سپورټ نړیوال کرکټ

اماراتي لوبډلمشر نړیوال کرکټ پریښود !

اعلان

د متحده عربي امارتو د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر امجد جاوید له هر قسم نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.

 نوموړي په خپل ټویټر خبر ورکړی، چې له دې وروسته به نور د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې سره نه وي مل.

 امجد جاوید د (Sport 360) تلویزیونې شبکې ته په خپلو خبرو کې ویلي، د عربي امارتو د کرکټ ملي لوبډلې اوسنی حالت له دوه کاله پخوا څخه بهتر شوی دی او نوموړی و نه توانید، چې په لوبډله کې بیا ځای خپل کړي، نو له همدې کبله یې د تقاعد اخیستو پریکړه وکړه.

 دغه لوبغاړی د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ۱۵ یو ورځینیو او ۲۲ شل اوریزه سیالیو کې ولوبید او همدا راز د دغه لوبډلې د کپتان په توګه یې هم دنده ترسره کړې، چې په خپل شتون کې یې لوبډله د ۲۰۱۶ م کال د کرکټ اسیا جام سیالیو کې ولوبیده.

 الراونډر امجد جاوید په ۲۰۱۴ م کال کې په ۳۱ بالونو د ۶۳ منډو پر مټ د متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډله د کینیا خلاف په بریا سره د ۲۰۱۵ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته رسولې وه.

امجد جاوید ویلي، هغه څه چې یې د ځان لپاره اهدف ټاکلي وو؛ لا د وړاندې پوره شوي وو او د خپل کرکټ سفر څخه خوښ دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ملي لوبډلې د روزونکي عاقب جاوید او لوبډلمشر خورم خان څخه مننه کړې، چې د کرکټ کیریر کې یې لا هڅولی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی