سفر عمومي نړۍ

یو هوايي شرکت( ایر اینډیا) ښځو ته څوکۍ ځانګړې کړې

د هندوستان یو هوايي شرکت( ایر اینډیا) اعلان کړی چې دوی به وروسته له دې په هرې الوتنې کې شپږ څوکۍ د هغو ښځو لپاره ځانګړې کړي چې یوازې سفر کوي.

د ایر اینډیا د عوایدو د څانګې مشرې میناکشي ملک ویلي، موږ به د ایکانومې برخې په دریم کتار کې شپږ څوکۍ تل د هغو ښځو لپاره ساتو چې یوازې سفر کوي.

نوموړې ویلي، دا پروسه به وړیا وي او د جنورۍ له اتلسمې نیټې څخه پیلیږي.

دې شرکت ویلي دا څوکۍ به یوازې د هغو ښځینه سپرلیو لپاره وي چې یوازې سفر کوي او هغو ښځو ته نه دي چې له کورنیو سره سفر کوي.

د ایر اینډیا دا اعلان ظاهرا د څو په لوړه کچه هغو پېښو په اړه غبرګون دی چې په هندي الوتکو کې سړیو ښځو ته لاسونه اچولي او یایې هغوی ته مزاحمت کړی.

د ډیسمبر په ۲۱ مه نیټه یوې ښځې شکایت وکړ چې د ایر اینډیا په الوتنه کې چې له ممبيي نیوجرسي ته روانه وه د یو سړي له خوا لاس وراچول شوی.

له عمان څخه ډیلي ته د روانې یوې الوتکې سټیورډیسټې هم ادعا کړی چې د یو نارینه له خوا لاس وروړل شوی او بدې خبرې ورته شوې دي.

د ایر اینډیا دې چارواکې میناکشي ویلي، د هندوستان د ملي هوايي شرکت په توګه، موږ دا خپل مسولیت ګڼو چې په خپلو الوتنو کې د ښځو لپاره خوندیتوب رامنځ ته کړو او دې همدې لپاره مو دا ګام اخیستی.

د یادونې وړه ده چې په هندوستان، افغانستان، پاکستان او د سیمې په نورو هیوادونو کې د سړیو له خوا ښځې پر مځکه او هوا دواړو کې ځورول کیږي او دا په دې سیمه کې د ښځو لپاره یوه جدي ستونزه ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */