سیاست کلتور او هنر

انجلینا جولي سیاست ته روانه ده

په انګلستان کې رسنۍ وایي، د هالیوډ یا انګلیسي فلمونو مشهوره ستورې انجلینا جولي به په راتلوونکي کې د فلمونو څخه سیاست ته ولاړه شي.

رسنۍ وایي، دغې مشهورې اداکارې منلې چې راتلوونکي کې به د فلم د لوبغاړې پر ځای د سیاست یوه لوبغاړې وي.

انجلینا جولي د هالیوډ سېنما یا انګلیسي فلمونو تکړه او وتلې ستورې ده چې د اداکارۍ تر څنګ د فلم د پروډکشن او نور خیر ښګڼې په کارونو کې هم د بې وسو او بې وزلو وګړو مرستې ته وردانګي.

تازه رسنۍ وایي چې انجلینا داسې نښې نښانې وړاندې کړي چې له مخې یې معلومیږي دغه ستوري سیاسي نړۍ ته راځي.

په یوه خپره شوې مرکه کې د هالیوډ سېنما دغه ستورې څخه سیاست ته د نوموړې د راتګ په تړاؤ پوښتل کیږي، چې په ځواب کې یې جولي وایي که تر دې دغه پوښتنه کلونه وړاندې شوې وه نو ممکن چې ورته ډېره عجیبه ښکاره شوې وې.

دغه راز زیاتوي که ترې ۲۰ کاله وړاندې په دغه تړاؤ پوښتل شوي ول نو به یې ډېر زیات خندلي وه.

په دغه مرکه کې نوموړې زیاتوي؛ همېشه یې ویلي هر هغه ځای ته ځي چېرته چې یې اړتیا لیدل کیږي، په خبره یې ورته معلومات نشته چې د سیاست لپاره چمتو او برابره ده او کنه؟
خو وایې د حکومت سره هم کار کولی شي، په پوځ کې هم د کار کولو وړتیا لري او د دې تر څنګ نو ډېر څه کولو توانایي لري.

خو کله چې په دغه مرکه کې د انجلینا جولي څخه پوښتل کیږي چې نوم یې په هغو ۳۰ یا ۴۰ ډیمراکراتانو په لیست کې شته چې د ګوند لخوا د لومړي وزارت څوکۍ ته نوماندیږي نو نوموړې په دغې پوښتنې سره انکار ونه کړ بلکې د پوښتنه کوونکي څخه مننه وکړه.

د یادولو ده چې انجلینا جولي د هالیوډ سېنما د مخکښو ښځینه ستورو څخه ده چې په ډېرو کامیابو فلمونو کې کار کړی، د دې تر څنګ چې جولي یوه تکړه فلم لوبغاړې ده ورسره د فلم جوړولو په برخه کې هم کار کوي، یو ښه ټولنیز شخصیت هم دی او د متحده ایالاتو د خيریه کارونو استازولي هم په خپله غاړه لري، چې زیات وخت د کډوالو سره د مرستې لپاره له هېواده بهر سفرونه هم کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی