سیاست مخکښان

عهد تمیمي؛ فلسطینۍ اتله، چې اسراییل لړزوي !

مشهوره فلسطینۍ مبارزه عهد تمیمي در پېژنو؛ دا ۱۷ کلنه پېغله د اسراییلو پر وړاندې د مبارزې په ستر سمبول بدله شوې ده.

عهد تمیمي په وروستیو کې، له بنده تر بیا خوشې کیدو وروسته د رسنیو او نړیوالو د پام وړ شوه.

عهد په یوه څو اونیز سفر فرانسه مېشتو فلسطینیانو فرانسې ته بللې. د دغه سفر په ترڅ کې یو شمېر نړیوالې رسنۍ له تمیمي سره په مرکو بریالي شوي. دا لیکنه د همدغو تازه مرکو د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوې ده:

د پلار د سیاسي مبارزې وارثه
عهد دوه میاشتې مخکې تر نیږدې یوکلن بند وروسته د اسراییلو له یوه خطرناک زندان څخه راخوشې شوه.

تمیمي د پښتو متل«اوسپنه چې څومره ټکیږي، هغومره پخیږي» په مصداق څومره چې زیاته ځورول کیږي او شکنجه کیږي، هغومره یې د فلسطین د بشپړې ازادۍ لپاره ارادې پخیږي.

دا ځوانه مبارزه چې د فلسطین په ملي اتله هم مشهوره ده، د رام الله سیمې په «نبي صالح» سیمه کې زېږیدلې ده. د هغې پلار باسم تمیمي د مرحوم یاسر عرفات په مشرۍ د پيل شوي الفتح غورځنګ غړی دی.

عهد تمیمي ته د فلسطین په ازادي غوښتنه کې مبارزه او فداکاري له پلاره په میراث رسیدلې، د هغې پلار ۹ ځلې د ژوند په مختلفو پړاوونو کې اسراییلیانو بندي کړی، خو بیرته خوشې شوی دی.

پر اسراییلي سرتېري د څپېړې ګوزار
عهد تمیمي تېرکال هغه مهال د نړیوالو د پام وړ شوه، چې په یرغمل شوې فلسطیني خاوره( بیت المقدس) کې د اسراییلو لپاره د امریکایي سفارت د پرانیستې خلاف لاریون کې یې برخه اخیستې وه.

د دغه لاریون پر وخت عهد تمیمي د یوه اسراییلي سرتېري پر مخ د څپېړې ګوزار وکړ. هغه له دې ګوزار سره اسراییلي پوځ ګرفتاره او بندي کړه.

دغه وخت عهد تمیمي ۱۶ کلنه وه. د هغې مور پر اسراییلي سرتېري د دې د څپېړې ویډيو پیدا او په ټولنیزو شبکو کې خپره کړه، چې نړیواله غوغا یې جوړه کړه.

دغې ویډیو په نړیواله کچه عهد تمیمي د خواخوږو او پلویانو څښتنه کړه، ګڼو مسلمانانو او فلسطین پلوو دا ویډیو خپره او د عهد تمیمي ملاتړ وکړ.

د زندان خاطرې
عهد وایي اسراییلیانو په زندان کې خورا بد چلند ورسره کړی. د دې په وینا هغه خلک سخت نژاد پرسته دي، دې ته یې د بند پرمهال لازمه غذا نه ورکوله، دارو درمل هم نه ور رسیدل، په ساعتونو یې بې خوبه کوله او ګڼې جسمي او رواني شکنجې یې ورکولې.

د فلسطینیانو منسجمول
عهد تمیمي، سره له دې چې د فلسطین د یوه لوی سیاسي غورځنګ الفتح د یوه مطرح غړي لور ده او غالباً په همدې دلیل د دغه او نورو سیاسي غورځنګونو د کم کاریو په اړه څه نه وایي، خو وایي هڅه کوي چې فلسطیني ځوانان سره منسجم او د ملي ګټو لپاره په یوه خوله کړي.

هغه په فرانسې کې فلسطیني ځوانانو ته ویلي، چې د نوي نسل په توګه دې له ټولنیزو شبکو څخه په منسجمې استفادې سره نړۍ د خپلو غوښتنو حقانیت ته قانع او د فلسطین غږ بدرګه کړي.

معلومه نه ده چې عهد تمیمي به خپلې دا هڅې په کوم منظم چوکاټ کې مخته وړي که به د شته سیاسي جریانونو په منځ کې به مبارزې ته دوام ورکوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند