سپورټ مخکښان نړیوال کرکټ

د بزګر د لور خاوند له لوبو سره مخه ښه کوي

لیکنه: ياران

د کوک له استعفا سره د انګلستان توپ وهنه ننګول کېږي.

د انګلستان د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو پخواني لوبډلمشر او د ټېسټ لوبو پیلوونکي لوبغاړي الېسټېرکوک له لوبو سره مخه ښه وکړه.

نوموړی د هندوستان خلاف وروستی ټېسټ لوبوي او له هغې وروسته نور د انګلستان لپاره په ټېسټ لوبوکې نه لوبېږي.

د کوک پوره یا بشپړ نوم الېسټېر نتن کوک دی، په ۱۹۸۴ م کال کې د ډېسمبر په ۲۵ مه نېټه د انګلستان په ګلوسېسټرشایرسیمه کې زېږیدلی او اوس یې عمر ۳۳ کاله دی.

۱۸۸ سانتي متره یې قد دی، په کیڼ لاس توپ وهنه کوي، په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې د انګلستانۍ لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی دی.

د الیسټر روانه وروستۍ لوبه؛

الېسټېر کوک ۱۶۱ ټېسټ لوبې کړي، چې وروستۍ لوبه یې د دوشنبې په ورځ د هندوستان خلاف د سپټمبر په لسمه نېټه ده، نوموړي په ۱۶۱ ټېسټ لوبوکې ۱۲ زره او ۳۷۱ منډې کړي، ۲۹۴ یې په یوه پاڼۍ کې زیاتې منډې دي، ۳۲ سلیزې او ۵۷ پنځوسیزې لري او پنځه ځلې یې په ټېست لوبو کې ۲۰۰ منډې ترسره کړي.

کوک ۹۲ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۳۲۰۴ منډې یې پکې جوړې کړي ، ۱۳۷ یې لوړې منډې دي، پنځه سلیزې او ۱۹ پنځوسیزې یې په یو ورځنیو لوبوکې وهلي.

نوموړي د الایس په نوم یوې انجلۍ سره واده کړی، چې د بزګر یا دهقان لور ده او کوک ویلي، چې له لوبې خوشې کولو وروسته به کرونده کې کار کوي او دوه لورګانې لري. نوموړي له خپلې کلیوالې ښځې سره له ماشومتوبه پېژندل او په ۲۰۱۱ م کال کې یې واده وکړ.

کوک لومړۍ ټېسټ لوبه په ۲۰۰۶ کال کې د هندوستان خلاف وکړه او لومړۍ یو ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۰۶ م کال کې د سریلانکا خلاف پیل کړې ده.

د الېسټېر کلنی معاش په ۲۰۱۷ م کال کې د کرکټ له طریقه ۱،۷ ملیونه یورو و.

نن سه شنبه ورځې د سیپټمبر یوولسمه الیسټر کوک لپاره اخري ورځ ده، ځکه اوس د انګلستان او هند ټیسټ لوبې وروستۍ ورځ روانه ده چې نن پای ته رسیږي او د الیستر کوک به هم په کرکټ کې همدا وروستۍ ورځ وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران