ټولنیز ژوند کلتور او هنر له نړۍ

امیتا بچن د د شا او خوا یو نیم زر، بزګرانو پور له خپل جیبه پرې کړ

اعلان

د بالیووډ سینما مشهور ستوري امیتا بچن له ۵۶۰،۰۰۰ شپږپنځوس زره څخه زیات امریکايي ډالره هغو بزګرو ته د پور د خلاصیدو په موخه ورکړي، چې د پراخ کرهڼیز بحران له کبله له شدید فقر سره مخ و.

نوموړي د تیرې سه شنبې په ورځ په خپل بلاګ کې ولیکل، چې د هندوستان شمال لوري ته په اوټار پراډیش ایالت کې یې له ۱،۳۹۸ بزګرو سره د هغوی د پور د خلاصولو په موخه نغدي مرسته کړې.
دغه نامتو ستوري هم په دغه ایالت کې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي.

د هند په بیلابیلو سیمو کې اورښتونو د بزګرانو زراعت ته درانه زیانونه اړولي، دا عکس هم د کیرالا د سیمې د زراعتي ځمکې دی

نوموړي زیاته کړې:

“خوښي د کروندګرو له اوږو د هغو بارونو په کمولو کې نغښتې چې دوی ترې کړیږي … او داخلي (ذهني) ارامتیا هله رامنځ ته کیږي، چې کله دغه هیله پوره شي.”

له ۵۰٪ سلنې زیات د هندوستان نفوس په کرهڼیز او ورته سکټورونو کې بوخت دی.

په دې وروستیو کلونو کې هندي بزګرو له بیلابیلو ستونزو سره مبارزه کړې، لکه: د موسمي بارانونو په پایله کې د فصلونو زیانمنیدل، د سونګ موادو د بیې لوړیدل او د دولت له لوري نه پام او ملاتړ، چې په پایله کې یې، په زرګونو بزګر پوروړي شوي دي.

د دولت د لومړنیو مالوماتو له مخې، په ۲۰۱۳ کال کې په ټول هندوستان کې شاوخوا ۱۱،۷۷۲ بزګرو د زیاتو پورونو له کبله ځانوژنه کړې، چې دغه رقم په یوه ورځ کې د ۴۴ بزګرو د ځانوژنې ښکارندويي کوي.

همداراز نوموړي په یوې ټلویزیوني خپرونه کې وویل:

“زه له خلکو غواړم چې باید د بزګرو په ستونزو او هغو سختیو چې دوی ورسره مخ دي، ځان خبر کړي. زه نه غواړم چې د ځان په اړه لاپې باټې ووهم، بلکې له هر یوه غواړم چې زموږ له هغو بزګرو سره مرسته وکړي، چې ان له لومړنیو اړتیاوو سره هم لاس او پنجه نرموي.”

په ۲۰۱۶ کال کې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي هم ژمنه کړې وه، چې د دغه هیواد له کرهڼیز سکټور سره به مرسته وکړي او تر ۲۰۲۲ کال پورې به د بزګرو عاید دوه برابره کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل