سپورټ نړیوال کرکټ

د شاهد خان افریدي د نړیوال کرکټ پای ته ورسید

اعلان

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان پښتون شاهد خان افریدي د کرکټ کیریر ۲۰ کلن نړیوال کرکټ پای ته ورسید.

شاهد خان افریدي د انګستان په تاریخي لارډز کرکټ لوبغالي کې د نړۍ په غوره لوبډله کې د ویسټ انډیز خلاف په خیریه سیالۍ کې د لوبیدو موقع ترلاسه کړه او په همدغه سیالۍ کې یې د نړیوال کرکټ څخه «ریټایر مینټ» یا تقاعد اعلان کړ.

  نوموړي د پاکستان لپاره تاریخي نه هیریدونکی کرکټ ترسره کړ، خو په وروستیو کې د پاکستاني کرکټ بورډ سره په اختلافاتو کې ښکیل شو او نړیوال کرکټ یې په هغه ډول پای ته ونه رسید، کوم چې د یو نړیوال افسانوي لوبغاړي لپاره د اعزاز خبره وي.

شاهد افریدي د نړۍ غوره یولس کسیزې لوبډلې د اعلان وړاندې د کرکټ په نړیوالې شورا غږ کړی و، که چیرې ورته په دغه لوبډله کې د لوبیدو وړاندیز وشي، نو پکې به ګډون وکړي.

 د دواړو لوبډلو ترمنځ د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د زیانمن شویو کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو د مرستې راټولولو په موخه ۲۰ اوریزه سیالي د مۍ میاشتې په وروستۍ ۳۱ مه نیټه خیریه سیالي پلان شوې وه، چې وړمه شپه ترسره شوه.

 په دغه سیالۍ کې پاکستاني شاهد افریدي د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې لوبډلمشري هم ترسره کړه او په سیالۍ کې یې د یو لوبغاړي په سوځوولو او ۱۱ منډو جوړلو سره نړیوال کرکټ پای ته ورسو. نوموړی د پاکستان لپاره د نړیوال کرکټ په ۲۷ ټیسټ، ۳۹۸ پنځوس اوریزه او ۹۹ شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د یو پیاوړي الراونډر لوبغاړي په حیث لوبیدلی، چې پکې یې د ۹۸۰۹ منډو جوړلو ترڅنګ ۵۴۱ ویکټې هم ترلاسه کړې وې.

په دغه خیریه سیالۍ کې، چې موخه یې ترې د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د زیانمن شویو کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو لپاره د مرستې راټولول و، شاهد افریدي د خپل خیریه بنسټ لخوا د ۲۰ زره امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړه.

په یاده سیالۍ د پاکستانیو لوبغاړو شاهد خان افریدي او شعیب ملک ترڅنګ افغان لوبغاړي راشد خان، هندي لوبغاړي دینیش کارتیک، نیوزیلینډي لوبغاړو لوک رانکي، میچل میکلینیګن، اسټرالوي سیم بیلنګز، بنګله دیشي تمیم اقبال، سریلانکایي تیسارا پریرا، انګلستاني ټایمل مایلز او نیپالي سندیپ لامیچاني ګډون کړی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی