سپورټ فوټبال

الجزایر د افریقا د ملتونو جام اتلولي خپله کړه

اعلان

راپور: صابر حمیدي

د ۲۴ افریقايي هیوادونو ترمنځ د تیري جون میاشتي په ۲۱مه نېټه د افریقا د متلونو جام سیالۍ پيل سوي وې، چي پرون جمعه د الجزایر فوټبال ملي لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پاي ته ورسېدې.

د الجزایر سره د یادو سیالیو پایلوبي ته سنګال لاره پيداکړې وه، چي الجزایر یادي لوبډلي ته ۱ ګول پر صفر ماته ورکړه او لومړی مقام ئې خپل کړ.

په یاده پایلوبه کي د الجزایر لپاره یوازینی ګول بغداد بونجاح د لوبي په ۲مه دقیقه کي ترسره کړ.

الجزایر ـ نایجریا ته، خو سنګال بیا تونس ته په نیمه پایلوبه کي ماته ورکړې وه.

merlin_157961469_2940bffb-97f2-4504-845b-1ae9c25d3710-articleLarge.jpg

الجزایر په دې ټورنمنټ کي ۷ لوبي ترسره کړې، چي ټولي ئې وګټلې.

ددې سیالیو غوره لوبغاړی او غوره ګول ساتونکی د الجزایر څخه اسماعیل بیناکر او غوره ګول ساتونکی بیا ریس مبولهي وټاکل سو.

په دې سره الجزایر وتوانېد، چي د دوهم ځل لپاره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي. دې لوبډلي ۲۹ کال مخکي په ۱۹۹۰م کال کي د لومړي ځل لپاره لومړی مقام خپل کړی وو.

په دې سیالیو کي دریم مقام نایجریا او څلورم مقام بیا تونس هیواد خپل کړ.

د افریقا د ملتونو ترمنځ د فوټبال دا سیالۍ ۶۲کلنه مخینه لري، چي مصر ۷ ځلي، کېمرون ۵ ځلي، ګانا څلور ځلي او نایجریا بیا پکښي ۳ ځلي لومړي مقامونه خپل کړي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې