افغانستان سیاست کلتور او هنر

پاچا امان الله د انګرېزي استخباراتو په توطیو کې (دویمه برخه)

لیکنه: ياران
اعلان

لیکنه: محمد انور آڅړ

دا چې په شمال کې وضع خرابه وه، نو په کال ۱۹۱۸،ز، [سم یې ۱۹۲۸ز کال دی] کې حکومت د سقاؤ سره تړون لاسلیک … او له امله یې په شمالي سیمو کې د ده عزت او اعتبار لا پسې زیات شو، نو کله چې سقاؤ خپل حالت ته متوجه شو. لږه موده وروسته یو شمېر خانان او غله د ملاویس الدین په کلا(کلکان) کې د شپې لخوا سره راټول شول او د سقاؤ زوی یې د افغانستان د پاچا په توګه ونوماوه او دستار یې پر ملا وروتاړه…[خلک دستار په سر تړي دوی یې په ملا تړي!] او په سبا ورځ د سقاؤ زوی د ځايي حکومت په مرکز، سرای خواجه باندې برید وکړ، حکومت یې لوټ او ساتونکي یې بې وسلې کړل او وروسته د برید په موخه د کابل پر لور روان شو او سید حسین یې د چاریکارو او جبل سراج پر لور ولیږلو… .

کله چې په شمال کې وضعیت په پوره توګه خراب شو نو پاچا امان الله خان د سقاؤ زوی ته یو مکتوب ولیکلو او قرآن یې مهر او د بلدیې رئيس احمدعلي خان په لاس یې ورولیږه، په مکتوب کې لیکل شوي وو:«موږ له تا سره کار نه لرو، که زموږ سره یو ځای شې نو هر ډول مرستې به درسره وکړو، د عسکرو مشر به وټاکل شې، څه چې وغواړې موږ به یې درکړو … .» د سقاؤ زوی یې په ځواب کې وویل: «اوس مهال دولت په سختۍ او د فشار لاندې دی زه هېڅ شی نه غواړم او حاضر یم چې د امیر صاحب د مخالفینو پر وړاندې جګړه وکړم، په دې شرط چې(۵۰۰) میله توپک او له هر یو توپک سره(۵۰۰) مرمۍ او(۲۰۰۰) آسونه راکړئ، ما او سید حسین ته د میاشتې(۳۰۰۰) افغانۍ او زموږ نوکرانو ته (۱۵۰) افغانۍ راکړل شي.»

د سقاؤ د زوی ټولې غوښتنې ومنل شوې وسلې او پېسې ورکړل شوې، کله چې د بلدیې رئیس ټول توکي د سقاؤ زوی ته ورتسلیم کړل، د بلدیې رئیس یې په کوټه کې بندي کړ او سقاؤ په خپله امان الله خان ته ټلیفون وکړ، ویې ویل: «اعلیحضرته! زه د بلدیې رئیس یم، د سقاؤ زوی مې په زور ونیولو او بندي کړی مې دی، اوس د هغه سره څه وکړم؟»

اعلیحضرت په دې ګمان چې دا به په ریښتیا د بلدیې د رئیس غږ وي ویې ویل: «هغه فوراً ووژنه.» وروسته له هغې چې سقاؤ د امان الله خان دا خبرې واوریدلې د امان الله پر خلاف یې جګړې پېل کړې … .

دا مهال د ډیورنډ کرښې سره نږدې د انګریزانو او هندي ځواکونو (۱۱۰،۰۰۰) پوځ ځای پر ځای شو او په (۱۹۲۸،ز) کال کې د کرښې سره نږدې د انګریزانو او هندي قطعاتو مانورونه پیل شول، د دغو نظامي قواوو مانورونه د افغانستان د ختیځو ولایاتو د بغاوتونو سره هم زمانه وو، تر څو له یاغیانو څخه رواني ملاتړ وکړي او د یاغیانو د مورال د لوړولو لپاره یې وکاروي او د امان الله خان پر وړاندې چې له حده زیات خپلواک او ځان غوښتونکی پاچا ؤ د فشار په توګه ترې کار واخلي.

په داسې حال کې چې په کابل کې د سقاؤ سره جګړه روانه وه د انګریزانو الوتکې، بې له اجازې د افغانستان فضأ ته ننوتې او د کابل په ښار باندې یې پاڼې وغورځولې، په پاڼو کې اخطار ورکړ شوی ؤ، چې په کابل کې زموږ پر سفارت او قونسلګریو باندې بریدونه ونه شي… د جګړو په جریان کې د انګریزانو دوولس الوتکې کابل ته راغلې او له کابل څخه یې د خارجیانو ښځې وایستلې. (د انګریزانو دا ډول کړنې د سقاویانو د مورال د لوړیدو سبب شوې.)

او ورسره، مشهور انګریز جاسوس ډګروال لارنس په پېښور کې د الوتکو د میخانیک په توګه د (تامس شاو) په مستعار نوم باندې خپل کار پیل کړ، په دې اړه روسی لیکوال ډاکټر ویکتور ګریکوویچ کارګون… وایي چې د ډګروال لارنس شتون په سیمه کې د یاغیانو له کړنو سره تړاؤ لري… .

د هند او اروپا مطبوعاتو د لارنس د سیاسي ژوند تفصیلات خپاره کړل او د لارنس ډول ډول افکار او نظریات یې د ده د کړنو په اړه، چې د [ډیورنډ] کرښې سره نږدې یې ترسره کول، نشر کړل… ، (امان افغان) اخبار، د لارنس په اړه د هیواد خلکو ته ولیکل: ډګروال لارنس چې د افغانستان خاورې ته ننوځي ودې نیول شي. ډاکټرویکټور زیاتوي: دا ډول کړنې د افغانستان په پېښو کې د انګریزانو لاس لرل لا پسې تقویه کوي.

له بلي خوا انګرېزي شېطانانو د پاچا شخصیت په یوه بله طریقه باندې ترور او بدنام کړ داسې چې د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د ملکې ثریا نیمه لوڅ انځورونه چې د انګرېزانو له خوا په بې حجابه توګه جوړ(مونتاژ) شوي وو خپاره او د ملایانو لاسو ته ورسول چې په پښتنو باندې یې خورا ناوړه اغېز وکړ، ډېری پښتانه یې د پاچا په وړاندې راوپارول.

لنډه دا چې سقاؤ له درو سووکسانو سره چې نه توپ او نه الوتکې ورسره وې پر کابل باندې یې برید وکړ او په ځواب کې یې د دفاع وزارت یوازې(۸۰) تنه، هغه هم د دولت د مخزنونو ساتونکي د کابل د دفاع لپاره راټول کړل.

د سقاؤ له زوی سره ډېری کسان تاجکان وو او خپلو ټولو خلکو ته یې د کابل د چور او چپاول غږ کړی ؤ، هر ډول توپک، لورونه او بېلونه او نور توکي یې د کابل د خزانو او مغازو د لوټولو لپاره له ځانو سره راوړي وو… .

د سقاؤ زوی په داسې حال کې کابل اشغال کړ چې یوازې یو تن هوایي پیلوټ ووژل شو، هغه داسې چې د سقاؤ کسانو له پیلوټ څخه د هغه تفنګچه غوښتله پیلوټ خپله وسله ورنه کړه او د سقاؤ د غلو څخه یې دوه تنه وویشتل او په خپله هم د کابل په چوک کې ووژل شو.

سقاؤ چې کابل ته ننوت، په کابل کې د انګریزانو سفارت ته ورغلو او ډاډ یې ورکړ، چې د انګریزانو د سفارت ساتنه به کوي، دا لیدنه د لمر په شان ښکاره ده او کله چې سقاؤ په جګړه کې ټپي شو د انګریزانو په سفارت کې یې درملنه هم وشوه.

د سقاؤ له زوی څخه د انګریزانو ملاتړ چې دا مهال په پټه توګه ترسره کیده، اوس چې کابل د سقاؤ له خوا ونیول شو، په کابل کې د انګریزانو سفیر سرفرانس همفريز د سقاؤ څخه غوڅ او ښکاره ملاتړ وکړ، سفیر خپل حکومت ته داسې وليکل:«امان الله خپل چانسونه له لاسه ورکړي دي … همفريز ټينګار کولو چې د پُستې کڅوړې دې له امان الله څخه وګرځول شي او د سقاؤ زوى ته دې ورکړل شي، نوموړي ټينګار کولو چې د سقاؤ د زوى استازي دې په ار- اې- اف الوتکه کې په هند کې نادرخان ته ورسول شي او دا غوښتنه يې هم کړي وه چې د امان الله استازي چې نادر ته ورغلي وو له هند څخه وباسي … .

کله چې امان الله خان په کندهار کې ؤ د کوزو پښتنو مشران چې په سرکې یې فخر افغان، خان عبدالغفار خان (پاچا خان) ولاړ ؤ غوښتل یې کندهار ته ولاړ شي او له امان الله خان څخه مالي او مانوي ملاتړ وکړي خو انګرېزي حکومت دوي ته اجازه ورنه کړه چې له ډیورنډ کرښې واوړي او انګرېزانو په یوه او بله پلمه تېر ایستل او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې (له پېښوره تر ګوټې) پورې لالهاند او سرګردانه ګرځیدل … .

نه یوازې دا چې انګرېزانو د امان الله خان د پاچاهۍ پر خلاف وو بلکه د ده د وژلو(ترور) په لټه کې هم وو چې څو ځله یې د پاچا د ترور هڅې وکړي چې له هغو څخه، د حمل په ۲۸/۱۳۰۸، کال په غزني کې یو تن ملا د دُرانیو او غلجیو تر منځ د ځینو موضوعاتو د یادولو په پلمه د پاچا خیمې ته ورغلو او په پاچا باندې یې د تبر (تبرګي) برید وکړ، خو ملا ونیول شو او کله چې وپلټل شو د هغې د کتابچې له پوښ څخه چې له ده سره ورسره وه د انګریزانو لخوا یوه تصدیق پاڼه وموندل شوه او وروسته په هغه خپل تبرګي باندې ووژل شو.

په پای کې پاچا امان الله خان کابل پرېښود کندهار ته ولاړ، د کابل د نیولو په موخه یې یوه ناکامه هڅه وکړه، داسې چې په غزني کې د سلیمان خیلو پښتنو سره چې د شوربازار د حضرتانو یو تن نورالمشایخ مجددی له خوا لمسول شوي وو او مجددي چې د انګرېزانو له خوا رالېږل شوی ؤ مخ شو. په دې اړه فخر افغان پاچاخان چې هغه مهال په ډیلي کې ؤ داسې لیکي:«په دغو ورځو کې موږ ته په ډیلي کې مالومه شوله چې پیرنګیانو د شور بازار د حضرت ورور[نورالمشایخ مجددی] چې په هندوستان کې په کاټهیاواړ کې اوسي راغوښتی او د هغه پاوندو پسې چې د هغه مریدان دي د امان الله خان بر خلاف افغانستان ته لیږي، ځکه چې پیرنګیانو ته مالومه شوي وه چې د خلکو څه نا څه همدردي له امان الله خان سره پیدا شوي ده او هسې نه چې هغه چېرته کامیاب شي.

هغه وو چې غازي امان الله خان چې له لوی نړيوال ښامار انګرېز سره جګړیدلی ؤ خو له خپلو نادانو او جاهلو خلکو سره یې جګړه ونه کړه، کندهار او بیا هند او وروسته ایټالیا ته ولاړ او په کال ۱۳۳۹ل، ل کې د ثور په میاشت کې د سویس په هیواد کې د هجران او غریبۍ په حال کې وفات شو. ﴿إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾ [البقرة: ١٥٦]

که چېرې د سقاؤ او انګریزانو، د اړیکو په تړاؤ او د انګریزانو د هغو دسیسو په اړه، چې امان الله خان ته یې د سقاؤ او نورو غدارانو په وجود کې جوړولې، ژوره څېړنه وشي او انګریزي ارشیفونو ته لاس رسی وموندل شي، (لکه څه ډول چې لیکوالې ریه تالي ویلي دي) زه ډاډه یم چې ډېر حیرانوونکي اسناد به تر لاسه شي، پورته مالومات یوازې (مُشت نمونه خروار) یوه سرسري څېړنه ده، دا پر موږ باندې د دغه مترقي، ملي اتل او پر هیواد میین پاچا حق دی چې په اړه یې د انګرېزانو غدارۍ او هم د داخلي غدارانو توطیې رسوا کړو. په درنښت

——————————————————-
پورته لیکنه د لاندې سرچینو پر بنسټ لیکل شوي ده:
ــ کاندید اکاډمیسین محمد ابراهیم عطایي: دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه
ــ ریه تالي سټیوآرت؛ اور په افغانستان کې
ــ عبدالغفار خان: زما ژوند او جدو جهد.
ــ میرغلام محمد غبار: افغا نستان در مسير تاريخ
ــ ډاکټر ویکتور ګریکوویچ کارګون: افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي

نېټه: ۲۸/۵/۱۳۹۸، ل، ل

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران