د هندي سینما د مشهور فلم بهول بهلیا بله برخه جوړیږي

د بالیوډ سینما د زیار کښ ستوري اکشي کمار د مشهور فلم بهول بهلیا د بلې برخې د جوړولو پرېکړه شوې ده.

د رپوټونو له مخې د فلم لارښود او د فلم د کیسې لیکوال وایي ژر به یې چارې پيل شي.

هندي رسني وايي، چې د دغه نوي فلم کیسه مشهور لیکوال فرهاد سمجي لیکلي او د خبر له مخې چې په خپله همدغه لیکوال به د فلم لارښود هم وي.

په رپوټ کې وړاندې راغلي چې د فلم بروډیوسر بهوشن کمار له ډېرې اوږدې مودې د دغه فلم د جوړولو هيله لرله او غوښتل چې د دغه فلم بله برخه جوړه کړي نو کله چې نوموړي لیکوال فرهاد سمجي ته په دې اړه وویل، نو ده هم ورسره د دغه فلم جوړېدو کې خپله دلچسپي وښوده او د بلې برخې د جوړولو پلان یې ونیوه.

د رپوټ له مخې د فلم پروډکشن د فلم لومړۍ چارې پیل کړي خو د معلوماتو په اساس دا ځل به په دې فلم کې نوې ډله ځای ولري، چې نوي رولونه به ولوبوي.

په خپله د فلم لارښود او فلم پروډیوسر دا نه ده واضح کړي چې په فلم کې به څوک څوک ولوبوییږي او د فلم د کیسې په تړاو هم تر اوسه نه دي ویل شوي.

اکشي کمار په دې وروستیو تابعت له امله د هندیانو تر سختو نیوکو لاندې راغلی، ځکه د هند نه بلکې د کاناډا تابعیت لري.