سینما او موسیقي

ولې له عالیه بهټ، د رنبیر کپور په شتون ډیالوګونه هیریږي؟

د بالیوډ سینما ځوان او ښکلي ممثېله عالیه بهټ وایي چې د فلمي اتل رنبیر کپور سره د شوټینګ کولو پرمهال یې فلمي خبري یا ډايالوګونه له یاده وځي او خپلې ورکړل شوې برخې په سمه توګه نه شي اجراء کولی.

رنبیر کپور او عالیه بهټ دواړه د هندي سینما ځوان ستوري دي او د فلم د ښې جوړې تر څنګ د یوه بل عاشقان یا مینان هم دي.

ډېر کله د دغه دواړو نومونه د رسنیو د خبرونو سرټکي هم وي او د میني او محبت کیسې یې ډېر د خلکو په خولو وي.

دوی تازه په یوه فلم کې سره یوځای کار کوي چې د همدغه فلم د ډکولو پر مهال عالیه په یوه مرکه کې ویلي، د رنبیر کپور پر وړاندې یې خپل ډیالوګونه له یاده وځي.

دا چې ولې؟ عالیه بهټ یې په تړاؤ وایلي، کپور د ښو او تکړه اداکارانو له جملې یو دی چې نه یوازې دا بلکې په حقیقت کې یې د یوه ممثیل په ډول ډېرې نجونې او نور ډېر خلک خوښوي.

دغه ځوانې اداکارې زیاته کړې؛ په نور وختونو کې یې خپلې فلمي خبرې ډېرې ښې یادې وي او د کوم سین او عکس بندۍ پر مهال نه غلطیږي او نه هم بندیږي، خو په خبره یې کله چې د رنبیر کپور سره یوځای کوم سین د ډکولو وخت نو ژبه یې بندیږي او هغه وخت خپل ټول ډیالوګونه هم له یاده باسي.

جیو نیوز د اداکارې بهټ له خولې لیکلي، چې رنبیر یو له هغه فلم لوبغاړو دی چې په ډېرې اسانۍ سره احساسات او تاثرات اغیزمنولی شي. همدا لامل دی چې د دې نظر پر رنبیر کپور پرېوځي او په خبره یې کله چې یې سترګو ته ځیر شي نو په سترګو کې یې ورته ساده ګي ښکاري او دغه عمل په جریان کې خپل برخه اداکاري ترې له یاده وځي.

د یادولو ده چې د ایان مکهرجي په لارښونه جوړېدونکي فلم (براهمسترا) کې رنبیر کپور او عالیه بهټ یوځای مرکزي رول لوبوي، داسې ویل کیږي چې دغه فلم به راتلونکي کرسمس پر مهال ریلیز شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی