ساینس او ټیکنالوژي

د امریکايي بالونونو دنده څه شی دی؟

ددي بالونونو اصلي نوم جلنز (JLENS= Joint Attack Cruise Missile Defense Elevated Netted Sensor System) یا جاسوسې بالونونه دي.

دا بالونونه له هیلیم غاز نه ډک دي، ځکه هیلیم سپک غاز او خنثا غاز دی، چې د چاودیدو امکان یې نشته. د بحر له سطحې ۳۰۵۰ متره لوړ دي، ۷۴ متر اوږدوالی لري، وزن یې ۳۲۰۰ کیلوګرام دی، د هر بالون بیه د ۱۷۰ میلیونه ډالرو په شاخوا کې ده.

دا بالونونه په وروستۍ ټکنالوژې سمبال دي، چې څلرويشت ساعته کولای شي، ۵۵۰ کیلومتره شاخوا ساحه وڅارې.

ددي بالونونو اصلې هدف د کروز توغندیو څار او پیژندل، د بې پیلوټو الوتکو څار او پېژندل، او د نظامې کښتیو څار، ددې تر څنګ په مجهزو کمرو سمبال دي چې سلګونه کیلومتره شاوخوا ساحه څارې، په کابل، بلخ، غزني، ننګرهار او نورو ولایتونو کې نصب دي.

دا ګرانه ټکنالوژي یوازې د امریکا متحده آیالاتو د اردو په لاس کې ده.

ددي بالونونو په اړه د خلکو باورونه او نظرونه مختلف دي، ځینو ویل چې د الوتکو رادار دی، په داسې حال کې چې په نړۍ کې لوی او مجهز هوایي ډګرونه شته مګر دا بالونونه هلته نشته.

ځینو بیا ویل چې دا ټول شیان څارې، د وسلوالو او انتحارې حملو مخنیوی کوي، مګر داسې نده، ځکه دوه کاله مخکې په کابل کې د امریکا په سفارت او CIA په دفتر حمله وشوه او په لسګونه ځله ددې بالونونو د کنټرول لاندې ساحه کې په امریکایې عسکرو حملي وشوې، خو دي بالونونو هیڅ ګټه ونه کړه.

دا چې د کومو کروز توغندیو، بې پیلوټو الوتکو او کښتیو د څار او کنټرول لپاره دا نصب شوي، یوه بیله موضوع ده. خو دې بالونونو د خلکو شخصي حریم نقض کړی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

اغاملوک سهار