انجلینا جولي: پر کډوالو د ټرمپ بندیز له اور سره لوبې کول دي

د هالیوډ وتلي سینمايي ستورې انجلینا جولي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې سفیره هم ده، په یوه لیکنه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغه امر سخت انتقاد کړی چې د اوو مسلمان میشتو هیوادونو پر وګړو یې امریکا ته د سفر موقت بندیز لګولی او همدارنګه یې د سوریې څخه د کډوالو ورتلل هم بند کړي.

انجلینا جولي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې کې یوه لیکنه کړې او په هغې کې یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب ویلي:

” کډوال هغه سړي، ښځې او ماشومان دي چې د جګړې په غضب کې ګېر دي. او یا په خپل هیواد کې د ځورونې او تعقیب سره مخ دي. ددې پر ځای چې دوی ترهګر و اوسي دوی خپله د ترهګرۍ قربانیان دي.“

دا ۴۱ کلنه سینمايي ستورې د بشري مرستو یوه مخکښه فعاله او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ ځانګړې استازې ده.

نوموړې له ۲۰۰۱ م کال راهیسې له ملګرو ملتونو سره د کډوالو په چارو کې کار کوي او تر اوسه یې په دې برخه کې ۵۰ ماموریتونه ترسره کړي.

انجیلینا جولي د نیویارک ټایمز لپاره په دې لیکنه کې وايي” امریکایانو ددې نظریې لپاره وینې توی کړي چې بشري حقونه له کلتور، جغرافیې، نژاد او دین وراخوا دي.“

د هالیوډ دا وتلې سینمايي ستورې د خپلې لیکنې په یوه برخه کې وايي:
” دې پریکړې چې امریکا ته د کډوالو ورتګ بند شي، او د اوو هغو هیوادونو چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي پر خلکو امریکا ته د سفر بندیز، په نړۍ کې زموږ ملګرو ته ټکان ورکړی، چې دلیل یې زموږ همدا پخوانی ریکارډ دی.“

نوموړې دا د امریکا حق بللی چې خپلې پولې د ترهګرو د ګواښ په وړاندې خوندي کړي، خو ټینګار یې کړی چې هر هیواد باید د خپلو وګړو اړتیاوې او خپل نړیوال مسولیتونه سره په متوازن حالت کې وساتي. او امریکا باید خپل نړیوال بشري مسولیتونه هېر نه کړي.

جولي د خپلې لیکنې په یوه برخه کې وايي:

” که چیرې موږ دا پیغام ورکړو چې د کډوالو په وړاندې دروازې تړل د منلو دي او یا له دوی سره د دوی د دین او مذهب پر بنسټ تبعیض وکړو، نو موږ له اور سره لوبې کوو. موږ په لوی لاس هغه اور بلوو چې ډير هیوادونه به وسوزي، او په لوی لاس به مو هغه بې ثباتي چې خپل هیواد ترې ژغورل غواړو رابللي وي.“

نوموړې له ۲۰۰۱ م کال راهیسې له ملګرو ملتونو سره د کډوالو په چارو کې کار کوي او تر اوسه یې په دې برخه کې ۵۰ ماموریتونه ترسره کړي.

نوموړې په خپله لیکنه کې وړاندې وايي:

” د شپږو ماشومانو د یوې مور په توګه چې ټول په بهرنیو هیوادونو کې زیږیدلي او اوس د امریکا ویاړلي اتباع دي، زه ډیر غواړم چې دا هیواد دې ددوی لپاره او زموږ د ټول ولس د ماشومانو لپاره خوندي وي.“

انجلیناجولي زیاتوي:

” زه همدارنګه غواړم چې پوه شم ټول کډوال ماشومان چې د پناه غوښتلو حق دار دي، په امریکا د پناه غوښتلو حق ولري. موږ خپل امنیت له دې پرته هم تنظمیولی شو چې ولیکو د یو هېواد ټول وګړې د هغوی د جعرافیې یا دین په لحاظ د ماشومانو په شمول زموږ لپاره ګواښ دي.“

د امریکا ولسمشر چې تل پرې د مشهورو څیرو دا ډول خبرې ښې نه لګیږي او پر خپل ټویټر یې ځواب وايي تر اوسه د انجیلینا جولي ددې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */