سینما او موسیقي

مغل فلم کې عامر خان د مرکزي رول تر څنګ د فلم د لارښود چارې هم مخته وړي

د هندۍ سینما تکړه او تجربه کار فلم ستوری عامر خان غواړي چې په خپل راتلونکي فلم (مغل) کې د خپل فلم د لارښود چارې په خپله مخته یوسي.

د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې، مغل فلم کې وړاندې عامر خان یو ځل د کار کولو انکار کړی وه.

د معلوماتو په اساس نوموړی په همدې شرط بېرته فلم ته راضي شوی و چې د فلم لارښود به بدلیږي.

ایکسپریس نیوز د هندي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ لیکلي؛ عامر خان د هندي سینما یا بالیووډ د پروډيوسر او د دغه هېواد تر ټولو مشهور موسیقۍ کمپنۍ او ټلویزیون سریز بنسټ اېښودونکي ګلشن کمار په ژوند جوړېدونکې فلم (مغل) کې نه یوازې دا چې مرکزې رول به ولوبوي بلکې په همدغه فلم کې د هدایت کارۍ چارې هم په خپله مخته یوسي.

عامر خان تېر کال ګلشن کمار په ژوند جوړېدونکي فلم (مغل) کې د کار کولو انکار کړی و.
هغه مهال یې روښانه کړې وه چې د دغه فلم لارښود سبهاش کپور دی او نوموړي د جنسي تیري په تور تورن شوی و.

عامر خان ویلي ول چې نه غواړي د داسې یوه فلم لارښود سره په یوه فلم کې کار وکړي چې د جنسي تیري په څېر په ناوړه عمل مبتلا وي.

خان دغه اعلان د فلم ټهګز اف هندوستان له ریلیز کېدو وړاندې کړی و، خو دا چې نوموړی غواړي د ټهګز اف هندوستان فلم له ناکامېدو وروسته په سینما کې خپل ځای ونیسي نو بېرته یې فلم مغل ته مخه کړه خو شرط یې دا کېښوده چې د فلم لارښود باید بدل شي.

څو ورځې وړاندې داسې خبرونه خپاره شوي ول چې د فلم پروډیوسر د یوه نوي فلم لارښود په لټه کې دی خو اوس خبرونه خپاره شوي چې عامر خان خپله غواړي د ده فلم د لارښود چارې هم په خپله ترسره وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې عامر خان به د یوه فلم ل لارښود چارې مخته وړي بلکې تر دې وړاندې یې هم د مشهور فلم (تاری زمین پر) د لارښود چارې هم ترسره کړې وې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی