سینما او موسیقي

عالیه بهټ او سلمان خان د لومړي ځل لپاره په یوه فلم کې

د هندي سینما مشهور فلم ستوری سلمان خان د دغې سینما د ځوانې او ښکلې فلم لوبغاړې عالیه بهټ سره په یوه فلم کې راښکاره کیږي.

اردو نیوز خبري ویبپآڼه وایي چې سلمان خان په راتلونکي کې د دغې ځوانې فلم ستورې سره په یوه فلم کې راښکاره شي.

دبنګ خان یعنې سلمان خان که څه په بالیوډ کې اوږده سابقه لري او په ډېرو فلمونو کې کار کړی خو بل لورته هيروینه بهټ په فلمونو کې ډېره سابقه نه لري، اما په لږه موده کې خپل هنر خپل مینوالو ته په بریالي ډول سره ورساوه.

عالیه بهټ د نوموتي فلم لارښود او فلم جوړونکي مهیش بهټ لور ده چې خپل فلمي ژوند یې له اسټوډنټ اف دې ایئر څخه پیل کړ.

اوس رسنۍ وایي، چې نوموړې فلم ستورې به په یوه فلم کې د مشهور فلم لوبغاړي سلمان خان سره راښکاره شي.

دا به لومړی ځل وي چې سلمان خان او عالیه بهټ په یوه فلم کې سره جوړه کار کوي.

د معلوماتو له مخې دغه فلم چې دوی دواړه به په کې جوړه کار وکړي د هندي سینما د مشهور فلم جوړونکي سنجي لیلا بهنسالي فلم دی.

سنجي لیلا په بالیوډ سینما کې او د مینوالو تر منځ په فلمونو کې په څه نوښت کولو مشهور دی ځکه هڅه کوي چې څه نا څه نوي د خپلو خلکو لپاره ولري.
چې دا ځل یې د عالیه بهټ او سلمان خان یوځای لوبولو پرېکړه نوې ده.

د یادولو ده چې سلمان خان شاوخوا لس کاله وروسته د دغه مشهور فلم جوړونکي لیلا بهنسالي په فلم کې کار کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی