سپورټ نړیوال کرکټ

انډري سټراس وایي، مورګن اوس د لوبډلمشرۍ لایق شو

اعلان

د انګلستان پخواني لوبډلمشر او کیڼ لاسي توپ وهونکي انډري سټراس ویلي، چې د ایرلېنډی پخوانی لوبغاړی او د انګلستان اوسنی لوبډلمشر ایئن مورګن ایله اوس د لوبډلمشرۍ حقوق پر ځای کړل.

انډري سټراس چې اوس د انګلستان کرکټ لوبډلې مدیر دی، وایي د ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې د انګلستان ماتو د مورګن لوبډلمشري ګواښلې وه؛ خو سټراس بیا هم مورګن په حال پرېښود او له لوبډلمشرۍ یې هغه لرې نه کړ.

نوموړي د سه شنبې په ورځ د جولای په ۱۶ مه نېټه ویلي، چې مورګن به راتلونکي کې هم د انګلستان لوبډلمشر وي.

سټراس وایي مورګن به ۲۰۲۳ م کال کې د انګلستان لوبډلمشر وي او هم په ۲۰۲۰ م کال کې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر پاتې شي.

مورګن اوس ۳۲ کلن دی او ۲۰۲۳ کال کې به هغه ۳۶ کلن شي، که چېري هلته هم دی لوبډلمشر پاتې شي، بیا ښایي له هغې وروسته له لوبو سره مخه ښه وکړي.

سټراس زیاتوي مورګن د انګلستان بېرغ د نړۍ د لوړې څوکې پر سر ( د ایوریسټ) غره پر هسکه نقطه رپانده کړ.

د سټراس اشاره په دې خبرو کې د کرکټ په تاریخ کې په یو ورځنیو نړیوالو جامونوکې د انګلستان د اتلولۍ بریا ته وه.

سټراس یادونه کړې، چې راتلونکي ته باید پام وشي او لوبغاړي باید ډېر ښه مدیریت شي.

ایئن مورګن اصل د ایرلېنډ د هېواد دی او په ۲۰۰۹ م کال کې د انګلستان لوبډلې ته راغلی دی، له ۲۰۱۵ م کال راهیسې د انګلستانۍ لوبډلې لوبډلمشر دی.

د ده په لوبډلمشرۍ کې انګلستان د لومړي ځل لپاره نړیوال ۵۰ اوریز جام وګاټه او دا ویاړ د

ایرلېنډي الاصله انګلستاني په برخه شو.

اوس یواځې یو انګلستانی نه دی، چې د هغه لوبډلمشري مثبته ارزوي، بلکې ملیونونه انګلستانیان اوس هغه ته د احترام په سترګه په کتو شول او هر ځای یې انګلستانیان ستاینې کوي.

مورګن د ارام طبیعت څښتن دی او د لوبې د خرابېدو په صورت کې په لوبغاړو پټکې نه کوي او کله چې اوټ شي همداسې سر ښکته اچوي او له لوبغالي بهر کېږي.

د ښې لوبې په صورت کې هم ډېر نه احساساتي کېږي او یواځې ارامه لوبه مخ ته وړي.

د انګلستان په لوبډله کې مورګن د لوبډلمشرۍ ترڅنګ هېټر توپ وهونکی هم دی، چې وخت ناوخت په لوړو شپږیزو لوبغالی بوخت ساتي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی