بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

د افکارو تغیرول؛ لارې او ګټې یې دلته ولولئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

د افرادو د افکارو تغیر:

د انسانانو رنګونه مختلف دي، افکار ئې هم مختلف دي. کله به مو لیدلي وي چي ځیني انسانان یوې موضوع ته له بېلابېلو زاويو ګوري او متفاوت افکار لري. آیا ویلای سو چي د هر فرد د رفتار سبب د هغه یو ډول احساس دئ؟ نو د افرادو د افکار د تغیر له پاره، باید د هغوی احساس هم تغیر کړو. له بله اړخه ليدل کېږي چي د افرادو طرز فکر هم د هغوی د احساس ټاکوونکی دئ. نو د کوم چا د احساس د تغیر (او بالاخره رفتار) له پاره بهترینه لاره د هغه د افکارو تغیر دئ. خو پوښتنه دا ده:

څنګه کولای سو چي افکار تغیر کړو؟

لومړی قدم: اختیاري منفي افکار وپېژنئ

د افکارو په تغیر کي لومړی ګام، د هغوی پېژندل دي. دلته د’ بې اختياره ‘ اصطلاح کارول کېږي. دا منفي افکار دي، ولي چي په فرد کي بد احساس رامنځ ته کوي او بې اختیاره دي دا ځکه چي زموږ له غوښتني پرته راځي.

دوهم قدم: د خپلي بلدتیا غلطۍ مو بررسي کړئ

دې جملو ته پام وکړئ:” اوس هغوی فکر کوي چي زه یو مغروره کس يم “؛”  حتمن ئې زما څخه بد راغلي دي “؛”  زما څخه زهير سوی دئ “؛”  زما ظاهر ورته د خندا ښکارېږي “؛”  حتمن په قهر دئ “؛”  زړه ئې نه غواړي چي څوک ورته متوجه سي “.

آیا تاسي تر دې مهاله پورته جملې نه دي کارولي؟ داسي معلومېږي چي په یادو ټولو مواردو کي د نورو ذهنونه لولو یا کوښښ کوو چي د نورو افکار، احساسات يا نظریات پېش بیني کړو او له بله اړخه پر خپل حدس او ګمان بشپړ باور لرو.

خو آیا موږ په رښتيا سره د نورو د افکارو د لوستلو یا تغیر وړتیا لرو؟ طبیعي خبره ده چي جواب منفي دئ. یا په لاندي مثال کي:” ژوند مي ټول له ماتي سره مخ دئ “؛” هیڅ وخت مي کوم کار سم نه دئ کړی “؛” اصلاً نه سم کولای “؛” زه ښه د ژوند ملګری/ملګرې نه یم “؛” هیڅ ئې پېژنم نه “.

آیا پورتني ټول ویل سوي موارد صحیح دي؟ مثلاً آیا دې سړي په رښتيا هم هیڅ کار سم نه دئ اجراء کړی؟ طبیعي خبره ده چي داسي نه ده او په ویل سوو مثالو کي حتمن د بريالیتوب، په سمه معنا د کارونو کولو، یا ورسره د بلدتوب موارد سته. معلومېږي چي په دې مواردو کي مثبتو ټکو ته پام نه دئ سوی شاید بهتره وي چي دا کس خپل افکار تغیر کړي.

خو ولي ځیني وختونه داسي فکر کوو؟ آیا دا منفي افکار نه دي؟ ځیني وختونه زموږ په دماغ کي د اطلاعاتو تحلیل او تجزیه تحریفېږي. دې تحریف ته چي” سهوي یا د پېژندني تحریف “ ويل کېږي، په بېلابېلو شکلونو راښکاره کېږي. پورتني مثالونه له دې غلطیو دوې نمونې دي.

لومړني مورد ته،” دماغ لوستل “ او دوهمي ته” مثبتو اړخونو ته بې توجهي “ ویل کېږي. په دماغ لوستلو کي فرد هڅه کوي چي د نورو افکار، احساسات او تمایلات پېش بیني کړي یا د هغوی د افکارو د تغییر سبب وګرځي. مثبتو کارونو ته بې توجهي ښيي چي یوازي منفي موارد مدنظر نيول سوي دي او فرد مثبتو مواردو ته پاملرنه نه کوي.

