سپورټ نړیوال کرکټ

د ټیسټ کرکټ افسانوي لوبغاړي اَلیسټر کوک هم د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه 

 د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ لوبو افسانوي لوبغاړي آلیسټر نتن کوک اخیر هم د نړیوال کرکټ څخه لار جدا کړه.

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې دغه پخواني کپتان او اوسني لوبیدونکي لوبغاړي، چې په دې وروستیو کې د انګلستان لپاره د نړیوال ټیسټ کرکټ په زیاتو سیالیو کې د لوبیدو ریکارډ خپل کړ، د خپل ریټایر مینټ یا تقاعد په اړه یې خبر ورکړ.

 نوموړی، چې اوس مهال د هندوستان خلاف په انګلستان کې په ټیسټ لوبو کې بوخت دی، د څلورمې لوبې د ترسره کیدو وروسته یې دغه خبر واوراوه.

 کوک ویلي د هندوستان خلاف پنځمه او وروستۍ ټیسټ لوبه به د ده لپاره هم د نړیوال کرکټ وروستۍ لوبه شي او نور به په نړیوال کرکټ کې نه اوسي.

چپ لاسی توبپوهونکی آلیسټر کوک د انګلستان د کرکټ په تاریخ کې د یو کامیابه مخکښ منډو جوړنکو په سر کې ځای لري، چې تر دې مهاله یې په ۱۶۰ لوبو کې ۱۲۲۴۴ منډې جوړې کړې دي.

 همدا راز نوموړی د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې له هغه ریکارډ څخه هم مخکې شو، چې په ۱۵۳ زیاتو مسلسل لوبو کې په لوبیدو د آیلین بارډر په نوم و او په ۱۶۱ سیالیو کې به اوس دغه کارنامه د همده په نوم ثبت شي.

الیسټر نتن کوک د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ۱۶۰ ټیسټ سیالیو کې د لوبیدو وروسته په ۵ غبرګو سلیزو، ۳۲ سلیزو او ۵۶ نیمه سلیزو جوړلو سره بریالی شو او د یوې لوبې په یوه پاڼۍ کې د ۲۹۴ زیاتو منډو په جوړلو سره یې خپل یادګار پریښود.

انګلستاني الیسټر کوک په خپلو خبرو کې ویلي، له هغه یې ډیر څه ترلاسه کړه د کوم په اړه چې یې فکر او خیال درلود.

 دغه لوبغاړي د لمړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ م کال کې د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره ټیسټ کرکټ پیل کړی و او په ۲۰۱۸ م کال کې یې ورسره مخه ښه وکړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی