کلتور او هنر

د لور په مرسته یې پر احمد ظاهر مستند فلم جوړیږي

لیکنه: بشر درویش

سرچینه: بي بي سي فارسي
ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش

د بې بدیله افغان سندرغاړي احمد ظاهر لور شبنم ظاهر په مرسته د امریکا یو مشهور فلم جوړونکی مستند فلم جوړوي.

احمد ظاهر د افغانستان ترڅنګ په سیمه او نړۍ کې تر ټولو محبوب او مشهور افغان هنرمند ګڼل کیږي.

دغه مشهور سندرغاړی نیږدې ۴۰ کاله مخکې په مرموز ډول ووژل شو.

ظاهر په افغانستان کې د پاپ موسیقۍ بنسټګر او د خپل سبک څښتن سندرغاړی ګڼل شوی.

د پلار د مرګ په ورځ زوکړه
د احمد ظاهر لورشبنم ظاهر، چې په امریکا کې اوسي او د ۳ اولادونو مور ده، وایي د پلار د مرګ په ورځ دې نړۍ ته راغلې.

د هغې په وینا دا یې د زېږون اصلي ورځ باید نه وه، خو مور ته یې د احمد ظاهر د مرګ د خبر رسیدو او شدید فشار په داسې وخت د دې د زېږون سبب شوه، چې لسګونه زروتنو یې د پلار جنازه بدرګه کوله.

د شبنم په وینا د پلار له مرګه یو کال وروسته یې له مور او یوه ورور سره امریکا ته کډوال شوي.

هغه تر۵ کلنۍ هره شپه سپوږمۍ ته کتل او په تمه وه، چې سپوږمۍ به یې د پلار د ورتلو په اړه معلومات ورکړي.

وایي مور یې تر ډېره نه ورته ویل، چې پلار یې مړ شوی، خو ډېر ناوخته په دې راز خبره شوه.

د پلار په اړه پلټونکې لور
شبنم ظاهر وایي ورځ تربلې چې لوییده، له مور نه یې د پلار په اړه پوښتنې زیاتیدې. خو مور به یې له هرې پوښتنې سره غمجنه او خواشینې شوه، دا به یې بې ځوابه پرېښوده او په دې ډول به یې د دې پوښتنې د پلار په اړه لا زیاتې کړې.

هغه له پلار سره ګډو خواصو یادونه هم کوي، وایي د مور په حواله یې د ده زیات خوښیدونکی زېړ رنګ د دې د پلار هم خوښ و او دغه راز یې مولانا د پلار او دې دواړو ګډ د خوښې شاعر دی.

د امریکایي فلم جوړونکي لېوالتیا
د امریکا مشهور فلم جوړونکی سام فرینچ چې له شبنم ظاهر سره یې د دغه مستند فلم د جوړولو هوکړه کړې، وایي دا مستند فلم به نه یوازې احمد ظاهر؛ بلکې د افغانستان یوه مهمه تاریخي دوره انځور کړي.

فرینچ، مخکې یو بل مستند فلم هم جوړ کړی و، چې سکار جایزې ته تر کاندیدۍ پورې یې پرمختګ کړی و.

سام فرینچ په ۲۰۰۸ کې په لومړي ځل افغانستان ته راغلی او د احمد ظاهر له سندرو سره اشنا شوی دی.

د ده په وینا افغانستان ته په یوه میاشتیني سفر راغلی و، خو له احمد ظاهر او افغانستان سره لېوالتیا یې د پاتې کیدو موده ۵ کلونو ته وغځوله.

د مستند جوړولو دلیل
شبنم ظاهر وایي، ۴ کاله مخکې یې د پلار په اړه مستند جوړیدو ته لېوالتیا پيدا شوه. د هغې په وینا د اوسني مستند جوړونکي په شان یوه غوره کس پسې ګرځيده چې آخر په لاس ورغی.

امریکایي مستند جوړونکی د دغه مستند جوړولو لوی دلیل دا ښيي، چې دوی د احمد ظاهر په وسیله نړۍ ته دا څرګندول غواړي چې افغانستان یوازې د جګړو وطن نه دی؛ لوی فرهنګ او تاریخ لري.

د احمد ظاهر لور وایي، دغه مستند به یې د پلار په اړه ډېرې ویل شوې خبرې غلطې وښيي ( د احمد ظاهر په اړه یوه عامه اوازه دا ده چې د سلګونه نورو نجونو په شان د حفیظ الله امین لور پرې مېنه وه او حفیظ الله امین په مرموز ډول له دې کبله وواژه).

دا چې دا نوې خبرې به په مستند کې څه وي، منتظر به یې شوو!

د احمد ظاهر په اړه
احمد ظاهر په ۱۹۴۶ کې په کابل کې وزېږیده، هغه اصلاً د ختیځ ولایت لغمان اوسیدونکی و.

د ده پلار (ډاکټر عبدالظاهر) د ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال د دربار ځانګړی طبیب، د روغتیا وزیر او بیا صدراعظم پاتې شوی.

احمد ظاهر څه کم ۴۰ کاله مخکې ظاهراً د یوې ترافیکي پېښې له کبله ووژل شو.

د هغه د وژل کیدو په اړه افغان لیکوال رزاق مامون یو ځانګړی اثر هم لیکلی.

د پښتو ژبې تر ټولو ستر ژبپوهاند ډاکټرمجاور احمد زیار څو کاله مخکې د احمد ظاهر د تلین په یاد هغه «ټولمنلی» هنرمن ګڼلی و.

د ظاهر له مړینې ۴۰ کاله وروسته هم د هغه سندرې خوله په خوله دي.

د هغه د مړینې تلین هرکال اوس هم په کابل کې د هغه پر مزار د سلګونه نارینه او ښځینه مینه والو په را ټولیدو سره یې نمانځل کیږي.

اکثریت سندرغاړي اوس هم هڅه کوي، چې د هغه تقلید وکړي، کمپوزونه او سندرې یې ووایي او ځان د خپل وخت «احمد ظاهر» کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي