افغانستان سرسکالو سیاست

د الله ګل مجاهد ناویلې؛ وایي عبدالحق څلورلاري نه اخوا د ده سبز ځمکې مې خپلې دي

لیکنه: بشر درویش

د ولسي جرګې مشهور غړی الله ګل مجاهد، چې ځینې یې له نوم سره د زورواکۍ او ځمکو غصب تورونه تړي، د کابل له عبدالحق څلورلاري اخوا ځمکې د ده سبز ولسوالۍ اړوندې او ځان د دغې ولسوالۍ د مخور په حیث د ټولو دې ځمکو مالک ګڼي.

ښاغلي مجاهد دا څرګندونې د یک تلویزون په کاکتوس نومې خپرونه کې کړي.

په دغه مرکه کې د هغه د ژوند ډېرې نورې ناویلې هم بحث شوي، چې یاران وېب پاڼه یې دلته مهم ټکي له خپلو لوستونکو سره شریکوي.

مجاهد څوک دی؟

الله ګل مجاهد ۵۶ کاله وړاندې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې زیږیدلی او په وینا یې تر دولسمه یې پخپله سیمه کې د روسي ځواکونو تر یرغل مخکې زده کړې کړي.

دی وروسته په تانده ځوانۍ کې د مجاهدینو د لیکو ملګری شوی او په خبره یې د ډاکټر نجیب د حکومت تر سقوطه د روسانو او ملاتړي حکومت خلاف یې جنګیدلی.

الله ګل مجاهد هم د ولسي جرګې په تېره دوره کې د کابل د خلکو استازی و او هم یې په نوې دوره کې د وکالت څوکۍ ګټلې ده.

هغه یوه مېرمنه، دوه لوڼې، څلور زامن او لویه کورنۍ لري، چې په خبره یې له وریرونو او وروڼو سره ګډ ژوند پکې کوي او شمېر یې تر ۶۵ تنو رسیږي.

د الله ګل یو زوی رحیم الله مجاهد د کابل د ولایتي شورا ریس دی.

د ده په خبره یو شمېر نور زامن یې هم د سیاستوال کیدو مینه وال دي.

مجاهد له مجاهدینو تر طالبانو

الله ګل مجاهد په دې اړه، چې د کوم جهادي تنظیم اړوند و، څه نه وایي خو ویل کیږي چې هغه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند قومندان و.

دی وایي په کابل کې د مجاهدینو له واکمنیدو سره یې په تنظیمي جګړو کې د ګډون پرځای په ننګرهار کې ژوند غوره کړی و.

هغه زیاتوي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره په کابل کې طالبانو ورسره نښتې وکړې، خو آخر ورسره ناستې ته مجبوره شول، چې بیا سره یو لاس شول.

د ولسي جرګې دا وکیل وسله وال طالبان په ښه نوم یادوي او وایي یو ځل یې د هغوی له مشر ملامحمد عمر سره ( چې دی یې هم امیرالمومنین ګڼي) لیدلي او هغه ښه دوستانه رویه ورسره کړې ده.

دی د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د سولې په روانو هڅو کې کینول شي، د طالبانو که افغان سیاستوالو خوابه ونیسي، وویل: زه د افغانانو خوا نیسم، دواړه لوري افغانان دي.

مجاهد او امریکایي ځواکونه

الله ګل مجاهد وایي د طالبانو د واکمنۍ ترسقوط وروسته له دې کبله، چې هغوی سره یې اړیکې ښې وې، ډېر ډاډه کابل ته نه راته.

د ده په وینا یو ځل امریکايي ځواکونو یې کور محاصره او دی له ځان سره بوته.

مجاهد زیاتوي، چې امریکایي ځواکونو ګوانټانامو یا بګرام زندان ته د ده وړل غوښتل، خو د ده سبز د خلکو لاریونونو او د کابل ـ جلال اباد لارې بندولو هغوی د ده خوشې کولو ته اړ ویست.

مجاهد اوس هم امریکایي ځواکونه ښه نه یادوي او وایي د نیول کیدو پر وخت یې هم ورته ویلي، چې دوی ښه خلک نه دي.

د ځمکو غصب او مجاهد

الله ګل مجاهد تورن دی، چې د کابل ولایت؛ په خاص ډول په ده سبز ولسوالۍ کې د نوي کابل ښار د پروژې زرګونه جریبه ځمکه یې غصب کړې او پلورلې ده.

خو دی په دې اړه د مشخص ځواب ویلو پرځای وایي، چې دی د ده سبز د خلکو مشر دی او له عبدالحق څلور لاري اخوا د کابل په ختیځ کې ټولې ځمکې ځکه خپل ملکیت ګڼي، چې د دوی د ولسوالۍ د خلکو دي.

مجاهد هغه تورونه، چې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي پر وخت د کابل د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو خلاف د مبارزې مشر جنرال ظاهر پر نوموړي لګولي وو، ردوي او سیاسي دسیسه یې ګڼي.

د ده په وینا ظاهر او د هغه وخت امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي غوښتل، چې د کابل د نورو سیمو په شان د دوی په ولسوالۍ کې هم ځمکې غصب او وپلوري، خو ده یې ممانعت وکړ.

د مجاهد شتمنۍ

الله ګل مجاهد وایي مخکې ده خپله او اوس یې کورنۍ له بهرنیو هېوادونو څخه سوداګري کوي.

د ده په خبره د شتمنۍ حساب یې نه دی ورمعلوم، خو پریمانه دي.

دی ادعا لري، چې یوازې تېرکال د زکات پر وخت یې کورنۍ ۲۸ لکه افغانۍ زکات وېشلی.

په وسلو سپارلو پښېمانه سړی

الله ګل مجاهد وایي د کرزي په وخت کې د بې وسلې کولو پروګرام(ډایاک) ته د خپلو وسلو په سپارلو پښېمانه دی.

د ده په خبره اوس هم تر ۴۰ ـ ۵۰ میلو پورې وسلې لري.

هغه څه، چې د ده مخالفین یې نه مني او د څو چنده زیاتوالي ادعا یې کوي.

مجاهد او عکسونه

په یاده مرکه کې ځينې عکسونه الله ګل مجاهد ته وښودل شول، چې خپل نظر پرې څرګند کړي.

ده د پارلمان د عکس په لیدو دغه ځای د ملت کور وباله او د ستونزو پړه یې پر ملت واچوله، چې په وینا یې ناسم استازي یې هم د پیسو په بدل کې ټاکلي.

د جنرال دوستم په اړه یې وویل، چې ښه سړی دی، یو ځل یې ورسره لیدلي خو د کیڼ اړخۍ له کبله ورسره هم نظره نه دی.

د حنیف اتمر په اړه یې وویل، چې ښه سړی او سیاستوال دی او روښانه راتلونکی لري.

د ډاکټر نجیب په اړه یې کومه خاصه تبصره ونه کړه او ویې ویل، زه یې پرضد جنګیدلی یم، هغه اوس مړ دی او اخلاقاً مړو پسې بد ویل یې نه خوښیږي.

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه الله ګل مجاهد ومنله، چې بیا به ډاکټر عبدالله ته رایه ورکوي، ځکه په وینا یې مجاهد سړی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي