سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

کرکیټ بورډ افتاب عالم ته سزا واورول، خو افتاب یې نه مني.

د افغانستان کرکیټ بورډ خبر ورکوي، چي افتاب عالم یو کال د کرکیټ د ټولو لوبو څخه محروم سو.

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي دا ځوان تېز توپ اچوونکی د پنځوس اوریز نړیوال جام پر مهال د کرکیټ بورډ او کرکیټ نړیوالي شورا د اصولو او مقرراتو څخه پښه اړولې او له دې بندیز سره مخ سو.

خو افتاب عالم پر خپل فېسبوک پاڼي لیکي، چي بورډ ورسره ظلم کړئ او دده په مخکي یې وړاندي کړې سزا په خبر کي دوه چنده یاده کړې ده.

نوموړی کرکیټ بورډ ته داسي لیکي:

کرکیټ بورډ په خبر کي لیکلي چي افتاب عالم د کورنیو او نړیوالو لوبو د محرومیت سربېره د کرکیټ بورډ سره یې یو کلن قرارداد هم لغوه سو.

د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې په وينا، چې افتاب عالم په نړيوال جام کې له ډسپلين څخه سرغړونه کړې وه، چي له امله يې د کرکټ نړيوالې شورا افتاب عالم له نړيوال جام څخه منع او بېرته هېواد ته راولېږه.

کمېټه زیاتوي، چي د کرکیټ نړیوالي شورا دا پرېکړه د څېړنو وروسته افتاب ته واورول او وروسته د شواهدو په ښکاره کولو سره د بورډ یادي کمېټې خپله پرېکړه هم واورول.

افتاب عالم د نن غبرګون ترڅنګ څو ورځي وړاندي پر خپله فېسبوک پاڼي د کریک انفو نړیوالي ویب پاڼي د تورونو لګولو په اړه هم کلک غبرګون ښوولی وو او د کریک انفو راپور یې بې بنیاده یاد کړی وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.