د پېژندني یا درک يوه بله غلطي” د افکارو تغير “ ده. د پېژندني یا درک دا غلطي ددې ښکارندوی ده چي که فرد خپل والا سطحي ته ونه رسېږي، لکه هیڅ بریالیتوب چې نه وي په برخه سوی.

د مثال په توګه: یوه محصل د امتحان له پاره زیاته خواري کښلې ده او نمرې د مخکیني هغه په پرتله زیاتي سوي دي، خو بیا هم خپل ټاکلي حد ته رسېدلی نه دئ. نوموړی فکر کوي:” کوښښونه مي بې فایدې ول او د پخوا په پرتله مي هیڅ تغیر نه دئ کړی آیا دا منفي افکار نه دي؟

اوس که نوموړی محصل فکر وکړي چي:” زه یو مات سوی څوک یم او ټولي هڅي او ټول ژوند مي بې فایدې و بې حاصله دئ “ کولای سو د” مبالغې “ یوه بله غلطي ئې وبولو. “ذهني فلټر “ سبب کېږي چي فرد ځیني واقعیتونه صرفنظر او یوازي څو محدودو هغو ته پام وکړي. د مثال په توګه: هرکله چي څوک وايي:” زما سره هیڅوک مینه نه لري، “ زه یو بې لګښته څوک یم او د چا په درد نه دوا کېږم “ يا” هر وخت چي مي چا ته د دوستۍ لاس ورکړی دئ، نه یم توانېدلی چي دوستي مي محکمه وساتم “ په حقیقت کي نه سي کولای چي هیڅ داسي مورد چي د یادو منفي افکارو خلاف یا برعکس وښيي را په یاد کړي.

مثلاً دا چي مور ئې د هغه سره ډېره علاقه لري یا داسي ملګري او دوستان لري چي د هغه سره تماس نیسي، یا دا چي هغه یوازینی کس دئ چي کتابونه ئې په صنف کي لاس پر لاس کېږي.

ځیني وختونه زموږ ډېری افکار د راتلونکي په اړه وي. خو د راتلونکي له پاره چي چشي پېش بیني کوو، زیات منفي وي. مثلاً”  حتمن به مي امتحان خراب وي “،”  باوري یم چي خبرو ته مي غوږ نه ږدي “،”  ټکیټ به پیدا نه کړم “ ددې کسانو له پاره د افکارو تغیر لازم او ضروري دئ. هیڅ داسي ښکاري نه چي د راتلونکي په اړه دي داسي پېش بینیاني کاملاً صحیح وي، په خاصه بیا که تر يوه بریده يو طرفه وي. د پېژندني یا درک دې غلطي ته” پېش ګویی “ ویل کېږي.

ځیني وختونه زموږ افکار خورا له مبالغې ډک وي او داسي ایسي لکه يوه کوچنۍ موضوع چي ډېره غټوو. دې غلطۍ ته” غټوونه “ ویل کېږي. مثلاً”  عزت مي خاوري سو “،”  بې عزته سو “،”  ټول ژوند مي خراب سو “.”  احساسي استدلال “ هغه وخت دئ چي موږ له کافی دليل پرته او یوازي د هغه احساس په سبب چي لرو ئې، پرېکړه او قضاوت کوو او کېدای سي چي افکار تغیر کړو. مثلاً یو مضطرب کس وايي:” اندېښمن یم، نو حتمن کېدای سي چي بده پېښه راته مخ کړي “.

ځیني کسان د ځانو او نورو له پاره خورا ډېر باید او نباید کاروي. سمه ده چي د ددې باید او نباید شتون تر یوه بریده انګېزه رامنځ ته کوي او د افکارو د تغیر سبب کېږي، خو د کوم شي تضمین نه سي راکولای. مثلاً داسي ويل چي:” باید ښې نمرې واخلم “، یا” باید داسې نه وای ویلي “ دا ددې تضمین نه سي کولای چي هغه کس دي واقعاً ښې نمرې واخلي. بلکي یوازي دومره اثر پرېباسي چي که فرد ښې نمرې وانخلي، ځان رټي یا د هغه خبري په خاطر چي بل چا ورته کړې ده خورا ژر او زیات عصباني کېږي، دې غلطي ته” باید “ وايي.

خپه او غمګین کسان دې ته زیات علاقمند دي چي ځان ته نومونه او القاب ورکړي چي دا یو منفی فکر دئ. هغوی ځانونه ټنبل، بې عقلان او احمقان بولي. موږ ډېری وختونه حتا نور هم په یادو نومونو او خصوصیاتو نوموو یا یوې پېښي ته د بدبختۍ نوم ورکوو. دې غلطي ته” مشخص کول “ وايي.

ډېری کسان ځانونه د منفي پېښو او حادثو مسئول ګڼي. هغوی د هري منفي پېښي نسبت ځانو ته کوي او په خاطر ئې ځانونه رټي چي دا خلک د افکارو تغیر ته اړتیا لري. مثلاً کېدای سي په امتحان کي د ملګرو د ناکامۍ په سبب ځانونه مسئول وګڼي، ولي چي باور لري چي باید د هغوی سره په خوښه ئې درس ویلای چي هغو هم ورڅخه زده کړي وای.

یا کې د يوه ملګري یا دوست سره اړیکه خرابه سوې وي ټولي نیمګړتیاوي او غلطۍ پر خپله غاړه اخلي. دې غلطي ته” شخصي کول “ وايي.

درېیم قدم: د افکارو د تغیر دلایل او شواهد بررسي کړئ

که تاسي لومړني درې کارونه وکړئ نو فوق العاده اغېز بې خپله ووینئ. که باور ولرئ چي کولای سئ لومړنۍ درې مرحلې اجراء کړئ، د افکارو د تغیر جادو به ووینئ. ډېر ژر به ستاسي له ذهنه د ټولو څیزونو په اړه منفي افکار پاک سي. پر دې درو قدمو سربېره نوري طریقې هم د افکارو د تغیر له پاره سته. دا چي نوري طریقې تر تخصص پوري محدودي دي او تر ډېره د يوه متخصص سره سروکار لري نو ځکه ئې دلته له راوړلو څخه منعه کوو.

د افکارو د تغیر پر پورتنیو ویل سوو مواردو سربېره، نوري سپارښتني هم سته چي مراعاتول ئې د افرادو سره مرسته کوي چي پر خپل غمګین حالت مسلط او لا ښه روحیه پیداکړي. په دې برخه کي همدا ځیني سپارښتني درته راوړو.

هغه سپارښتني چي ستاسي د حال په بهتر کولو کي درسره مرسته کوي:

  • کوښښ وکړئ چي هره ورځ پر ټاکلي وخت له خوبه

راکښېنئ. حتا که زړه مو نه غواړي، په محضی بیداره کېدو سره، له بسترې څخه را ولاړ سئ.

  • هرکله چي مو حوصله نه وي، کېدای سي د نورو

سره خبري کول خوند نه درکوي، خو بهتره ده پوه سئ چي په داسي حالاتو کي له نورو سره خبري کولای کولای سي چي ستاسي د افکارو په تغیر کي مرسته وکړي. د هر چا سره چي مو خوښېږي او د چشي په اړه چي مو خوښېږي، بحث وکړئ.

  • هرکله چي مو زړه خپه وي کوښښ وکړئ چي په

ژوند او افکارو کي مو کوچني تغیرات راولئ. د خوني سټایل مو تغیر کړئ، خپلي جامې مو بدلي کړئ، وېښتان مو لنډ کړئ، که یو ځای ته روان ياست، مسیر مو بل لوري ته وګرځوئ.

  • د خپل زړه یار و آشنای ته زنګ ووهئ. د یوه

پخواني ملګري لیدو ته ولاړ سئ.

  • کوښښ وکړئ چي د خپلي چهرې حالت تغیر کړئ.

څېړونکو په ډاګه کړې ده چي ستاسي صورت حال کولای سي چي ستاسي د افکارو د تغیر سبب سي. نو وخاندئ او که بې اختیاره مو تندی تریو کړی وي، کوښښ وکړئ چي د تندي ګونجي مو خلاصي کړئ.

  • هرکله چي مو صورت حال ښه وي، ټول هغه څه

چي تاسي خوشحالوي، د يوه لیست په بڼه ولیکئ. همدارنګه د هغو کسانو یو بل لیست چي په لیدو او ورسره خبرو کولو تاسي انرژې اخلئ او تاسي ته خوند درکوي، جوړ کړئ. د ناراحتۍ پر مهال دې فهرستونو ته مراجعه وکړئ او چي کولای سئ هغه موارد اجراء کړئ څو منفي افکار درڅخه لېري سي.

  • کوښښ وکړئ چي د خپل خپګان سبب پیداکړئ او

ځان ته ور په یاد کړئ چي د یاد سبب په له منځه وړلو سره به ستاسي حال هم بهتر سي.

  • د خپلو مثبتو خصوصیاتو او وړتیاوو يو فهرست او

بل یو د خپلو بریالیتوبونو څخه جوړ کړئ. حتا ډېر کوچني موارد هم په دې لیست کي شامل کړئ. کولای سئ چي له خپلو نژدې ملګرو او دوستانو څخه په دې باره کي مرسته وغواړئ. هر وخت چي د ناراحتۍ او بې اهمیتۍ احساس کوئ، پر دې فهرست راوګرځئ چي په تاسي کي د افکارو تغیر راښکاره سي.

  • هرکله چي کوم کار ښه اجراء کوئ یا هر وخت چي

مو حال ډېر ښه وي، خپل احساس او افکار یاداښت کړئ. د ناراحتۍ پر مهال د یادو یاداښتونو لوستل، تاسي ته ښکاره کوي چي ستاسي دا بد حال همېشنی نه وي او لږ وروسته به ښه حالت ولرئ.

  • د ځان له پاره د ساتېري بهانې ولټوئ. له ساتېري

څخه مو هدف هغه کارونه دي چي یوازې د خوند اخیستلو په خاطر کوئ.

  • ورزش کول مه هېروئ. په هر کار کي چي جسماني

فعالیت او تحریک وي، ستاسي حال حتمن بهتر کوي. که د پلي تګ پر مهال مو منفي افکار درباندي غلبه کوي، بل ورزش شروع کړئ. نرمش او ایروبیک ورزشونه او همدارنګه لامبل هم خورا ګټور دي.

  • په داوطلبانه او خیریه کارونه کي برخه واخلئ.
  • خپل مذهبي باورونه پیاوړي کړئ او پر خدای ج

باندي توکل وکړئ.

  • ومنئ چي هر انسان بېل خصوصیات او بېلي

ځانګړتیاوي لري. پر خپلو خاصو خصوصیاتو تاکید وکړئ.

  • واقعي اهداف ولرئ. د ځانو له پاره سخت او مشکل

اهداف مه ټاکئ او له حده زیات مسئولیت ته اوږه مه ورکوئ. له ځان څخه زیات توقعات مه لرئ. هره ورځ د ځان له پاره یو کوچنی هدف وټاکئ او کوښښ وکړئ چي هغه ته ورسېږئ.

  • پام مو وي چي خپګان زموږ انرژي او انګېزه

راکموي او د منفي افکارو د رامنځ ته کېدو سبب کېږي. په ورځ کي حتا د یوه کوچني کار اجراء کول ستاسي سره مرسته کوي چي د ځان په اړه غوره احساس ولرئ.

  • د خپلي هري ورځي له پاره لذت بخښوونکي، که څه

هم کوچني وي، کارونه انتخاب کړئ.

  • ځان ته اجازه ورکړئ چي خپل احساسات عملي

کړئ، خو په یوه مناسبه طریقه. که په ژړا سره سمېږئ، وژاړئ. که عصباني ياست، د خپل خښم د ښکاره کولو له پاره مناسبه لاره پیداکړئ.

  • دقت وکړئ چي ستاسي د خپګان او غمګینۍ دوره په

کومو نښانو سره پیلېږي ( زیات خوب، له دریڅې وتل، او…) ددې نښانو شتون یا حضور د یوه خبر په توګه مدنظر ونیسئ او د ځان سره مرسته کول پیل کړئ چي دا د افکارو په تغیر کي یوه مهم ترینه لاره ده.

  • منفي باورونه مه لرئ او ځان ته منفي افکار مه

پرېږدئ. د چټکي پایلي معلومولو پر ځای، کوښښ وکړئ پر هغه څه چي پوهېږئ سم، واقعي او د مشاهدې وړ دي، تاکید وکړئ. یوازي پر منفياتو تاکید مه کوئ.

  • مه هېروئ چي کېدای سي پورته ټول موارد ستاسي

له پاره ګټور نه وي. غوره ده چي هغوی وازمویئ او هغه موارد چي ستاسي له پاره موثرتره دي پیداکړئ چي د افکارو تغیر احساس کړئ او پایلې وګورئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي