کلتور او هنر

عالیه بهټ، خپل پلار سره په یوه فلم کې له کار کولو څخه وېره لري

د هندۍ سېنما ځوانه تکړه فلم ستورې عالیه بهټ وایي، په خپل راتلوونکي فلم کې د خپل پلار یوځای د کارکولو څخه وېره لري.

اټکل دی چې عالیه به په فلم (سړک۲) کې د خپل پلار مهیش بهټ سره یوځای په یوه فلم کې کار وکړي.

عالیه بهټ د ګوتو په شمار د مشهور فلم ستورو څخه ده چې په لنډ وخت کې یې زیات شهرت موندلی او زیات مینوال یې ځانته پيدا کړي دي، د فلم د کتوونکو په نظر یو لامل دا هم دی چې عالیه بهټ د فلمونو غوره انتخاب لري.

هندۍ رسنۍ وایي، د سکرپت او ښې کیسې د غوره انتخاب تر څنګ بیا هم عالیه بهټ د خپل پلار مهیش بهټ سره یوځای له کار کولو وېره لري.

په یوه مرکه کې عالیې ویلي دي، د خپل پلار سره هره ورځ مخ کیږي او ګوري خو د دې باوجود بیا هم په فلم(سړک۲) کې د هغه سره د کار د پيل وړاندې په وېره کې ده او تشویش لري چې څه ډول به یې پای ته رسوي.

ځوانه فلم ستورې عالیه بهټ وایي، د موسیقۍ په تړاؤ زیاته نه پوهیږي او ډېرې خبرې پرې نه کوي او ترې لرې پاتې شوې په داسې حال کې چې پلار یې د موسیقۍ او نورو کارونو په باره کې ډېر جدې دی او همدا لامل دی چې ورسره د یوځای کار کولو څخه وېره لري.

د یادولو ده چې عالیه بهټ به په ۲۰۱۹ کال کې په دریو فلمونو کې راښکاره شي چې په کې ګلي بوائي، کلنګ او براهمسترا ده.

د دې سربېره به نوموړې فلم اداکاره په فلم سړک۲ کې هم د فلم مرکزي رول په غاړه ولري.

اټکل دا دی چې دغه فلم به په ۲۰۲۰ مېلادي کال کې ریلیز شي، د فلم د لارښود چارې د مهیش بهټ پر غاړه دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی