سپورټ نړیوال کرکټ

اجینکیا راهاني: هیڅوک زما د کریکټ مخه نه شي نیولی

اعلان

لیکنه: بهار سمسور

د هندوستان کریکټ، ټېسټ لوبډلې مرستیال لوبډلمشر اجینکیا راهاني له سپورټس سټار سره په وروستۍ مرکه کې ویلي،د نوموړي لپاره هر چیلېنج چې مخکې راځي پر وړاندې یې مباریزه کوي.

راهاني وروسته له هغې چې د کریکټ نړیوال جام لپاره د هند په لوبډله کې انتخاب نه شو،د انګلستان په کونټي کریکټ ټېسټ لوبو کې یې له پیاوړي کلب هامپشیر سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ،چې دا وخت ورسره لوبیږي.

نوموړي سټار سپورټ ته ویلي؛دلته ورته کریکټ نوې دروازې پرانیستې،هغه څه چې ده دلته ولیدل ورته نوي دي او ډېر نوي څه یې زده کړل.

دلته هوا او حالت پر لوبه پوره اغېز لري،دلته د هر کلب خپل لوبغالی دی او دا مهم رول لوبوي،خو څه چې زیات جالب او اغیزناک دي هغه د لوبغالو یو تر بل بدلون دی، دلته لوبغالي سره ورته نه دي، نو ځکه د لوبغاړي لپاره هم هر څه بدل وي،زه په خپله پوره خوند ترې اخلم.

د دې پوښتنې په ځواب کې؛ د هوا، لوبغالي او لوبې فارمټ بدلیدل،څومره پر لوبغاړي اغېز کوي؟

راهاني وایي دا د کریکټ لوبې برخه ده، محیط د چا په اختیار کې نه دی، خو دا ستا په واک کې ده،چې دا هر څه د ځان لپاره ترتیب او منظم کړې.

نوموړی وړاندې وایي، هر وخت د یو انسان او کریکټر په توګه،باید له بل زده کړه وکړې،دا وخت د انګلستان په سفر کې ما ډېر نوي څه زده کړل او لا هم ادامه لري.
زما په مخکې چې هر څه راځي زه یې زغمم.

“کله چې ما په هند غوره لیګ کې د راجستان رایلز لوبډلمشري له لاسه ورکړه،دا مهمه وه چې زه مثبت پاتې شوی وی،زه چپ پاتې شوم،ځکه کریکټ زما مینه ده.
زه غواړم له خپلې لوبې خوند واخلم،ځکه هر څه چې زما خوا و شا ته پیښيږي،زما په واک کې نه دي.
هلته لوبډلمشر ټاکل،بدلول او نور د لوبډلو د مالیکانو په واک کې دي.”

دا ۳۱ کلن ښی لاسی او د ارام مزاج خاوند هندی کریکټر تېر وروستي پړاو هند غوره لیګ کې د راجستان رایلز د لوبډلې مشر ټاکل شوی و،خو د اته لوبو له منځه یې یوازې دوه لوبې وګټلې، چې پر ځای یې اسټرالیاوی سټیو سمېت لوبډل مشر وټاکل شو.

20190719_184727.jpg
راهاني زیاتوي:

“زه هر وخت د لوبډلې لپاره پر پرېکړو راضي یم او احترام یې کوم، ما خپل ځان ته هر وخت ویلي، هیڅوک زما د کریکټ مخه نه شي نیولی.
زه په دا هڅه کې یم چې د لوبډلې غړی وم او ورسره مرسته وکړم،دا زما سره مرسته کوي،چې مثبت پاتې شم.”

راهاني د تېر نړیوال جام مخکې هیله ښودلې وه،چې د نړیوال جام لپاره په لوبډله کې راشي،خو دا کار ونه شو،په تېر هند غوره لیګ کې د راجستان لوبډلې له لوبډلمشرۍ تر لري کیدو وروسته هم نوم,ړی خفه و، خو تل یې په مرکو کې ویلي،هر څه چې یې په مخکې راځي د نوموړي لپاره زده کړه او تجربه ده.

راهاني په هندۍ لوبډلې کې د ټېسټ لوبو د لوبډلمشر مرستیال دی،پیلیز لوبغاړی (توپ وهونکی)دی،خو نیږدې په هر پوزیشن توپ وهنه کولی شي، اما دا څه وخت یې لوبډلې ته په انتخابونه کې ټاکونکي ډلګۍ(سلیکټران)له انتخابولو څنګ کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی