کلتور او هنر

عامر خان: د نوښتګر انسان په توګه تل د خپل زړه اورم

اعلان

د هندوستانۍ سېنما مشهور او نوښتګر فلم ستوري عامر خان د خپل نوښتګر فکر او کامیابۍ په تړاؤ خبرې کړي دي.

عامر خان د بالیوډ سېنما تکړه فلم ستوری چې زیات فلمونه یې د فلم په بازار کې په ښه ګټه توانیږي او کامیابیږي.

نوموړي تازه په یوه خپره شوې مرکه کې ویلي چې د یوه نوښتګر انسان په توګ همېشه د خپل زړه اوري.

نوموړي چې د هندوستان سینما کې د یوه عجیبه کور د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې د یوه نوښتګر انسان په توګه ویلي چې د خپل زړه اوري او مني، زیاتوي تل په داسې یوه فلم کې کار کولو ته زړه ښه کوي چې لومړی دی ترې خپله متأثره شي او د ده د شخصیت په لوړوالي کې له ده سره مرسته وکړي.

دغه تکړه او نوښتګر فلم لوبغاړي ویلي چې ډېری فلمونه یې په بازار کې د تمې خلاف زیات متفاوت راځي، د ده په خبره کله چې یې مینوال فلم ته مثبته رایه ورکړي او فلمونه یې د خلکو لخوا خوښ شي نو یې باور نور هم زیاتیږي.

عامر خان زیاته کړي چې لا تر اوسه هم د سينما یو زده کوونکی دی او د تاریخ سره ډېره مینه لري.

دی وایې، تل یې د داسې خلکو د لېدلو هیله لرلي چې د نوښتګر فکر او لوړ استعداد خاوندان وي، دی زیاتوي د هغو خلکو زیات قدر کوي او احترام ورته لري چې په ساده فلم وخت یعني تور او سپین فلمونو بنیاد یې ایښی.

د ده په خبره کله چې د کوم فلم ستوري په ژوند او کردار کوم لیکل شوی کتاب وګوري نو سمدستي یې اخلي او لولي یې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی