سیاست ګټه وټه

که په یوه اداره کې د عامه اړیکو او مفاهمې مسؤل شوۍ، دا دندې به لرئ

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: لن لېنټن
ژباړه: غازي عابد

د اړیکو یا مفاهمې مسوول د یوې ادارې یا کمپنۍ د مختلفو لورو سره د افهام او تفهیم جوړولو مسوول دی، لکه له له پيریدونکو، خبریالانو، پانګه اچوونکو، ډونرانو، تولیدونکو او په ټولنه کې له ټولنې او خلکو سره د اړیکو جوړول…

همداراز د کارکوونکو او مدیرانو لپاره د افهام و تفهیم په برخه کې مشاوریت هم کوي او تر څنګ باید لیکلي او غږیزې خبرتیاوې تولید کړي، تر څو د تفاهم او اړیکو لپاره یو پراخه فضا رامنځته شي. په ښې مفاهمې او سالمو اړیکو جوړولو سره یوه اداره یا سازمان په ښه ډول له خپلو مخاطبانو سره مخکې تللی شي او بلاخره د کمپنۍ یا ادارې د شهرت لامل ګرځي.

د مارکیټ څیړنه
په ښه افهام و تفهیم او اړیکو لرلو سره کولی شو چې د خپلو مخاطبینو په اړه لا ډیر پوه شو او د هغوی په خوښه مخته لاړ شو. ځکه له هغو سره د اړیکو پر اساس یې نظرونه اخلو او بیا ترې استفاده کوو.

د عامه اړیکو مسوول کولی شي چې نوي فرصتونه، د ټولنیزې میډیا بیلابیلې خواوې، د تولید او خدماتو نورې سیالې خواوې او مطبوعاتي فعالیتونه مدیریت کړي، څو اداره ترې ګټه واخیستلی شي.

له رسنیو سره اړیکې
کمونیکیشن افیسر د خپلې کمپنۍ یا ادارې او تولید یا خدماتو په اړه معلومات رسنیز کوي. د ادارې د فعالیتونو، تولید و خدماتو او پرمختګونو په اړه مطبوعاتي اعلامیې هم لیکي. په کمپنۍ کې د بیلابیلو بدلونونو لکه د نویو لوړپوړو کسانو ټاکنه، د وروستي مالیي وضعیت، د پانګه اچوونې لوی پروګرامونو او نورو مهمو پيښو لکه تاوانونو او لاسته راوړنو په اړه راپورنه او خبرونه لیکي. همداراز د مفاهمې مسوول به خبري کنفرانسونه جوړوي، څو د خپلو څیړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات رسنیز کړي.

نورې  دندې
د کمونیکیشن افیسر یوه مهمه دنده د مارکیټ لپاره لیکنیز مواد برابرول دي. باید د ادارې او تولیداتو په اړه د خرڅلاو بروشرې، سهم لرونکو لپاره د راپورونو لیکل او لیږل، خبرپاڼې او د پيریدونکو یا مخاطبینو لپاره د مجلو برابرول یې مسوولیت دی.

د پلور د ډیرولو لپاره لارښوونکې لیکنې، د سایت، ویډیو او پریزینټشنونو لپاره د متن او عنوانو لیکل هم یې دنده ده.

په ټوله کې به له ټولو، ډیزاینرانو، ویب سایټ منیجرانو، همکارانو او مدیرانو سره له نیږدې کار کوي، همداراز له ادارې بهر چارو د سمبالښت دنده به هم په غاړه ولري.

کله چې کوم ریسرچ ترسره کیږي، د اړیکو او کمونیکیش یا افهام تفهیم مسوول باید په دې بیا کتنه وکړي، څو مثبت او منفي ټکي دواړه یې پر ګوته کړي او د نیمګړتیاو مخه ونیسي.

همداراز شاید د لوړو پوړو چارواکو او مسوولینو لپاره په یو شمیر مهمو مسایلو خبري مرکې هم برابرې کړي. همداراز د هماغه اړوند کس لپاره به هم د پریزینټیشن او لیکلې خبرې د وینا لپاره برابروي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد