کلتور او هنر مخکښان

اميرشاه تلاش؛ د افغان سينما او تیاتر تکړه لوبغاړی

ژباړه او راټولونه: محمد عزيز پردېس

اميرشاه تلاش په کال ۱۳۶۴ کې د کابل ښار په يوې فرهنګي او متدينه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. د نوموړي کورنۍ کلونه وړاندې د لغمان ولايت څخه کابل ته را کډه شوي و.

تلاش په ننګرهار کې د شاه فلم د فلم جوړونې د موسسې رئيس او د شرق زون د سينماګرانو د اتحاديې مشر دی. نوموړي په کال ۱۳۸۴کې د ځينو ملګرو په مرسته د شاه فلم د فلم جوړونې موسسې بنسټ په ننګرهار ولايت کې کېښود او په دري ژبه يې د خيانت تر نامه لاندې خپل لومړنی فلم د ۸ مياشتو په موده کې جوړ کړ. تلاش وروسته له هغې د ستم، تل به ستا يم، ستا لپاره، حفاظت، باور، بې ايمان؛ په نومونو په دري او پښتو ژبه فلمونه د ځينو هڅاندو ځوانانو په مرسته سينما ته واندې کړل چې د ډېرو مينه والو پاملرنه يې راجلب کړه او د هېواد په ډېری ولايتونو کې نمايش ته وړاندې شو.

تلاش د خپلو هڅو په دوام د سجدې په نامه سټوري وليکله او د فلم جوړولو لپاره يې هوډ وکړ چې تمه ده د ۱۳۹۷ کال په وروستيو کې د سينما په پرده نمايش ته وړاندې شي. اميرشاه تلاش د ځينو بهرنيو سينماګرانو سره هم مشترک کارونه کړي چې د بېلګې په ډول د ځينو يادونه کوو:

ـ اسټرالياوي جورج ګيټاس سره د Love City او Snow Monkey په نومونو فلمونو جوړولو کې د مرستيال کارکوونکي په صفت.

ـ د بنجمين ګلورېل او سيم سمېت سره د ( جرګه ) تر نامه لاندې فلم کې د فلم مرستيال په توګه، چې ياد فلم د اسټراليا په سيډني کې د فلمونو په يوه فيسټيوال کې انتخاب شوی و او همدارنګه د اسکر جايزې ته هم نوماند دی.

تلاش د پورته فلمونو خپرېدا او د اسټراليا د خلکو سره د معرفي کېدو په موخه اسټراليا ته دعوت شو او د دوو مياشتو لپاره يې هلته په ناييډا انسټيټوټ کې يې د اف ډرمه ټيک ارټ په برخه کې د فلم جوړونې مهاروتونه زده کړل او همدارنګه د مستند فلم جوړونې کمپڼۍ ( ګيټاس ) مسول، ډاکټر جورج ګيټاس سره يې په معياري توګه د فلمي هنرونو مهارتونه زده کړل.
تلاش د يو کال څخه رارورسته د ( نان و خشت ) تر نامه لاندې د يو مستند فلم په جوړولو بوخت دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی