کلتور او هنر

رشي کپور وايي؛ که رنبیر کپور د عالیې بهټ سره واده کوي اعتراض نلري

د هندۍ سینما وتلی پخوانی فلمي ستوری او رنبیر کپور پلار وایي که يې زوی په خپله خوښه د عالیه بهټ سره واده کوي، دی هېڅ مشکل نه لري او زوی یې حق لري چې په خپله خوښه واده وکړي.

په بالیووډ کې په دې وروستیو کې د ودونو خبرونه زیات لیدل کیږي او اوریدل کیږي.

په دغه سینما کې د هندي فلمي لوبغاړو فلمونو لړۍ وروسته له هغې زور واخیسته چې د هندۍ کرکټ لوبډلې لوبغاړي ویراټ کوهلي او بالیووډ د فلمونو تکړه ستورې انوشکا شرما واده وکړ.

وروسته له هغې د دېرو فلمي ستورو د ودونو په تړاوو رپوټونه ورکول کیږي چې ځينې یې اوازې بلل کیږي او ځينې تر انوشکا او ویراټ کوهلي وروسته سره خپلو مینو ته ورسېدل، چې بېلګه یې د اننداهوجا او سونم کپور او نیها دهوپیا او انګد بیدي او یو شمېر نورو ودونه یادولی شو.

په دې وروستیو کې په هندۍ سینما کې او د فلمونو مینوالو تر منځ د عالیه بهټ او رنبیر کپور د واده او مینې په تړاوو ګرمې خبرې کیږي، چې په تړاوو فلمي ستوري او خپله دغه جوړه بېلا بیل نظرونه لري.

څو روځې وړاندې رنبیر کپور ویلي وه چې عالیه بهټ یوه ښکلي او ښه نجلۍ ده، خو اوس لپاره د واده کولو کوم نیت نه لري.

تازه اوس د رنبیر کپور پلار او هندۍ سینما پخوانی فلمي ستوری رشي کپور وایي که زوي د عالیه بهټ سره واده کوي هېڅ کوم مشکل نه لري.

دی وایي زوی یې حق لري چې په خپله خوښه واده وکړي او دا د هغه ژوند او په خبره یې دی ورسره هېڅ کار نه لري.

رشي کپور دغه خبرې د یوه هندوستاني ویب پاڼې سره په مرکه کې کړي دي، نوموړي د عالیه او رنبیر کپور د واده او مینې د اوازو په تړاوو پوښتل شوې پوښتنې په ځواب کې ویلی، د رنبیر کپور او عالیه په واده هيڅ اعتراض نه لري، دا د رنبیر ژوند هر چا سره چې وغواړي واده دې وکړي.

نوموړي د عالیه بهټ توصیف کړی او خپله هېله مندې یې ورته اظهار کړې ده او ویلي دي چې د رنبیر، مېرمنې نېتو یې درې واړو عالیه بهټ زیاته خوښیږي.

وایې د زوی په ژوند کې هیڅ کار نه لري ځکه خپله او دوو ترونو شمي او ششي کپور هم په خپله خوښه ودونو کړي دي، خو وایي خوشحالیږي چې زوی یې واده وکړي نو دی به هم د خپرو لمسیانو سره په خوشحالۍ ساعت تېروي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی