خواړه روغه سټه

د اناناس ګټې

اناناس، په استوایي سیمو کې تر کېلې وروسته ډېره خوښېدونکې مېوه ده. اناناس د برومیلیاد کورنۍ يوازېنۍ مېوه ده، چې د خوراک وړ ده. دا مېوه روغتيا ته خورا ډېرې ګټې لري چې دلته يې د ځينو يادونه کوو.

په دې استوایي مېوه کې شته مګنيزیم د هډوکو په جوړولو، تقویې او د ماتو شویو هډوکو په پيوند کولو او درملنه کې بې ساري مرسته کوي.

اناناس د التهاب ضد خاصیت لري او دردونه اراموي. په اناناس کې شته برومیلین په بدن کې له اضافي اسیدو سره مقابله کوي، له منځه یې وړي او له پانقراس څخه ترشح کېدونکي مواد چې له هاضمې سره مرسته کوي، منظموي.

اناناس همدا راز د ويټامین سي بډایه سرچینه بلل کېږي او له هغو ویروسونو سره مقابله کوي، چې د ټوخي او زکام لامل کېږي.
ګټه یې د هغو کسانو لپاره ډېره ده چې په ژمي کې یخ وهلي وي او په اسانۍ سره نه روغېږي.

دغه مېوه اورۍ قوي کوي او د وخت په تېرېدو سره د سترګو د شاوخوا پوستکي د ګونځې کېدو مخه نیسي.

اناناس د زړه لپاره هم ګټوره مېوه ده، پکې شته فایبر یې قبضیت له منځه وړي او د هاضمې سیسټم پیاوړی کوي. د وینې غوړ منظموي او وده ګړندۍ کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.