سیاست

افغان ـ امریکا امنیتي تړون؛ تطبیق که لغوه شي؟

د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت له ترینګلتیا سره هم مهاله د افغان ـ امریکا امنیتي تړون د لغوه کیدو غوښتنه هم ډېره اوریدل کیږي.

د دوشنبې په ورځ هم د ولسي جرګې د عمومي غونډې یو تود بحث همدا و. د جرګې ریس د غونډې په پای کې د دغه تړون د لغوه کیدو غوښتنه بدرګه نه کړه، خو ټینګار یې وکړ، چې تړون دې له سره وارزول شي.

د منتقدینو دلایل
د امنیتي تړون منتقدین ډېرو شویو نا امنیو؛ په ځانګړي ډول په دې پېښو کې د بهرنیو هېوادونو (پاکستان، ایران او نورو) لاسوهنې ته اشاره لري، چې په وینا یې امریکا د امنیتي تړون د هوکړو خلاف د دغو لاسوهنو په شنډولو کې خپل مسولیت نه ادا کوي.

دوی له دې پرته د افغان ځواکونو په تجهیزولو او لازم تمویل کې پاتې راتګ هم د امنیتي تړون له ناپوره شویو ژمنو څخه ګڼي. د تړون منتقدین د سیمه ییزو هېوادونو حساسیت ته هم اشاره لري، چې په خبره یې په سیمه کې د امریکا پوځي موجودیت ورته پارونکی دی.

دلایل ریښتیا دي کنه؟
په دې کې شک نشته، چې امنیتي تړون په هغه ډول نه عملي کیږي، څنګه چې د کاغذ پرمخ ژمنې لري. له پورتنیو دلایلو پرته به نور ډېر لایل هم وي، چې له امریکا سره شوی امنیتي تړون له کمزوریو ډک ثابتوي.

په افغانستان کې د جګړې ورځ تربلې پېچلې کیدل، د افغان پوځیانو او ملکیانو د تلفاتو زیاتوالی، د مخالفو وسله والو ډلو پياوړتیا، په افغانستان کې د نورو هېوادونو؛ په ځانګړي ډول د پاکستان او ایران د مداخلو ډېروالی او په ټوله کې بحراني شوی سیاسي او امنیتي وضعیت هغه څه دي، چې افغان ـ امریکا امنیتي تړون او ژمنې یې د پایلو له مخې تر پوښتنو لاندې راولي.

تړون پلویان هم لري!
امنیتي تړون په پيل کې ډېرپلویان لرل، اوس یې هم شمېر کم نه دی. دوی له هرډول دلیل پرته د تړون د دوام غوښتنه کوي. افغان حکومت او خاصتاً رهبري یې خپله یوه لویه لاسته راوړنه د دغه تړون لاسلیکول ګڼي. تړون د ملي یووالي حکومت له جوړیدو سره سم د لومړني اقدام په توګه د ملي امنیت تازه ټاکل شوي (اوس مستعفي) سلاکار حنیف اتمر په داسې حال کې د امریکا له هغه مهالي سفیر سره لاسلیک کړ، چې د ډاکټرغني او ډاکټرعبدالله ترڅنګ یو شمېر سیاسي مشران یې شاته ولاړ ول.

د تړون پلویان؛ به سرکې یې ولسمشرغني وایي چې که دا تړون لاسلیک شوی نه وای، نړیواله ټولنه له افغانستانه په وتو او افغان پوځ او نظام په پاشل کیدو و.

د پټو سترګو قضاوتونه
امنیتي تړون نه هغومره تاواني دی، چې مخالفین یې وایي او نه هغومره ګټور چې پلویان یې یادوي. د افغانستان له معاملو څخه په ډک سیاسي چاپېریال کې دا ادعا څوک ردوی نه شي، چې د دواړو سرسختو نظریو شاته پردي هېوادونه ولاړ دي.

د حامد کرزي په حکومت کې چې کله د دغه تړون په اړه مشورتي لویه جرګه جوړه او تر ډېره کرزي پکې خپل نفوذي کسان د تړون د ردولو یا ورته د سختو شرطونو ایښودو لپاره ځای پرځای کړي وو، ادعا وشوه چې د کرزي د هڅو باوجود د امریکا سفارت د جرګې ډېرګډونوال دغه تړون ته د مثبت رایې ورکولو لپاره واخیستل.

اوس هم دا خبره عامه ده، چې د تړون د لغوه کیدو غوښتنه وخت په وخت په کابل کې د امریکا ضدو هېوادونو له سفارتونو څخه رهبري کیږي.

همدا ډول ویل کیږي، چې د تړون د پټو سترګو افراطي مخالفینو په شان د پټو سترګو افراطي پلویان یې د امریکا د سفارت او حکومت لخوا حمایه او څرګندونې یې د هغوی په خوله دي.

دا وضعیت ممکن له دواړو غاړو محدودو کسانو ته ډېر او څه برخه نورو کسانو ته لږ په ګټه وي، خو واقعیت دا دی چې د افغانستان وضعیت هم په نورو دلایلو او هم د تړون له کبله بحراني شوی. د تړون د ژمنو د تطبیق غوښتنه هم د افغان حکومت، هم پارلمان، هم نورو سیاستوالو او هم ملت مسولیت دی. خو دا مسولیت هغه وخت سم ادا کیدای شي، چې د معترضینو خولې د نورو هېوادونو په اشاره ونه چلیږي او برعکس د وطن د شرایطو، اړتیاوو او خپلو ذهنونو او وجدانونو استازي وي!

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.