کلتور او هنر

عالیه بیا رنبیر ته د مینې اظهار تازه کړ؛ وايي له ۱۱کلنۍ پرې میینه ده

د هندۍ سېنما ځوانې او ښکلې فلم ستورې عالیه بهټ د خپلې مینې او مئین په تړاؤ خبرې کړي دي.

نوموړې لا په خپله پخوانۍ مینه ټينګار کړی او ویلي دي چې له ماشومتوبه یې خپل دغه میین خوښېده.

عالیه بهټ د هندۍ سېنما ځوانه ستورې ده چې د فلم سټوډنټ اف دي ائیر وروسته یې خپل فلمي ژوند په کامیابۍ سره پيل کړ خو په ډېر کم وخت کې ځان د شهرت تر پوړیو ورساوه.

د نوموړې د فلمي کرئیر څخه ډېر وخت نه تېرېده چې د مینې کیسې یې د رسنیو سر ټکي شول.

عالیه نه یوازې دا چې د فلم یوه تکړه ستورې بلکې سندرې هم ورسره وایي، دا په خپله په یوه فلمي کورنۍ کې پيدا شوې او پلار یې مهیش بهټ هم مشهور فلم جوړونکی دی.

د نوموړې د مینې کیسه له پيله د ښکلي اداکار رنبیر کپور سره روانه ده او دې تازه په دې تړاؤ خبرې کړي دي.

عالیې ویلي چې د عمر له ۱۱ کلنۍ راهیسې د رنیپیر کپور سره مینه لري.

په یوه خپره شوې مرکه کې عالیه بهټ هغه وخت دا خبره کړې چې ترې وپوښتل شوه چې د فلم په نړۍ کې یې تر ټولو لومړی څوک په نظر ښه ورغی او خوښ یې شو؟
په ځواب کې یې د خپل اوسني عاشق رنبیر کپور نوم اخیستی او ویلي یې دي چې ۱۱ کلنۍ راهیسې یې خوښیږي.

دې زیاته کړه، کله چې د عمر په ۱۱ کلنۍ کې د اول ځل لپاره په فلم (بلیک) کې داخله اخیسته نو د اول وار لپاره یې هلته خپل اوسنی ملګری رنبیر کپور ولیده او له هماغه وخت یې خوښېده.

د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم عالیه بهټ څو ځلي رنبیر کپور ته د مینې اظهار کړی او هغه هم ورته مقابل کې د مینې ځواب په مینه ورکړی.

ویل کیږي دغه ښکلې جوړه به سږ کال خپله د یارانې اړیکه په واده بدله کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی