سپورټ نړیوال کرکټ

هاشم امله د پاکستان خلاف په ښکلې لوبې د افریقایانو د استعفا‌ء غوښتنې کمپاین غلط ثابت کړ

لیکنه: سمیع الله درانی

د افریقایي لوبډلې مسلمان ۳۵ کلن پیلوونکي لوبغاړي هاشم امله د پاکستان خلاف لومړۍ ټېسټ لوبه کې یو ځل بیا خپله پخوانۍ شانداره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او په دې ډول یې د هغو افریقایي وګړو منفي څرګندونو ته ځواب ووایه، چې د ده د استعفا غوښتنې یې کولې.

تېره ورځ هاشم امله د پاکستان خلاف د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ۸ منډې وکړې او د محمدعامر په توپ بابراعظم کچ کړ؛ خو د ډېسمبر په ۲۸ مه نېټه د جمعې په ورځ هاشم امله د پاکستاني توپ اچوونکو پر وړاندې لکه دېوال ودرېد او لوبډله یې بریاته ورسوله.

په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د پاکستان ۱۴۰ منډې هدف او د هاشم امله ځواب:
پاکستان په دوهمه پاڼۍ توپ وهنه کې ټولې ۱۹۰ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل، چې په دې ډول یې د افریقا د مخکنیو بقایه منډو له امله ۱۴۰ منډې هدف افریقا ته ورکړ.

د افریقا لپاره چې مخکې به هاشم امله اوپننګ یا پیل کاوه اوس ون ډاون یا دوهمه وېکټ باندې مېدان ته راښکته شو.

پیلوونکي لوبغاړي ډين ایلګر۵۰ منډې وکړې، ده سره بل اوپنر توپ وهونکی اېدن مارکرم و، چې هغه په صفر د حسن علي له خوا ایل بي ډبلیو شو.

دې پسې وخت د هاشم امله د ځواب راورسېد، هغه له ټولو لوبغاړو سره تر وروستیو شېبو ودرېد؛ نوموړي په ۱۴۸ توپونو ۶۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او په لومړۍ ټېست لوبه کې یې د لوبډلې په بریا کې د اتل رول ولوباوه.

له دې وړاندې ډېری افریقایانو په ټوېټر ویلي وو، چې باید هاشم امله د کمو منډو له کبله استعفا وکړي او حال دا چې هاشم امله ځان ثابت کړ، چې د استعفی لایق نه دی؛ بلکې لا کولای شي افریقا د بریا تر کرښو ورسوي.

د لومړۍ ټېسټ لوبې غوره لوبغاړی ډوېن اولیویئر یا اولیفیئر اعلان شو؛ هغه په لومړۍ پاڼۍ توپ اچونه کې ۱۴ اورونه وکړل، چې ۳ یې پکې مېډن کړل، ۳۷ منډې یې ورکړې او ۶ پاکستاني لوبغاړي یې وسوځول.
او دوهمه پاڼۍ توپ اچونه کې هم اولیویئر ۵ پاکستاني لوبغاړي وسوځول، ۱۵ اورونه یې وکړل، درې یې مېډن کړل او ۵۹ منډې یې ورکړې.

ډوېن اولیویئر:


اولیویئر ۲۶ کاله عمر لري، چې په ۱۹۹۲ م کال کې د می په ۹ مه نېټه د افریقا په ګروبلرسډل سیمه کې زېږیدلی دی.
تر دې دمه پنځه لوبډلو کې لوبېدلی دی، نوموړی د مزانسي کرکټ لیګ له اتلې لوبډلې جوزي سټارز سره ولوبېد؛ له لاسته راوړنو څخه یې ډکه توپ اچونه وکړه او همدا علت دی، چې د پاکستان خلاف لومړۍ ټېسټ لوبه کې د فسټ یا چټک توپ اچوونکي په توګه واخېستل شو او دلته یې هم په ۱۱ وېکټو اخېستلو سره ځان د لوبې غوره لوبغاړی کړ.

د پاکستان او افریقا لوبلړۍ:
پاکستان سُهیلي افریقا ته سفر کړی دی، په دغه سفر کې درې ټېسټ ، پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې شاملې دي، لومړۍ ټېسټ لوبه سهیلي افریقا په ۶ وېکټو وګټله، دوهمه ټېسټ لوبه به د ۲۰۱۹ م کال کې د جنوري په ۳ مه نېټه پیل شي.
پاکستانۍ لوبډله به د فبروري تر ۶ مې نېټې پورې سهیلي افریقا کې په لوبو بوخته وي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې