افغانستان سیاست

د احدي ناویلې؛ د پیرګیلاني په لور څنګه مېن شو او واده یې کړه؟

لیکنه: بشر درویش

ډاکټر انورالحق احدي د افغانستان د سیاست یوه پېژندل شوې څېره ده.

هغه اوږده موده په افغان ملت ګوند کې د مبارزې او د دغه ګوند د مشرۍ سابقه لري.

له طالب واکمنۍ وروسته د حامد کرزي په حکومت کې د افغانستان بانک لوی ریس، د مالیې او سوداګرۍ وزیر پاتې شوی.

احدي په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني مهم کمپاینر و، خو په حکومت کې یې له سرسختو منتقدینو شو او (د افغانستان نوې ملي جبهه) په نوم یې یو اپوزیسیوني جریان رهبري کړ.

ډاکټر احدي څو ورځې وړاندې د یک تلویزون د مشهورې خپرونې( کاکتوس) مېلمه و.

په دې خپرونه کې د نوموړي د سیاسي او شخصي ژوند ګڼ اړخونه بحث شول، چې یاران وېب پاڼه یې دلته په لیکلې بڼه مهمې برخې درسره شریکوي.

زوکړه او زده کړې

انورالحق احدي د ۱۳۳۰ د زمري په ۳۱ مه پخپل پلرني ټاټوبي( د کابل د سروبي ولسوالۍ په جګدلک سیمه کې) زیږیدلی.
هغه نیږدې ۶۸ کاله عمر لري.

د احدي پلار قاضي و او د دندې له مخې هغه مهال کابل ښار ته راغلی، چې دغه زوی یې لومړنۍ زده کړې په کلي کې پای ته ورسولې.

احدي ۵ وروڼه او ۵ خویندې لري، چې ۲ وروڼه یې مړه شوي.

د وروڼو او خویندو څه برخه یې په بهرنیو هېوادونو او څه په افغانستان کې ژوند کوي.

انورالحق احدي تر ۱۱ ټولګي پورې د کابل په حبیبه لېسه کې زده کړې کړي او بیا د بیروت امریکایي پوهنتون ته د تحصیلي بورس له لارې بریالی شوی.

هغه په دغه پوهنتون کې د حقوقو د لسانس ترڅنګ د امریکا له څو معتبرو پوهنتونونو څخه د بین الدول او اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ دوه او د سیاسي اقتصاد په برخه کې د دوکتورا سند اخیستی.

۳۳ کلن و، چې خپلې ټولې زده کړې یې پای ته رسولي. دا هغه مهال و، چې کمونیست پلوه حکومت پر افغانستان واکمن شوی و او له دې کبله احدي هغه مهال بیرته افغانستان ته نه دی ستون شوی.

آرام مزاجه ماشوم

احدي وایي له ماشومتوبه یې آرام مزاج و، درس یې ډېر ویل، شوخي یې نه کوله او پلار یې هم ده نه تر نورو اولادونو د زیات درس او پرمختګ تمه لرله.

هغه د خبریال دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې د دغې خپرونې دوه نور مېلمانه( محقق او حکمتیار) له ماشومتوبه شوخان او ماجراجویه وو، د ټوکې په ډول وویل: د هغوی دا مزاج دا ده تر زړښته دوام لري.

د خلیلزاد او غني هم دوره

ډاکټر احدي هم د لېسې د زده کړو او هم د پوهنتون پر وخت له ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد سره هم دوره و.

د ده په وینا ولسمشر غني ترې په لېسه کې یو کال مخکې او حامد کرزی څو کاله وروسته و.
خو وایي نومرو کې د حبیبې لېسې عمومي اول نومره او تر نورو وړاندې و.

د ده په وینا ولسمشر غني هم لایق زده کوونکی و، خو درېیم نومره و.

احدي، غني او خلیلزاد په امریکایي پوهنتون کې هم د یوې دورې محصلین وو.

په دغه پوهنتون کې د ده په وینا درې واړو لوړې نومرې لرلې او تر ټولو لوړې نومرې لرونکي افغانان وو.

خیالات څه وو؟

احدي وپوښتل شو، چې په ماشومتوب او د زده کړو وخت کې یې د راتلونکي په اړه خیالات څه وو؟
ده وویل: هغه مهال شاهي حکومت و، لویه تمه به چا دا لرله، چې صدراعظم به شي.

دی وایي: ما مشخصاً داسې توقع نه لرله، چې څه کاره به شم، خو په دې یقیني وم، چې له بهرنیو زده کړو سره به مهم موقف ترلاسه کوم.

ولې خلیلزاد غوندې امریکایي نه شو؟

احدي دې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: خلیلزاد، زه او غني درې واړه د شوروي د یرغل خلاف وو.

موږ په امریکا کې مطبوعاتي او نورې هڅې کولې او دا یرغل مو غنده، خو خلیلزاد عملاً د امریکایي تابعیت له اخیستو او په بهرنیو چارو وزارت کې له ماموریت سره په دې برخه کې زیات رول درلود.

د ده په وینا په دې پښېمانه نه دی، چې ولې یې د خلیلزاد غوندې امریکايي تابعیت نه دی اخیستی.

هغه خلیلزاد هم په دغه کار نه ګرموي او وایي هرڅوک د خپلې پریکړې حق لري.

له خپلو دندو راضي احدي

احدي وایي په امریکا کې د خپلو دندو ترڅنګ په افغانستان کې له خپلو دندو راضي دی او له لاسته راوړنو ډک یې ګڼي.

د ده په وینا د طالبانو د واکمنۍ له سقوط وروسته یې لویه لاسته راوړنه دا وه، چې د افغانستان بانک د لوی ریس په توګه یې په شپږو میاشتو کې نوي افغاني بانکنوټونه چاپ او بریالي کړل.

د ده په وینا بهرنیانو دا کار په دوه کلونو کې ممکن باله، خو دوی په شپږو میاشتو کې ممکن کړ.

احدي وایي: دا کار سبب شو، چې ترکیه او جاپان هم موږ نه د خپلو پیسو د نوي کولو د تجربې په اړه مشوره واخلي.

هغه وروسته د مالیې وزیر په توګه هم له خپل کاره راضي دی. لوی دلیل یې دا ګڼي، چې د روسانو لخوا یې پرافغانستان د ۱۱،۳ میلیارده ډالرو د پور ادعا ورباندې بیرته واخیسته او دا پور لغوه شو.

په سوداګرۍ وزارت کې خپل لوی کار دا ګڼي، چې د افغانستان د صنعتي کیدو طرحه یې جوړه او تر یوه ځایه تطبیق کړه.

د اقتصاد دغه ډاکټر وایي: په افغانستان غوندې هېوادونو کې مطلق ازاد بازار زیات نه کامیابیږي، ځکه خو یې د خپلې دندې پروخت د ګازو او نفتو او ځینو نورو برخو کې دولت هم په پانګونه مصروف او د بازار د کنټرول هڅې یې وکړې.

نوموړی مالیې وزارت له صدراعظمۍ سره تشبیه کوي او وایي تر دفاع او داخله وزارتونو پورې ټول دغه وزارت ته د بودیجې غوښتو په اړه په قناعت ورکولو مسول دي.

د احدي په وینا د افغانستان د مالیې وزیران اکثره تکړه او بریالي خلک وو، خو ځان تر ټولو بریالی یادوي.

د کرزي د وزیرانو شورا خاطرې

احدي په دې مرکه کې د وزارت پرمهال د وزیرانو شورا د خاطرو په اړه وپوښتل شو.

ځواب یې دا و، چې دا شورا هره ۲ شنبه د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړیده او دوی ته له آرامو ورځو څخه وه.

د احدي په وینا د شورا غونډې ۹ بجې بلل کیدې، خو لس پيلیدې او ترهغې پکې وزیرانو او ولسمشر ټوکې ټکالې سره کولې.

هغه کرزی خوش سلیقه او ټوکې سړی ګني، وایي د وزیرانو شورا غونډه یې په یوه ساعت کې هم کیده، خو د دوی د ټوکو ټکالو له کبله دوه ـ دوه نیم ساعتو ته غځیدله.

ولې کاندید نه شو؟

ډاکټراحدي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نه نوماندۍ په اړه یې هم وپوښتل شو.
ځواب یې دا و، چې د ټاکنو مالي لګښتونه ډېر لوړ او ان له ۲۰- تر ۳۰ میلیونو ډالرو ختلي.

د ده په وینا د دې ترڅنګ، چې دومره پیسې یې نه لرلې، ځینو احتمالي مرستیالانو یې هم مخ ځنې واړوه.

دی وایي له همدې کبله دغې څوکۍ ته کاندید نه شو، ځکه نه یې غوښتل، چې څوومه درجه رایه وګټي.

د چا ملاتړ به کوي؟

احدي په دې اړه هم وپوښتل شو، چې د نه کاندیداتورۍ په صورت کې به په ولسمشریزو ټاکنو کې د چا ملاتړ کوي؟
هغه وویل: دا پوښتنه اوس یوتلویزوني پروګرام کې نه ځوابوم، خو زموږ کاندید مشخص دی، چې وروسته به یې له خاص پروتوکول سره اعلان کړو.

په مرکه کې هغه د ډاکټرعبدالله په اړه مثبت نظرونه لرل.

مخکې د عبدالله ټاکنیز ټیم له دوی څخه د احدي د ملاتړ خبر ورکړی و.

ویل کیږي، چې احدي او پلویان یې دا ځل ټاکنو کې د عبدالله ملاتړ کوي.

څومره پیسې لري؟

له احدي څخه پوښتنه وشوه، چې د اقتصاد د ډاکټر په توګه خپله څو میلیونه ډالره لري؟
ځواب یې دا و، چې د میلیون ډالرو په کچه پیسې نه لري.
ده د خپلو لګښتونو سرچینه د کابل په دیپلوماتیکه سیمه کې د خسر له لورې د یوه ورکړل شوي کور او خپل یوه بل کور کرایه ګڼي.

وایي یو کور یې د میاشتې په ۱۵ زره ډالرو د هالینډ سفارت او بل یې په ۲۷ زرو ډالرو اروپایي ټولنې ته ورکړی، چې همدا یې د عاید او لګښتونو سرچینه ده.

البته د هېرولو نه ده، چې ښاغلی احدي په اقتصادي ادارو کې د دندو پر وخت د خپلو ګڼو ګوندیانو په مقررۍ او هغوی څخه په برخه اخیستو تورن شوی، مګر ده دا تورونه پخوا رد کړي.

سوله، دوه سری او موقت حکومت

په دې مرکه کې احدي له اوسني دوه سري حکومت سره خپل مخالفت وښود او د ستونزو عامل یې یاد کړ.

هغه وایي: د داسې حکومت د بیا جوړیدو هم خلاف دی، خو که ولسمشر په قانوني ډول خپل صلاحیتونه بل چا ته ولېږدوي، باک نه لري.

هغه د سولې په اړه خوشبین دی او وایي په څو میاشتو کې یې راتلو ته هیله لري.

احدي همدا شان موقت حکومت جوړیدل د سولې اړتیا یادوي او وایي چې وسله وال طالبان یې هم غواړي او دا ورسره مخالف نه دی.

د غني په اړه یې ارزونه

احدي په دې مرکه کې وویل: له غني سره مې د لېسې او پوهنتون پر وخت اړیکې دوستانه وې.
د ده په وینا هغه یې په اپوزیسیوني رول کې نیوکې رغونکې نه دي ګنلي، خو وخت په وخت یې په ټلیفون زنګ ور وهلی او مشورو ته یې بللی.

دی وایي:موږ طبعاً مشترک ټکي لرو، د سیستم په اړه مو نظریات یو ډول دي، خو غني د دیموکرات سیستم ملاتړی نه دی او په دې وجه اختلافات ورسره لري.

هغه دغه راز غني با استعداده، پياوړی ستراتیژیست خو ځان غوښتونکی او د ماکیاویلي (مستبد) کرکټر لرونکی ګني.

د پير په لور څنګه مېن شو؟

فاطمه ګیلاني

ډاکټر احدي د افغانستان د مشهور روحاني شخصیت او د ملي اسلامي محاذ ګوند له موسس پیرسید احمد ګیلاني له لور فاطمه ګیلاني سره واده کړی.

په دغه مرکه کې یې پر نوموړې د مېنیدو او ورسره د واده کیسه هم وکړه.

وایي په امریکا کې وم، چې فاطمه ګیلاني د خپل ګوند په استازیتوب په یوه تلویزوني بحث کې د روسیې له سفیر سره یو ځای مېلمنه وه.

دوی دواړه له افغانستانه د روسي ځواکونو پر وتو غږیدل.

احدي وایي د پیر لور هم ښه استدلال کاوه او هم ښکلې وه، له همدې ځایه یې خوښیږي او وروسته په امریکا کې د یوه کنفرانس پر مهال ورسره اشنایي پيلوي.

د هغه په وینا د پير لور یې ډېر نه ځوروي او څه موده وروسته ورسره واده کوي.

د دوی د واده ثمره د طارق او رڼا په نوم دوه اولادونه دي، چې دواړه اوس بهر کې د خپل ژوند ملګرو او اولادونو سره ژوند کوي.

د احدي مېرمنه فاطمه ګیلاني تر څه موده مخکې پورې د افغاني سرې میاشتې د ادارې عمومي ریسه وه، خو پخپله خوښه یې له دندې استعفا وکړه.

د اشخاصو ارزونه

احدي ته په دغه مرکه کې ځینې عکسونه وښودل شول او د ده نظرونه یې په اړه وغوښتل شو.

یو عکس د شکریې بارکزۍ و. احدي هغه باجرئته ښځه وګڼله او هیله یې وښوده، چې بیا د افغانستان په سیاست وځلیږي.

ډاکټر عبدالله یې با استعداده، شیک پوشه او د سنجیده سیاسي حرکاتو لرونکی وباله او ویې ویل: له ده سره کار کول اسانه دي، افهام او تفهیم ورسره کیدای شي.

د پاکستان د پخواني دیکتاتور پرویز مشرف په اړه یې نظر دا و، چې زړور او د پاکستان ګټو ته وفادار سړی و.

د احدي په وینا د مشرف د واکمنۍ پرمهال د پاکستان اقتصاد ښه شو.

هغه یې د افغانستان په اړه د دریځ په تړاو وویل: ډېر کم پاکستانیان د افغانستان په اړه ښه نیت لري.

د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په اړه احدي وویل، چې جامع، فوق العاده ښه سړی او افغانستان ته متعهد و، خو په قدر یې پوه نشوو.

د خپل خسر پیرګیلاني په اړه یې وویل، چې لږ غږیدونکی، ډېر مهربان، اسلام ته ژمن خو عصري او متمدن سړی و.

نور ځوابونه یې

احدي وایي افغاني خوراکونه یې خوښیږي او د ډالرو د نرخ لوړیدو دلیل پر حکومت د خلکو بې اعتمادي او له افغانستانه د پانګونې فرار دی.

هغه د خپلو غوره سیاسي ملګرو په توګه خپله مېرمنه او د افغان ملت ګوند اوسنی مشر ستانه ګل شېرزاد یادوي.

د لوبو په اړه وایي، چې ماشومتوب کې یې والیبال او اوس یې ټینس خوښیږي.

موټر وایي د شوق له مخې نه؛ بلکې د ضرورت له مخې خوښوي.

په دولت کې د کار په اړه یې نظر دا و، چې غني سره جوړ نه راځي.

د لومړني معاش په ځواب کې احدي وویل: ۳۵ کاله پخوا مې اخیسستی او ۳۵۰۰ ډالره و.

د افغانستان په سیمو کې یې د جلال اباد ژمی او د کابل شمالي سیمې خوښیږي.

په موسیقۍ کې یې افغاني پاپ، هندي کلاسیک، غربي کلاسیک او پاپ خوښیږي.

د خپلو اوسنیو سرګرمیو په اړه یې ویل، چې تاریخ لولي او فلمونه ګوري.

ورزش هم کوي، خو هفته کې ۵ ورځې او ټینس کوي.

امان الله خان، داود خان، جمال ناصر، بارک اوباما او هیلري کلینټن یې د خوښې وړ شخصیتونه دي.

د ښځو چار وزارت په اړه وايي، چې دا وزارت تل یوه سیاسي تحفه وي.

د ځان په اړه یې ویل، چې نه غوسه کیږي، خو که کوم بد خبر یې خواشینی کړی، پلی ګرځي او نه ورسره ژاړي.

د ګلبدین حکمتیار ګاونډی دی، وایي ډېر صمیمي روابط نه سره لري، خو له امنیتي اسانتیاوو یې ده ته هم خیر رسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي