کلتور او هنر نړۍ

چین کې له محصلینو سره د فلمي ستوري عامر خان ناسته ولې وځنډول شوه؟

یوه چینایي پوهنتون د هندي سېنما وتلي ستوري عامر خان ته د محصلینو سره د ناستې اجازه نه ده ورکړې.
اټکل و په دغه ناسته کې عامر خان له زرګونو چینایي محصلینو سره وګوري.

وروسته له هغې چې د عامرخان، امیتابهـ بچن، کټرینا کیف او فاطمه ثناء شیخ فلم چې په لویه بودیجه جوړ شوی په هندوستان کې ناکام شو او زیاتې پيسې یې ونه ګټلې نو عامر خان پرېکړه کړې چې خپل دغه فلم په چین کې د سېنما پر پردو روښانه کړي تر څو ښه ګټه وکړي.

د دې لپاره چې دغه فلم ښه بازار پیدا کړي عامرخان په خپله چین ته تللی تر څو خلک تشویق کړي دغه فلم وګوري، په همدې هدف عامر خان د یوه پوهنتون محصلینو سره د فلم د بازار په تړاؤ ناست لرله چې د پوهنتون د ادارې لخوا دغې ناستې ته اجازه نه ده ورکړل شوې او زده کړیالان ورسره لېدو ته نه دي پرېښودل شوي.

د معلوماتو له مخې چینایي پوهنتون کې غونډه عامر خان سره د چینایې محصلینو په یوازې لیدو برابره شوې وه خو د ځینو محصلینو له لوري په ټولنیزه میډیا کې خپاره شویو خبرونو له مخې معلومه شوه چې دا یوازې لېدنه بلکې د فلم(ټهګس اف هندوستان) لپاره بازار موندنه هم ده.

د پوهنتون ادارې د مراسم له پیل یو ساعت وړاندې د محصلینو او عامر خان لېدنه منسوخه کړه، ویل کیږي چې پوهنتون اداره له دې نه وه خبره چې په غونډه کې به د فلم لپاره بازار موندنه هم کیږي.

بل لورته د عامر خان ویاند دغه خبرې رد کړي او ویلي دي چې د غونډې د منسوخ کېدو لامل د خلکو زیاتوالی وه.

په خبره یې د مراسمو لپاره ځانګړی شوی ځای یوازې د ۴۰۰ کسانو لپاره جوړ ؤ، خو د نورو کسانو راتګ خبر په خپرېدو سره هلته تر ۳۰۰۰ زیات خلک ورغلي وه نو ځکه د پوهنتون لخوا دغه ناسته وځنډول شوه.

باید وویل شي چې روان کال د دیوالي د مراسمو پر مهال ریلیز شوي فلم (ټهګز اف هندوستان) کیسه تاریخ بڼه لري، چې په ۱۸۳۹ کال کې د خپور شوي ناول(کنفیشن اف ټهګ) باندې جوړ شوی، په دغه فلم کې عامر خان د (امیر علي ټهګ) امیتابهـ بچند (خدا بخش) او کټرینا کیف د (ثریا) رول لوبولی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی