بریا او پرمختګ سیاست مخکښان

هغه افغان ویاندویان چې مهم چارواکي او سیاستوال شول!

لیکنه: ياران

د افغانستان په سیاست او حکومتولۍ کې د سیاسي او حکومتي چارواکو د ویاندویانو ونډه د پام وړ ده.

د سیاسي او حکومتي ویاندویانو سلسله غالباً د مجاهدینو له حکومته پيل شوې.

دلته له هماغه وخته د یو شمېر ویاندویانو یادونه کوو او ورپسې د حامد کرزي او اشرف غني په حکومتونو کې د ویاندویانو د چارواکي توب او په سیاسي څېرو بدلیدو ته یو ځغلند نظر اچوو:

کریم خلیلي


کریم خلیلي د ډاکټرنجیب د حکومت په وروستیو کې د ایران مېشتو شیعه مذهبو افغان جهادي تنظیمونو د ګډې شورا ویاند و. هغه وروسته د علي مزاري په مشرۍ د حزب وحدت ګوند سیاسي مسول او له وژل کیدو وروسته یې د دغه ګوند مشر شو.

خلیلي د طالب واکمنۍ خلاف د احمد شاه مسعود په مشرۍ د شمال ټلوالې مهم متحد و.

دی د طالب واکمنۍ له سقوط او د کرزي له موقت حکومت څخه وروسته د هغه په مشرۍ د انتقالي ادارې مرستیال شو، چې مرستیالۍ یې تر۲۰۱۴ یانې د کرزي د ولسمشرۍ ترپایه دوام وکړ.

خلیلي په ۲۰۱۴ کې له اشرف غني سره په ګډه د بدلون او دوام ټاکنیز ټیم رامنځته کړ، چې خپل ګوندي مرستیال سرور دانش یې د دغه ټیم دویم معاونیت ته وړاندې کړ.

خلیلي اوس د سولې د عالي شورا د ریس په توګه دنده ترسره کوي.

ډاکټرعبدالله


ډاکټرعبدالله د طالب واکمنۍ پروخت د شمال ټلوالې ویاند و. هغه د طالبانو تر سقوط وروسته په بن کې د شمال ټلوالې د استازي پلاوي غړی و. په بن کې دی د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو. عبدالله کلونه ـ کلونه په دې دنده و، خو په ۲۰۰۹ کې د کرزي پر وړاندې ولسمشریزو ټاکنو ته ودریده.

په دغو ټاکنو کې نوموړي کرزي نه وروسته ډېرې رایې وګټلې او ټاکنې یې له درغلیو ډکې وبللې.

په ۲۰۱۴ کې عبدالله په لومړي پړاو ټاکنو کې له غني څخه زیاتې رایې وګټلې خو د پنځوس جمع یو رایو د نه بشپړولو له کبله خبره دویم پړاو ته لاړه.

مخکې له دې چې غني د دویم پړاو ټاکنو رسمي ګټونکی اعلان شي، د هغه او عبدالله ترمنځ د ټاکنو د درغلیزه کیدو په سر جنجال وشو، چې په پایله کې دواړه د امریکا په منځګړتوب د ملي یووالي په نوم ګډ حکومت جوړولو ته راضي شول.

په دې حکومت کې دواړه د شوي هوکړه لیک له مخې پنځوس ـ پنځوس سلنه ونډه او عبدالله پکې د اجرایه ریاست په نوم د یوې نوې ادارې مشري او په واقعیت کې د صدراعظم په توګه دنده لري.

خالد پښتون


خالد پښتون له ۲۰۰۱ وروسته په کندهار کې د والي ګل اغا شېرزي ویاند و. هغه د طالب واکمنۍ له سقوط څخه وروسته په لومړنیو پارلماني ټاکنو کې نوماند شو، چې څوکۍ یې وګټله او د ولسي جرګې غړی شو.

پښتون په دویم ځل بیا پارلماني ټاکنو ته نوماند شو، چې ټاکنې یې وګټلې او اوس هم د پارلمان غړی دی.

یوسف پښتون


یوسف پښتون هم په کندهار کې څه موده د والي ګل اغا شېرزي ویاند پاتې شوی. هغه د انجینرۍ په برخه کې زده کړې کړي. یوسف پښتون د کرزي په حکومت کې د ښارجوړونې وزیر او وروسته د ښارجوړونې په برخه کې د ولسمشر سلاکار پاتې شوی.

هغه اوس مهال په همدې برخه کې د ولسمشر غني سلاکار دی.

سید فضل اکبر
سید فضل اکبر د موقت حکومت له جوړیدو وروسته د کرزي لومړنی ویاند و. هغه تر لنډه موده ویاندۍ وروسته د خپل پلرني ټاټوبي( کونړ) والي وټاکل شو.

فضل اکبر د ولایت له دندې پای ته رسیدو وروسته امریکا ته، چې د هغه دویم هېواد و، بیرته ستون شو.

وحید عمر


وحید عمر په ۲۰۰۹ کې د ولسمشر کرزي د ټاکنیز کمپاین ویاند و. هغه وروسته د حکومت د رسنیو د مرکز مشر او بیا د ولسمشر کرزي ویاند شو.

عمر ترڅه موده دندې وروسته ظاهراً د ولسمشر کرزي د دفتر له ریس کریم خرم سره د جنجال له کبله استعفا وکړه او د افغانستان ۱۴۰۰ په نوم د یوه سیاسي جریان له موسسینو څخه شو.

دی په ۲۰۱۴ کې د ولسمشریز نوماند زلمي رسول د کمپاین مشر او په دویم پړاو ټاکنو کې له عبدالله سره د زلمي رسول له ملګري کیدو سره د عبدالله پلوی شو.

د ملي یووالي حکومت له جوړیدو وروسته وحید عمر په ایټالیا کې د افغانستان سفیر وټاکل شو، چې لا دغه دنده مخته وړي.

جاوید لودین


جاوید لودین د ولسمشر کرزي ویاند و، چې وروسته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وټاکل شو.

لودین د کرزي د حکومت تر آخره په دغه دنده پاتې او د غني په حکومت کې یې څوکۍ حکمت خلیل کرزي ته وسپارل شوه.

لودین دمګړۍ په حکومت او سیاسي ډګر کې نه ښکاري، خو وېل کیږي چې د ولسمشرغني پر وړاندې د یوه جوړیدونکي ټاکنیز ټیم ملګری دی او د پردې شاته په سیاست بوخت دی.

سیامک هروي


سیامک هروي افغان ناول لیکونکی او ژورنالیست دی، چې مخکې یې په انیس ورځپاڼه کې دنده لرله. د ښاغلي کرزي د حکومت پرمهال دی د ولسمشر د ویاند مرستیال وټاکل شو. د حکومت په وروستیو کې یې انګلستان ته د افغان سفارت د فرهنګي آتشې په توګه ورغی.

معلومه نه ده،چې هغه اوس هم پر دې دنده شته کنه، خو هغه اوس په لیکنو کې د حکومت منتقد دی.

جانان موسی زی


جانان موسی زی د حامد کرزي د حکومت په وروستیو کلونو او هم د غني د حکومت په پيل کې تر یوه وخته د بهرنیو چارو وزارت ویاند و.

هغه له ویاندۍ وروسته په چین کې د افغانستان سفیر وټاکل شو.

لطف الله مشعل


مشعل د کرزي د حکومت پرمهال د کورنیو چارو وزارت لومړنی ویاند و، چې وروسته د لغمان والي او بیا د ملي امنیت لوی ریاست ویاند وټاکل شو.

هغه څه موده مخکې د ملي امنیت له یوه ریاست څخه استعفا وکړه او له کابله ولسي جرګې ته نوماند شو.

عادله راز


عادله راز د کرزي د حکومت په وروستیو کلونو کې د ولسمشر مرستیاله ویانده وه، چې وروسته د ولسمشرغني په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیاله وټاکل شوه.

عادله راز د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ریس عبدالمتین بیګ مېرمنه ده.

اجمل عابدي


عابدي د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټاکنیز ټیم غړی و، چې د هغه له ولسمشر کیدو سره د هغه لومړنی ویاند وټاکل شو.

نوموړی څه موده وروسته د ملي امنیت په لوی ریاست کې د پلان او پالېسۍ مرستیال وټاکل شو، چې لا پردې دندې کار کوي.

طاهر زهیر


زهیر د کریم خلیلي په مشرۍ د حزب وحدت ګوند اړوند او د ۲۰۱۴ په ولسمشریزو ټاکنو کې د غني د کمپاین ټیم له ویاندویانو څخه و.

هغه وروسته د بامیان والي وټاکل شو، چې لا دغه دنده مخته وړي.

ډاکټر عبدالعلي محمدي


محمدي هم په ۲۰۱۴ ټاکنو کې د غني د کمپاین ټیم له ویاندویانو څخه و. هغه په حقوقو کې دوکتورا لري، چې له همدې کبله ولسمشرغني د خپل حقوقي او باصلاحیته سلاکار په توګه ټاکلی و.

دی وروسته د پخواني کابل د نسکوریدو د یوه بندي عامل د موقت خلاصون او ورسره د یوه ښارګوټي د تړون لاسلیکولو په قضیه کې له دندې ګوښه شو.

مینه پال


دواخان مینه پال په کندهار کې د ازادۍ راډیو خبریال او بیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریس و. دی څو کاله مخکې د ولسمشر غني د ویاند مرستیال وټاکل شو، خو څه موده مخکې یې استعفا وکړه او د کوچیانو له حوزې څخه ولسي جرګې ته نوماند شو.

چخانسوري


هارون چخانسوري څو کاله مخکې د ولسمشر ویاند وټاکل شو، خو له څه مودې دندې وروسته د چارو د ادارې مرستیال شو. څو میاشتې وړاندې هغه بیرته د ولسمشر د ویاند او د دفتر ریاست د مرستیال په توګه دنده پيل کړه.

حمدالله محب


حمدالله محب هم لنډه موده د ولسمشر غني په حکومت کې د هغه ویاند پاتې شوی. دی وروسته په امریکا کې سفیر وټاکل شو . اوس په تازه ورځو کې محب د ملي امنیت د سلاکار په توګه ګومارل شوی.

فیض الله ذکي


ذکي د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند ویاند و. هغه له غني سره د دوستم له ټاکنیز اتحاد وروسته د ۲۰۱۴ په ټاکنو کې د غني د ټیم له ویاندویانو څخه هم و. بیا د ملي امنیت شورا دفتر مرستیال او وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزیر شو. ذکي اوس هم د وزارت پر څوکۍ کار کوي.

نظیف الله سالارزی


سالارزی مخکې اوږده موده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر ویاند و. د ولسمشرغني په حکومت کې لنډه موده د هغه ویاند او بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي مرستیال وټاکل شو.

اجمل حمید عبدالرحیمزی


عبدالرحیمزی د غني په حکومت کې د مالیې وزارت د عامه اړیکو ریس او ویاند و. لږه موده مخکې دی د سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو.

سید آقاحسین سانچارکی


سانچارکي د ۲۰۰۹ ولسمشریزو ټاکنو له وخته د ډاکټرعبدالله ویاند و، په ۲۰۱۴ کې یې هم ملګرتیا ورسره وکړه او د اجرایه ریس په توګه د هغه له ټاکنې وروسته له نوموړي سره مطبوعاتي سلاکار و.

سانچارکي اوس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال دی.

منیره یوسف زاده


منیره د کرزي په حکومت کې د سیمه ییزو ارګانونو په اداره کې د مطبوعاتو د برخې کارمنده وه، چې وروسته ویانده او د نشراتو د برخې ریسه شوه.

هغه څه موده مخکې په ټولنیزو چارو کې د کابل د والي مرستیاله وټاکل شوه.

سید انتظار خادم


خادم د کرزي د حکومت پرمهال د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې ویاند او بیا د سولې شورا د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار و.

هغه وروسته په امریکا کې د نړیوالو اړیکو ماسټري واخیسته او اوس د ازاد سیاسي فعال او شنونکي په توګه په سیاسي برخه کې مطرح دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران