کلتور او هنر

د هندي سریالیو مشهوره اداکاره په ناڅاپي مرګ مړه شوه

د هندي سینما د ټلویزیوني سریالونو مشهوره کارکوونکي نېرو اګروال هم له دې نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.

نېرو اګروال د ټلویزیوني ډرامو یوه مشهوره اداکاره وه، چې پرون ناوخته یې د مړه کېدو خبرونه خپاره شول.

دغه ستوري د هندوستان د مشهوري ټلویزیوني سریال (’یہ ہیں محبتیں) کې له کامیابې اداکارۍ وروسته مشهوره شوه.

د نیرول اګروال ناڅاپي مرګ د بالیوډ او ټلویزیوني سریالونو زیات کارکوونکي حیران کړي ځکه نوموړي په ډېر یو ناڅاپي مرګ مړه شوې.

هندۍ رسنۍ وایي چې نیرو اګروال د تېر څلورو ورځو راهیسي د بخار په ناروغۍ اخته وه چې تېره ورځ سهار يې په حمام کې حالت خراب شوی ول، خو مخکې تر دې چې تر روغتون ورسیږي، مرګ یې مېلمه شو.

د نیرو اګروال سره په یوې ډرامي(’یہ ہیں محبتیں) کې د مرکزي رول لوبوونکي اداکارې دیویانکا ترپياټهي(ایشیتا) د خپلې همکارې په مرګ زیاته خواشیني ښودلې او دا یې یو نه باوریدونکی کار بللی.

دیویانکا ترپياټهي ویلي دواړو سره ډېر وخت یوځای تېر کړی او له یوه بله ښې خاطرې لري، د مرګ په تړاوو یې زیاته کړې؛ ((ستا ناڅاپي تګ دا احساس راکړ، چې دنیا د میني لپاره ډېره وړه ده)).

نوموړې پر انسټاګرام خپل اود خپلي مړې شوې همکارې تصویر زړولي او ورسره یې خواشینونکي جملي لیکلي دي.

د یادولو ده چې تېره ورځ هندۍ رسنیو د بالیوډ د مخکښې کورنۍ کپور د مشرې او راج کپور د مېرمنې کرشنا راج کپور د مړیني خبر خپور کړی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی