کلتور او هنر

د عامر خان فلم (ټهګز اف هندوستان) د ناکامېدو په خطر کې !

د بالیوډ د سترو فلمي ستورو عامر خان او امیتابهـ بچن وروستي فلم (ټهګز اف هندوستان) په څلورو ورځو کې تر ۱۰۰ کروړ زیاتې هندوستانۍ روپۍ ګټلي دي.

هندۍ رسنۍ وایي، دغه فلم په څلورو ورځو کې ۱۲۳ کروړه هندۍ روپۍ ګټلي، خو بیا هم فکر کیږي چې دغه فلم ناکام دی.

(ټهګز اف هندوستان) لومړی فلم دی چې دغه مشهور فلمي ستوري عامر خان او امیتابهـ بچن په کې د یو بل سره یوځای کار کوي.

دغه فلم په لومړۍ ورځ ډېرې زیاتې پيسې وګټلې او هندۍ سینما په تاریخ کې لومړی فلم شو چې د ریلیز په لومړۍ ورځ دومره تجارت کوي.

ټهګز اف هندوستان په لومړۍ په ورځ په هندوستان کې په تامېل، تېلګو او هندۍ ژبه په سینما روښانه شو او په ټوله ورځ کې يې ۵۲ کروړه او ۲۵ لاکهـ هندوستانۍ روپۍ وګتلې او په اوله ورځ تر ټولو د زیاتو پیسو ګټوونکی فلم شو.

د یوه ریکارډ ګټې او لویو لویو نومونو سره سره (ټهګز اف هندوستان) د فلم مینوال تر خپلې اغېزې لاندې رانه وستل او همدا لامل وه چې ورځ تر بلې یې بازار مخ په لویدو وه او ګټه یې کمېدله.

هندۍ رسنۍ وایي، فلم د خپرېدو په لومړۍ ورځ ۵۲ کروړه او ۲۵ لاکهـ، په دويېمه ورځ ۲۹ کروړه او ۲۵ لاکهـ، په دريېمه ورځ ۲۳ کروړه او ۵۰ لاکهـ او په څلورمه ورځ یې ۱۸ کروړه هندوستانۍ روپۍ وګټلې او په ټوله کې په دغه څلورو ورځو کې ۱۲۳ کروړه هندۍ پیسې ګټه کړې ده.

د عامر خان او امیتابهـ بچن دغه فلم د هندوستان څخه غیر په نوره نړۍ کې فقط ۴۶ کروړه او ۶۷ لاکهـ روپۍ ګټه وټه کړې.

د فلم لیدونکو او مینوالو د دغه فلم (ټهګز اف هندوستان) د فلاپ کېدو وړاندوینه کړې ده.

د یادولو ده چې د یش راج د بینر لرونکی فلم (ټهګز اف هندوستان) کې عامر خان، امیتابهـ بچن، کټرینه کیف او فاطمه ثناء شیخ مرکزي رول لري.

د دې سربېره د فلم د لارښووني مسؤلیت د کرشنا اچاریه په غاړه لرل.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی