د ګټې خبرې سفر عمومي

په الوتکه کې څنکه سفر وکړﺉ؟

ډېر خلک په الوتکه کې له سفره ویریږي او د موټر له لارې سفر کوي.

په ډار کې لسم سخت ډار په الوتکه کې سپرېدل دي، خو حقیقیت دادی، چې د الوتکې سفر له موټر نه ۲۹ ځله خوندي دی. هغوی، چې د لومړي ځل لپاره په الوتکه کې سفر کوي، په هره الوتنه او د الوتکې د ښکته او پورته کېدو پر وخت یې زړه خولې ته راځي، په تېره، چې الوتکه په سختو وریځو کې ننوځي او ټکانونه خوري.

کله، چې یو کس په بدځای او موقعیت کې راځي، فکر او اندېښنه ورپیدا کیږي او منفي افکار پرې غلبه کوي. له دا ډول فکري وضعیت سره د مقابلې ښه لاره پر یوه مثبت ټکي فکري تمرکز دی. د بېلګې په توګه، زه، چې کله په الوتکه کې ځم، په هرډول وضعیت کې پر دې فکر کوم، چې مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دي او که ورځ مې پوره وي، په کور کې هم مرم.

د موقعیت له څرنګتیا سره ستونزه ستاسې د فکر پر منفي رجحان اغیز پرېباسي.

پورې مخامخ سکرین ته ګورﺉ، فلم ګورﺉ، تلاوت یا موسیقي اورﺉ. دا چارې مو له منفي فکره راګرځوي. داسې فکر مه کوﺉ، چې الوتکه به وغورځي، که داسې فکر مو سر ته درغی، تاسې به په سختو خیالونو کې ډوب شى. دا چاره ما تجربه کړې ده.

د افغانستان ډېری الوتکې زړې دي او خلک د نورو شرکتونو له الوتکو په کې ډېر ویریږي.

زه، چې په اریانا الوتکه کې سفر کوم، خورا ویریږم، ځکه زړې دي، خو د خصوصي شرکتونو یو شمېر الوتکې نوې دي او سړی هومره پرې نه ویریږي. دا په حقیقت کې د هوايي چلند د سیسټم په څرنګتیا پورې اړه لري. څومره، چې د یوه هېواد هوايي چلند شفاف او د ورځې له اړتیاوو او غوښتنو سره سم تنظیم شوی وي، امنیتي ګواښونه یې کم وي، خو د پامیر په څېر شرکتونه، چې دوه ځله یې الوتکې را پرېوتې، د هوايي چلند پر خدماتي سیسټم د خلکو شکونه ډېروي.

په الوتکه کې د وېرې یو لامل دا هم دی، چې د تېښتې هیڅ لاره په کې نه وي. هرڅه د پیلوټانو او کنټرولي سیسټم په لاس کې دي. که تاسې په موټر کې له ستونزې سره مخ کیږﺉ، له ښیښې ټوپ اچولای شى، خو په الوتکه کې دا چاره ناشونې ده.

د الوتکې د سفر تر ټولو فشاري نقطه له هوايي ډګره د هغې الوتل دي.
د هوايي سفر لومړنی اغیز د مساپر پر غوږونو دی. د الوتکې له پورته کېدو سره د یو شمېر کسانو غوږونه دپ کیږي، ګوتې په کې وهي، خو ګټه نه کوي. د دې لامل دادی، چې انسان په ځمکه کې په یوه ځانګړې ارتفاع کې اوسي، خو په هوايي سفر کې ارتفاع تغییر کوي او دغه تغییر د انسان تنفسي لارې له ستونزو سره مخامخوي. پایله دا، چې د تنفسي لارو په اختلال سره د غوږونو وتنلارې تر فشار لاندې راځي او سړی هېڅ هم نه اوري. له سفر مخکې د الوتکې خدمې خلکو ته ژاولې او خواږه څیزونه ورکوي، ځینې خلک یې د اوقي ګیري له امله نه ور اخلي، خو دا لازم دي، ځکه پر غوږونو د فشار له مخنیوي سره مرسته کوي. که ستاسې غوږ دپ کیږي، پوزه مو په ګوتو ونیسئ او په خوله کې شته لاړې تېرې کړﺉ. په دې سره ستاسې غوږونه بېرته خلاصیږي.

په الوتکه کې ستاسې ځای، ډوډۍ او څښاک هم مهم دي.

هغه کسان، چې له الکولي مشروباتو ګټه اخلي، ډار او ویره پکې لا ډېریږي. مخکې له دې، چې د الوتکې ټکټ واخلئ، تاسې باید په الوتکه کې د ځان لپاره ډوډۍ مشخصه کړﺉ. د افغانستان په الوتکو کې ډوډۍ ټوله حلاله ده، خو که د لویدیزو هېوادونو په الوتکو کې سفر کوﺉ، تاسې حلالې ډوډۍ ته اړتیا لرﺉ. د ټکټ اخستلو په وخت کې ووايئ، چې مسلمان یې او Y شمېرې څوکۍ ته حلاله ډوډۍ غواړې. دا ماتجربه کړې، ځکه یوځل په یونایټډ امریکايي الوتکه کې واشنګټن ته تلم، چې نااشنا ډوډۍ یې راته راوړه. په دې ډوډۍ کې مې یوازې کچالو وخوړل، ترڅنګ عرب ځوان، چې ولیدم، هغه هم یوازې کچالو وخوړل او نوره یې سلامته پرېښوده.

دا ډول خوراک ستاسې پر روحیه او روغتیا دواړو بد اغیز پرېباسي.

د څښاک او اړتیا په صورت کې له پوښتلو او غوښتلو مه شرمیږﺉ. ځینې کسان په دې شرمیږي، چې له خدمو نه چای راوغواړي، یا خپله ستونزه ورسره شریکه کړي. که تاسې رفع حاجت ته اړتیا وینﺉ، لس ځله لاړ شئ، خو د شرم په نامه بېځایه غیرت مه کوﺉ. که داسې مو وکړل سفر به مو ارام او خوشاله نه وي.

په هوايي ډګرونو کې ډېری د ورود یا Arrival او Departure یا خروج په نومونو څانګې دي.

کورنۍ او بهرنۍ الوتنې خپلې ځانګړې طبقې، وختونه او شرایط لري. په هر انتظارځي کې د الوتنو مهالویش وي او تاسې د همغه له مخې خپل وخت تشخیصوﺉ. که ناوخته کیږي هم هلته اعلان کوي، یا وخت یې تغییر کوي.

ستاسې د الوتنې ټول مشخصات ستاسې په ټکټپاڼه کې دي. کاونټر ایرلاینز کې ستاسې چک کیږي، ایکسرې کیږي او پاسپورټ او ټکټ مو کتل کیږي. ستاسې د الوتنې ډول مشخص دی، لکه اقتصادي، تجارتي او نور. که بکس مو له ۱۰ کیلو دروند نه وي، له ځان سره یې الوتکې ته ولیږدوﺉ، لپټاپ او وړوکی د اوږې بکس هم وړیا درسره پریږدي. کاونټرمېن ستاسې ټکټ له خپل سیسټم سره ګوري، د بکس وزن ګوري، ستاسې بکس Tag کوي او یا Boarding Pass درکوي. کوښښ وکړﺉ دومره شیان درسره وانخلئ، چې په یو دوه کیلو وزن بورډنګ پاس درکړي. کله هم بوجۍ او کڅوړې له ځان سره مه وړﺉ، یو شمېر افغانان الوتکو ته پلاستیکي بوجۍ ورسره خیژوي، په داسې حال کې، چې پر بکس مو ۱۰۰۰ او ۱۲۰۰ افغانۍ لګښت راځي.

د چکنګ وخت باید په پام کې ونیسئ. په درېیم پړاو کې ستاسې پاسپورټ کنټرول کيږي. کله، چې ټرانزيټ هال ته لاړﺉ، هلته د وتلو دروازه پیدا کړﺉ، ځکه د هر هوايي شرکت او الوتنې دروازې پاس په تابلوګانو کې مشخص کیږي. الوتکې ته تاسې د خپل کارت له مخې خیږﺉ، هلته اې، بي او سي برخو کې ستاسې د څوکۍ شمېره معلومه ده. پر خپله څوکۍ کینى. که بهر ته ځى، درې ساعته مخکې هوايي ډګر ته لاړ شئ او که کندهار او مزار ته ځى، نو شاوخوا یو ساعت مخکې باید په هوايي ډګر کې حاضر وﺉ. دغسې، چې کله ستاسې سفر ټرانزیټي وي، د ټرانزیټ پر ټول سیسټم ځان پوه کړى، چې له دویم هېواده څنګه او د کوم هوايي شرکت الوتکې ته ورشى. په دوبۍ کې که چا انګلیسي نه وي زده، اردو هم پوره کار ور کوي. د ژبې د ستونزې په صورت کې داسې افغان وګورﺉ، چې لارښوونه درته وکړي، یا ستونزه مو پرې اواره شي.

وروستی ټکی دا، چې د سفر اړوند هېواد د هوا حالات په یاهو کې وګورﺉ او د هغې مطابق لباس درسره واخلﺉ. وګورﺉ، چې هلته څه ډول چارجر په کاریږي او نور څه لوازم باید درسره واخلﺉ، چې مو نه وزن پرې درندیږي او نه مو اضافي پیسې پرې لګیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */