي امام او مور یې معلمه وه.

د انګیلا کورنۍ د دې له زوکړې لږ وروسته د ختیځ المان برلین ته نیږدې د تمپلین په نوم یوه ښار ته کډواله شوه.

د هغې مذهبي کورنۍ د ختیځ المان له کمونیستي واکمنۍ سره مخالفت درلود.

د انګیلا د ماشومتوب یوه ترټولو بده خاطره پرختیځ او لویدیزې برخې د المان وېشل او د برلین دېول درول و.

زده کړې
انګیلا میرکل په ۱۹۷۳ کې پوهنتون ته شامله او په ۱۹۷۸ کې یې د فزیک له برخې د فراغت سند واخیست.

هغه په پوهنتون کې له اولریش میرکل سره اشنا او په ۱۹۷۷ کې یې واده ورسره وکړ.

په ۱۹۸۸ کې له خپل دویم خاوند یواخیم زاور سره اشنا او څه موده وروسته یې واده ورسره وکړ.

انګیلا له دواړو ودونو اولاد نه درلود. اوس د خپل دویم خاوند د بلې مېرمنې له اولادونو سره ژوند کوي.

سیاست ته مخه
انګیلا میرکل په ځوانۍ کې پرته له دې، چې پرکمونیزم باور ولري، د المان د سوسیالیستي اتحاد ګوند د ځوانانو له برخې سره یو ځای شوه.

میرکل په دغه وخت کې په پټه د لویدیځ المان سیاسي خپرونې ننداره کولې.

نوموړې د ۱۹۸۹ د انقلاب پروخت د المان له سیاست سره یو ځای شوه.
هغه دغه مهال د دیموکراتیکې ویښتیا ګوند سره ځان یو ځای او د ویاندې په توګه یې په اعتراضیه ناستو کې برخه واخیسته.

په ۱۹۹۰ کې د ختیځ المان د لومړني دیموکراتیک دولت د ویاند مرستیاله شوه.

هغې په ۱۹۹۱ کې د ښځو او ځوانانو چارو او په ۱۹۹۴ کې د چاپېریال ساتنې د وزیرې په توګه دنده سرته ورسوله.

د ګوند مشري او صدراعظمي
په ۱۹۹۸ کې انګیلا میرکل د المان د سوسیال دیموکرات ګوند ریاست ته ورسیده.

په ۲۰۰۰ میلادي کال کې هغه د المان د مسیحي دیموکرات ګوند د مشرې په توګه کارپيل کړ.

هغه په ۲۰۰۵ کې د المان د صدراعظمۍ پر څوکۍ كېناسته.

له هغه وخته تراوسه انګیلا میرکل کله د خپل ګوند له اړخه په یوازې ځان او کله په ایتلافي ډول په حکومت جوړولو بریالۍ شوه.

مهمې ځانګړنې
د انګیلا میرکل په ځانګړنو کې ترټولو مهم دا دي، چې هغه د نه وړاندوینې وړ، مرموزه، بې رحمه او عمل ګرا سیاستواله ده.

هغې ته ځينې د یوویشتمې پېړۍ د مارګرت تاچر نوم اخلي او له هغې سره یې ورته ګڼي.

انګیلا په ټوله کې یوه کاریزماتیکه سیاستواله ګڼل کیږي. هغه د نړۍ په مختلفو برخو کې ګڼ پلویان لري.

مېرمن میرکل په ۲۰۱۵ کې د نړۍ د ترټولو ځواکمنې مېرمنې لقب وګاټه.

د بحرانونو غوره مدیریت
مېرمن میرکل په نړیواله کچه له دې كبله ډېره مطرح شوه، چې مختلف بحرانونه یې په ښه ډول مدیریت کړل.

هغې د المان پولې د کډوالو پرمخ پرانیستې، د اروپایي پولي واحد(یورو) بحراني وضعیت یې ښه مدیریت کړ او د المان اقتصادي وضعیت یې له یو بد حالت څخه په ښه ډول وویست.

له سیاست سره مخه ښه
مېرمن میرکل په نړیواله کچه ترځلیدو وروسته په وروستیو کې د نفوذ له کمښت سره مخ ده.

د انګیلا اړوند ګوند په وروستیو کلونو کې د خپلو سیالانو پر وړاندې ورځ تربلې کمزوری کیږي. د دې كمزورتیا وجه وه، چې په وروستیو پارلماني ټاکنو کې یې زیاتې څوکۍ ونه ګټلې او له نورو ګوندونو سره ګډ حکومت جوړولو ته مجبور شو.

انګیلامیرکل په تازه څرګندونو کې ویلي، چې نور به د ګوند مشرۍ ته بیا کاندیده نه شي او په دې ډول به له سیاست سره مخه ښه وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي