سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

الېکس هېلس یو ځل پاکستاني بالران هم راګیر کړي ول

د انګلستان اوپنر او پیلوونکی توپ وهونکی کله، کله داسې توپ وهنه کوي، چې توپ اچوونکي تر پوزې راولي او بیا د ځان خلاصولو مجال پکې نه وي پاتې.

الېکس هېلس د ۲۰۱۴ م کال په شل اوریز جام کې د سهیلي افریقا د ۲۳۶ منډو هدف پر وړاندې لکه دېوال ودرېد او بالاخره لوبډله یې په خپله بې رحمه توپ وهنه هدف ته ورسوله.

له هغه سره بل اوپنر او سټایلش انګلستانی توپ وهونکی جېسن رای هم پیل ته راغلی و، دواړو دومره بونډریانې ولوبولې، چې بالران یې حېران او ډګر ساتونکي یې عاجزکړل.

له دې وروسته د انګلستان په غوره لیګ سیالیو یا بلاسټ لیګ کې یې دناټس اوټ لاس لوبډلې په ګټه او د برمېنګم لوبډلې په خلاف داسې توپ وهنه وکړه، چې بالران یې هک حېران کړل.

نوموړي په یو اور کې د ایرلېنډ په بالر رېنکېن باندې د اور وروستي درې توپونه شپږیزه کړل او د شپږیزو هېټرېک یې وکړ.

له دې وروسته یې د برمېنګم لوبډلې نور بالران د خپلې توپاني توپ وهنې ښکارکړل، چې پکې یې د شپږیزو باران وکړ.

نوموړي په دغې لوبه کې ۸۶ ناسوځېدلې منډې کړې وې او خپله لوبډله یې په ۸ وېکټو بریا ته ورسوله.

په ۲۰۱۶ م کال کې الېکس هیلس پاکستاني توپ اچوونکي په یو ورځنۍ لوبه کې تر بېټ لاندې راوستل او په ۱۲۱ توپونویې پرې ۱۷۱ منډې وکړې، چې د انګلستان په توپ وهونکو کې دا تر ټولو زیاتې منډې وې.

دا لیکنه مې د دې لپاره وکړه، چې محمدنبي عیسی خېل هم په یوه مهمه لوبه کې د عربو په سوداګریزو لوبو ټي ټېن لیګ کې د الېکس تر بېټ لاندې راغی.
نو محمدنبي عیسی خېل او د هغه پلویان دې نه خفه کېږي، الېکس هېلس د نړۍ هغه بالران ټکولي، چې له ډېرو کلونو راهیسې په خورا خطرناکو لوبډلو کې نوم لري؛ خو الېکس هیلس ټکولي او حېران کړي یې دي.

محمد نبي د الېکس هېلس پر وړاندې:
الېکس هېلس د مرتا عربینز لوبډلې لپاره په ټي ټېن لیګ کې اوپننګ کوي او محمدنبي عیسی خېل بیا د افغان لوبډلې ستوری او د نړۍ په کچه مشهور الراونډر دی.

محمدنبي په ټي ټېن لیګ کې سږ کال د بنګال ټایګرز لوبډلې په ګټه ولوبېد، نوموړي په مهمه لوبه کې په ۱۶ توپونو د عربینز لوبډلې خلاف ۴۶ منډې وکړې او د لوبډلې هدف یې تر ۱۳۶ منډو پورې ورساوه.

د مرتا لوبډلې له خوا د ۱۳۶ منډو هدف د پوره کولو لپاره حضرت الله ځاځی او الېکس هېلس راښکته شول.

ځاځي ۹ منډې جوړې کړې او بیا کېچ شو، ورپسې نجیب الله ځدران راغی هغه په صفر بولډ اوټ شو.
خو الېکس هېلس خپلې بې رحمه توپ وهنې ته دوام ورکړ.

د محمدنبي د ټکولو اور:
محمدنبي عیسی خېل د بنګال لوبډلې لوبډلمشر سام بېلېنګز له خوا د لوبې شپږم اور ته راوغوښتل شو.

د نوموړي په لومړي توپ الېکس هېلس څلوریزه ووهله، دوهم توپ شپږیزه شوه، دریم توپ شپږیزه شوه، څلورم توپ یو ځل بیا څلوریزه شوه او پنځم او شپږم توپونه شپږیزې شوې.

په دې ډول محمدنبي نه یو اور کې د څلورو شپږیزو او دوه څلوریزو له امله ۳۲ منډې راغلې. الېکس هېلس لا هم کریز کې ولاړ و او توپ وهنه یې روانه وه.

نهم اور لپاره یو ځل بیا محمدنبي راغی او په لومړي توپ براوو شپږیزه ورکړه او لوبه یې وګټله.

په دې ډول بنګال لوبډله پایلوبې ته له تګ څخه پاتې شوه او مرتا لوبډله هم پایلوبې ته ونه رسېده.

نن ماښآم پاو باندې شپږ بجې د محمدنبي دوی او الېکس هېلس دوی لوبډلې په دریم مقام لوبه لري.

د الېکس هېلس توپ وهنه:
الېکس هیلس په ښي لاس توپ وهنه کوي او د انګلستان په لوبډله کې په یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو کې اوپنر توپ وهونکی دی.

نوموړی د نړۍ په لیګونوکې هم پیلوونکی توپ وهونکی دی او پیل ته راځي.

هغه داسې توپ وهونکی دی، چې په هر لوري شاټونه وهلی شي، سکویئر لیګ، لانګ ان، مېډ وېکټ، لانګ اف، ډيپ ایکسټرا کور، کور، پواینټ او نور توپونه لوبولی شي. نوموړی په ډېرې اسانۍ سره شپږیزه وهي.

د الېکس هېلس لوبې او ژوند:
د الېکس هېلس پوره نوم الېکساندر ډانیئل هېلس دی، په ۱۹۸۹ م کال د جنوري په ۳ مه نېټه د انګلستان په هېلېنګډن سیمه کې د مېډلسېکس په ښارکې زېږېدلی دی. ۲۹ کاله او ۳۳۳ ورځې عمر لري.
واده یې نه دی کړی او د ډاني ګېسبورن په نامه یوه ګرل فرېنډ یا ملګرې لري.

۲۰۱۱ م کال کې د انګلستان کرکټ لوبډلې ته راغلی دی، د شل اوریزه لوبو پیل یې د انګلستان لپاره په ۲۰۱۱ م کال کې د هندوستان خلاف کړی دی او دا لوبه یې په مانچېستر سیمه کې کړې ده.

په ۵۷ شل اوریزه لوبوکې یې ۱۶۰۵ منډې کړي دي او په یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۱۶ ناسوځېدلې دي.

د یو ورځنیو لوبو پیل یې په ۲۰۱۴ م کال کې د هندوستان خلاف کړی دی.

۶۷ یو ورځنیو لوبوکې یې ۲۳۱۴ منډې کړي دي او په یوه لوبه کې یې د پاکستان خلاف ۱۷۱ منډې لوړې منډې دي.

محمدنبي عیسی خېل:
محمدنبي عیسی خېل د افغان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی دی. هغه په ۱۹۸۵ م کال کې د جنوري په لومړۍ نېټه په لوګر ولایت کې زېږېدلی. الراونډر لوبغاړی دی.

محمدنبي عیسی خېل ۳۳ کاله عمر لري او واده یې کړی دی اولادونه هم لري. ۱۰۶ یو ورځنیو لوبوکې یې ۲۴۳۵ منډې کړي دي، یوه سلیزه او ۱۲ پنځوسیزې لري.

د یو ورځنیو لوبو پیل یې په ۲۰۰۹ م کال کې د سکاټلېنډ خلاف کړی دی. د شل اوریزو لوبو پیل یې په ۲۰۱۰ م کال کې د ایرلېنډ خلاف کړی دی او دا لوبه یې د سریلانکا په مرکز کولمبوکې کړې وه.

په ۶۵ شل اوریزه لوبوکې یې ۱۰۱۴ منډې کړي دي او لوړې منډې یې ۸۹ دي. په شل اوریزه لوبو کې یې ۲ نیمه سلیزې وهلي دي. او په شل اوریزه لوبو کې یې ۶۷ وېکټې اخېستي دي.

نو محمدنبي عیسی خېل د کرکټ په نړۍ کې تر الېکس هېلس ډېره تکړه او پیاوړی دی او د نړۍ په لیګونو کې محمدنبي عیسی خېل تر الیکس هېلس ښه اخېستل کېږي او لوبېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې