کلتور او هنر

عالیه بهټ ټپې شوې !

د هندوستانۍ سېنما ځوانه مشهوره ستورې عالیه بهټ د یوه فلم د ډکولو پر مهال غورځېدلې ده او زخمي شوې ده.

رسنۍ وایي، ځوانه فلم ستورې د یوه اکشن، میني او محبت څخه په ډک فلم (برهما سترا) په ډکولو بوخته ده. دا دویم ځل دی چې د فلم د شوټینک پر مهال ټپي کیږي خو په لومړي ځل زخمي کېدو سره یې د ډاکټرانو د مشورو برخلاف فلم ډکولو ته دوام ورکړ.

د رپوټ له مخې دا ځل یې ټپونه سخت دي، نو ځکه یې د فلم د شوټینګ چارې په ټپه ودریدلي.

د یوه هندوستاني ویب سایټ دکن کرونیکل د رپوټ له مخې د دغه فلم شوټینک په ممبيي کې روان او په جریان کې یې عالیه بهټ د یوې جنګې صحنې د ډکولو پر مهال ټپي شوې ده.

عالیه بهټ دا مهال چې په رسۍ تړل شوې وه او د یوې جنګې صحنې تصویر ترې اخیستل کېده، توازون یې ونشو ساتلی، له رسۍ خوشې شوې، او څنګلې یې سخت درد لېدلی.

عالیه بهټ تر دې وړاندې هم په همدغه فلم کې ټپي شوې وه، خو ټپ یې دومره ژور نه وه دا ځل یې سخت ټپونه لیدلي، خو بیا هم دغې فلم ستورې تاکید کړی چې د فلم ډکولو ته دوام ورکوي.

د فلم په ډله کې ور سره د بالیوډ وتلی فلم ستوری امیتابهـ بچن هم شته دی.

په فلم (برهما سترا) کې به عالیه د لومړي ځل لپاره د بالیوډ فلم ستوري رنبیر کپور سره د سکرین په پرده راښکاره شي سره له دې چې د دواړو د یاراني زیاتې کیسې د خلکو په خولو دي او کله کله یې د جدایې کیسې هم کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی