سینما او موسیقي

علي عباس ظفر، له کنګنا رناوټ سره په یوه فلم کې کار نه کوي

د هندي سینما مشهور فلم ستوري علي عباس ظفر په ښکاره ډول د کنګنا رناوټ سره په یو ځای فلم کې کار کولو څخه انکار کړی دی.

د هندي رسنیو د رپوټ له مخې روان کال د سلمان خان خپرېدونکي فلم (بهارت) په اعلاناتو جریان کې د دغه فلم لارښود علي عباس ظفر او د بالیوډ ښکلې اداکارې کټرینا کیف په یوه ټلویزیونې پروګرام کې برخه اخیستې وه او هلته د دواړو څخه جلا جلا پوښتنې وشوې او دوی هم ورته حیرانوونکې ځوابونه ویلي.

خو د کوربه یوې پوښتنې ته ځواب ټول حیران کړل چې خپله کوربه یې هم سوچ کولو ته اړ کړ.

د خپرونې پرمهال کله چې د بالیوډ د دغه مشهور فلم لارښود نه پوښتنه وشوه چې هغه کوم فلم لوبغاړی دی چې دی نه غواړي ورسره په یوه فلم کې کار وکړي؟

په لومړیو کې علي عباس په خندونکې لهجه د هالیووډ د یوې اداکارې جنیفر لارنس نوم واخیسته خو کله چې د خپرونې کوربه په خپله دې خبره چې په بالیوډ کې کومه اداکاره ده نو نوموړي سمدلاسه د بالیوډ د جنجالي اداکارې کنګنا رناوټ نوم واخیسته.

د خپروني چلوونکي په حرانتیا د علی عباس دغه ځواب په مقابل کې بله پوښتنه دا وکړه چې ولې نه غواړي؟ خو کټرینا کیف یې په خبرو کې مداخله وکړه او ځواب یې نیمګړی پاتې شو.

د یادولو ده چې د علي عباس ظفر په لارښوونه جوړيدونکي فلم (بهارت) کې سلمان خان سره کاناډایي ممثیله نورا فتیحي او کټرینا کیف مهم رول لوبولی د دوی تر څنګ ډيشا پټاني، تبو، سونیل ګروور هم د دغه فلم برخې دي.

فلم به روان ۲۰۱۹ کال کې د اختر د خوښیو پر مهال د سینما پر پرده نندارې ته وړاندې شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی