اکشي کمار د تابعیت پرسر د هندیانو تر سختو نیوکو لاندې دی

د هندي سینما نوموتی او زیارکښ فلم ستوری اکشي کمار دا ځل د هندیانو تر سختو نیوکو لاندې دی.

اکشي کمار وروسته له هغې د هندیانو لخوا په ټولنیزه رسنیو کې په نښه شو چې خلک پرې شکمن شول چې نوموړی د هند تابعت لرونکی پاسپورټ نه لري.

اکشي کمار د هندي سینما نوموتی فلم ستوری دی چې د خپل زیار او کوښښ له امله په سینما کې ځانګړی ځای لري.

نوموړی په دې هم مشهور دی چې د فلم د ټول ټیم څخه وړاندې ځان د فلم سيټ ته یا هغه ځای ته رسوي چېرته چې د فلم د شوټینګ چارې مخ په وړاندې وړل کیږي.

بي بي سي اردو وایي، د مودي حکومت په ډېر زور او شور سره اکشي کمار په انډیا کې یو فکري شخص معرفي کړ خو وایي اوس معلومه شوه چې اکشي کمار هندي نه بلکې کاناډایي دی.

دا خبرې وروسته له هغې را ولاړې شوې چې د اکشي کمار مېرمن او مور د هند په ټول ټاکنو کې د رایو مرکزونو ته ولاړل او رایې یې ورکړې خو اکشي کمار په خپله همدغه ورځ غیب شوی و.

اوس د انټرنیټ په زمانه کې هیڅ هم له چا نه پټیږي او په خپل کور کې په قرار کېناستلو سره د هر څه معلومات کول اسانه دي، نو هماغه وه چې هندیانو هم د اکشي تابعیت پسې وپلټل او بلاخره یې معلومه کړه چې اکشي د هند نه بلکې د کاناډا پاسپورټ لري او اوس په ټولنیزه مېډیا کې د هندیانو تر منځ په همدغه موضوع ګرم بحث روان دی.

انوپم کهیر او پریس راول سره سره د بي جي پي لوړ پوړي غړي هم د اکشي په ملاتړ لګیا دي او څرګندونې او ټویټونه کوي، هڅه یې کړې تر څو له نوموړې د خلکو مخ واړوي.
خو د خبر له مخې اوس بېچاره اکشی په تکرار سره دا خبره کوي چې ((پاسپوټ که دې کاناډا دی خو زړه یې هندوستانی دی))