کلتور او هنر

په ۲۰۱۸ کې له یوې ماتې وروسته، ۲۰۱۹ لپاره د عامر خان پلان

د هندۍ سېنما مشهور فلم ستوری عامر خان په ۲۰۱۸ کال کې د خپل لوی فلم (ټهګز اف هندوستان) د ناکامۍ وروسته د نوي ۲۰۱۹ کال لپاره خپل نوی پلان له مینوالو سره شریک کړی.

عامر خان په ۲۰۱۸ کال کې فلم ټهګز اف هندوستان په لویې بودیجې سره جوړ کړی او د ښې ګټې او تجارت په تمه یې سینمایي بازار ته وړاندې کړ خو د مینوالو په راماتولو کې پاتې راغی.

عامر خان وایي په ۲۰۱۹ کال کې به تر ټولو غوره فلم نندارې ته وړاندې کوي.

د بالیوډ سينما تکړه فلم ستوري په خپل انسټاګرام اکونټ مینوالو ته د نوي کال لپاره نیکې هیلي هم څرګندې کړې دي او تر څنګ یې دا هم لیکلي چې دا به سږ کال کوم کوم کارونه تر سره کوي.

خان ویلي په دغه کال کې به یو ځل بیا له لویدلي حالت کې څخه بېرته پورته کیږي او خپل ژوند به دویم ځلي بیا منظم او ترتیب کوي، زیاتوي چې په ۲۰۱۸ کال کې شوي غلطیو څخه به زده کړه کوي.

عامر خان په خپل اکونټ لیکلي چې روان کال به تر ټولو غوره او بهترینه فلم جوړوي او نندارې ته به يې وړاندې کوي، نوې څه به زده کوي او د دې تر څنګ به د مور په شمول خپلو ماشومانو او خپلې مېرمنې کرن ته هم وخت ورکوي او ورسره به خوشحاله وخت تېروي.

د یادولو ده چې تېر کال په اخر کې د هندۍ سېنما د هغه ستوري چې په بالیوډ کې یې زیاتره فلمونه کامیاب وي او ښه ګټه کوي خو وروستی ریلیز شوي فلم ټهګز اف هندوستان د توقع خلاف ناکام شو.

په دغه فلم کې د عامر خان تر څنګ امیتابهـ بچن، کټرینا کیف او فاطمه ثناء شیخ مرکزي رول لوبولی وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی