سپورټ نړیوال کرکټ

د هغه لیګ پای چې یو افغان لوبغاړی په کې ولوبید

اعلان

 د جنوبي افریقا د کورني کرکټ ایمزانسي ۲۰ اوریزه لیګ تجارتي سیالۍ نن پای ته رسیږي، چې پای لوبې ته یې د جوزي سټارز او کیپټاون بلیټز لوبډلې رسیدلې دي.

 دغه لوبې پوره یوه میاشت وړاندې د نوامبر په ۱۶ مه نېټه په جنوبي افریقا کې د ۶ لوبډلو په ګډون سره پیل شوې، چې پکې د جوزي سټارز، کپټاون بلیټز، ټي شوېن، دوربین هیټ، پارل راکس او نېلسن منډېلا لوبډلې شاملې وې.

 په دغه لیګ سیالیو کې افغان لوبغاړی راشد خان هم د دوربین هیټ لوبډلې لپاره په وروستیو لوبو کې ولوبید، خو لوبډلې یې له وړاندې د زیاتو سیالیو په بایللو سره مخکې تګ ونشو کړی.

 د نن ورځې په سیالۍ کې به دواړه لوبډلې د اتلولۍ ګټلو په موخه میدان ته ښکته کیږي، خو تر ډیره داسې ښکاري، چې جوزي سټارز لوبډله یو څه خطر ناک ثابته شي، که څه هم د کپټاون بلیټز لوبډلې سره د ډیل سټین او کونیټین ډیکوک په څیر مشهوره لوبغاړي هم شتون لري، خو بل پلو ته جوزي سټارز لوبډلې په روان لیګ کې بهترینه لوبې ترسره کړې دي، چې آن له ۲۰۰ څخه پورته منډې یې هم جوړې کړې دي.

 د ایمزانسي په نوم د کرکټ ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ د لمړي ځل لپاره د جنوبي افریقا د کرکټ بورډ لخوا ترسره شوې، چې ښآيي راتلونو کلونو کې هم دوام وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی