سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

افغانستان یوه میاشت د ایرلینډ کوربتوب کوي

افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد په توګه د یوې اروپایي لوبډلې کوربتوب ته ټټر وهلی، دا کوربتوب له افغانستان څخه لرې په هندوستان کې ترسره کېږي، هند د افغان لوبډلې لپاره د دېرادون په نامه لوبغالی په واک کې ورکړی، ترڅو یې د هوم ګراونډ یا کورني لوبغالي په توګه وکاروي.

د افغانستان او ایرلېنډ لوبې نن پېلېږي، ایرلېنډ د ۹ لوبو مېلمستیا ته زړه ښه کړی، نن مازیګر پنځه نیمې بجې لومړۍ شل اوریزه لوبه پېلېږي.

تېر کې ۹ شل اوریزې لوبې افغانستان ګټلي او درې بیا ایرلېنډ خپلې کړي دي.

د شل اوریزو لوبو لړۍ د فبروري په ۲۴ مه نېټه پای ته رسېږي، ورپسې د فبروري په ۲۸ مه نېټه د ۵ یو ورځنیو لوبو پیل کېږي، دا لوبې به د افغانستان پر وخت غرمه مهال شا او خوا ۱۲ بجې پېلېږي.

د پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ د مارچ په لسمه نېټه پای ته رسېږي او بیا د یواځېنۍ ټېسټ لوبې لپاره کوربتوب شروع کېږي.

یواځېنۍ ټېسټ لوبه د مارچ په ۱۵ مه نېټه پېلېږي او د مارچ په ۱۹ مه نېټه پای ته رسېږي، د دې لوبې د پیل لپاره لوبغاړي د سهار په ۹ بجو لوبغالي ته کوزېږي.

افغان لوبډله کابو یوه میاشت د ایرلېنډ مېلمستیا کوي.

افغانستان تېر کال هندوستان ته خپله لومړۍ ټېسټ لوبه بایللې وه او پاکستان بیا ایرلېنډ ته ماته ورکړې وه.

دواړو لوبډلو د اوږدې مودې راهیسې هڅې پیل کړي، چې کرکټ کې پرمختګ وکړي؛ خو افغان لوبډله نسبت ایرلېنډ ته ځوانه ده او لږ وخت یې کېږي، چې کرکټ ته راغلې؛ خو پرمختګ یې تر ایرلېنډ څه چې له سترو لوبډلو چټک دی.
ښه بېلګه یې د افغان لوبډلې غوره کېدل دي، چې نړیوالو جامونو کې به لوبېږي.

می میاشت کې د افغان لوبډلې په شتون کې ۵۰ اوریز نړیوال جام پېلېږي او د ۲۰۲۰ م کال شل اوریز جام کې هم افغان لوبډله په مستقیم ډول ور داخله شوې ده.

ایرلېنډ پخوا د افغانستان پر وړاندې لوبډلې اعلان کړي، د ګېري ویلسن په نشتون کې به اوپنر توپ وهونکی پال سټېرلېنګ د شل اوریزو لوبو لوبډلمشري وکړي، ګېري ویلسن ټپي دی او ښایي ټول سیریز کې ونه لوبېږي.

ځوان لوبغاړي او نوملړ کې شاملول
افغانستان د هر فارمټ لوبو لپاره جلا لوبغاړي اعلان کړي، شرف الدین اشرف، اکرام علي خېل او وقار سلام خېل ځوان لوبغاړي په نوملړ کې اچول شوي دي.

له اوږده ځنډ وروسته درې ځدرانان شاپور، نورعلي او دولت د لوبډلو بشپړ نوملړونو کې اخېستل شوي دي، دوی درې واړه ژوبل وو؛ اوس یې ټپونه ټکور شوي او لوبو ته چمتو دي.

حمید حسن دغو لوبو ته لا هم نه دی چمتو او شهزاد محمدي بیا شل اوریز نوملړ کې نه دی شامل.

هندوستان کې د ایرلېنډ لپاره ننګونه
د هندوستان په ویشتن ځایونو ایرلېنډ ته ستره ننګونه د افغان سپېن بالرانو مقابله ده، راشدخان، مجیب او محمدنبي هغه توپ اچوونکي دي، چې ایرلېنډ په ګونډو کولای شي.
دا ځکه چې د هندوستان پیچونه د سپېن توپ اچونې لپاره ډېر مساعد دي.
خو جورج ډکرل او سیمي سېنګ بیا کېدای شي افغان توپ وهونکو ته یو څه خطرناک تمام شي.

له ننګونو سره، سره د ایرلېنډ پخوانی لوبډلمشر او په شل اوریزو لوبو کې شامل لوبغاړی پورټرفیلډ بیا هم خپلو لوبغاړو ته خوشبین دی، چې ښه لوبې به وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي