سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

له بشپړ غړیتوب وروسته د ژر لوبو ګټلو ریکارډونه

افغانستان د کرکټ نړیوالې د بشپړ غړېتوب لرونکې لوبډلې په توګه دوهمه لوبډله شوه، چې ډېر ژر لوبه ګټي.

په ۲۰۱۷ م کال کې افغان لوبډلې بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ او په ۲۰۱۹ م کال کې یې لوبه وګټله.

افغان لوبډله د دوه لسیزو لوبډلو ده او دې لوبډلې د پرمختګ وعده عملي کړې.

ریکارډونه
په دې برخه کې لومړی ریکارډ د اسټرالیا دی، دې لوبډلې په ۱۸۷۷ م کال کې د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې په توګه ټېسټ لوبې پیل کړې او لومړۍ لوبه یې په همدغه کال وګټله.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې په توګه وپېژندل شوه او په ۲۰۱۸ کال کې یې لومړۍ لوبه وکړه او ۲۰۱۹ کال کې یې لومړۍ لوبه وګټله، چې په دې ډول دوهمه لوبډله شوه، چې ژر لوبه ګټي.

انګلستان د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې په توګه دریمه لوبډله ده، چې لوبه یې ګټلې ده په ۱۸۷۷ م کال کې یې دوه ټېسټ لوبو کې یوه ګټلې وه.

سهیلي افریقا څلورمه لوبډله ده، چې په ۶ ټېسټ لوبو کې یې بریا حاصله کړې ده، دې لوبډلې په ۱۸۸۹ م کال کې پیل وکړ او ۱۹۰۶ م کال کې یې لوبه وګټله.

ویسټ انډیز پنځمه لوبډله ده، په ۱۹۲۸ م کال کې یې ټېسټ لوبې پیل کړي او په ۱۹۳۰ م کال کې یې ټېسټ لوبه وګتله.

نیوزیلېنډ په ۱۹۳۰ م کال کې پیل وکړ او په ۱۹۵۶ م کال کې یې لوبه وګټله، دا شپږمه لوبډله ده، چې لوبه یې ګټلې.

هندوستان په ۱۹۳۲ م کال کې د ټېسټ لوبو پیل کړی او په ۱۹۵۲ م کال کې یې لومړۍ لوبه وګټله.

پاکستان په ۱۹۵۲ م کال کې د لوبو پیل کړی او په ۱۹۵۲ کال کې یې لوبه هم ګټلې ده، دا هم په دوهم نمبر کې راځي.

سریلانکا په ۱۹۸۲ م کال کې پیل کړی او په ۱۹۸۵ م کال کې یې لومړۍ لوبه ګټلې ده.

زِمبابوې په ۱۹۹۲ م کال کې پیل کړی او په ۱۹۹۵ م کال کې یې لومړۍ لوبه ګټلې ده.

او بنګله دېش په ۲۰۰۰ م کال کې د ټېسټ لوبو پیل کړی او په ۲۰۰۵ م کال کې یې لومړۍ ټېسټ لوبه ګټلې ده.

راشدخان، رحمت شاه او جنت افغانستان ته تاریخي بریا ورکړه
د کرکټ نړیوالې شورا د لومړۍ ټېسټ لوبې له بریا وروسته په خپله وېب پاڼه لیکلي، راشدخان، جنت او رحمت شاه، افغانستان ته تاریخي بریا ورکړه.
افغان لوبډلې ایرلېنډ ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

د لومړۍ لوبې بریا او د لوبغاړو لوبه
پیل له یمین احمدزي څخه کوو، یمین احمدزی په یو ورځنیو لوبو کې نه و اخېستل شوی او په ټېسټ سکواډ کې شامل و، دا چې یمین یو فسټ بالر دی باید په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې هم باید وخت ورکړل، یمین په دواړو پاڼیو توپ اچونه کې کلیدي لوبغاړي وسوځول او شپږ ویکټې یې واخېستې.
احمدزي له خوا لومړۍ پاڼۍ کې پال سټېرلېنګ، بلبېرني او ډوکرېل وسوځول، دوهمه پاڼۍ کې یې پورټرفیلډ، سټېرلېنګ او ټېم مورتګ وسوځول، په دواړو پاڼیو کې یې ۶ وېکټې واخېستې، ۹۳ یې منډې ورکړې، ۲۶ اورونه یې وکړل، چې ۳ یې پکې مېډن کړل.
راشدخان په لومړۍ پاڼۍ توپ اچونه کې درې وېکټې واخېستې، په ۱۲ اورونوکې یې ۲۰ منډې ورکړې او پنځه اورونه یې مېډن کړل.
دوهمه پاڼۍ توپ اچونه کې یې ۳۲ اورونه وکړل، ۷ مېډن کړل، ۸۲ منډې یې ورکړې او ۵ وېکټې یې واخېستې.

توپ وهنې برخه
په لومړۍ لوبه کې د څلورو توپ وهونکو ښې توپ وهنې زمونږ بریا ته لاره هواره کړه، رحمت شاه ۹۸ ، اصغر افغان ۶۷ ، حشمت الله ۶۱ او د شهزاد ۴۰ منډو مونږ له لومړي سره بریالي کړو او په ایرلېنډ مو د منډو په لحاظ پوروړی کړ.
دوهمه پاڼۍ کې جنت او رحمت شاه اوږدې ملګرتیا مونږ ته بریا کړه او د ایرلېنډ ۱۴۷ منډې هدف مو د درې لوبغاړو په لاسه ورکولو سره پوره کړ.
رحمت شاه ۷۶ او احسان الله جنت ۶۵ ناټ اوټ منډې وکړې.
رحمت شاه ۱۲۲ توپونه لوبولي وو او ۱۳ څلوریزې ووهلې او جنت بیا ۱۲۹ توپونه ولوبول ۸ څلوریزې او ۲ شپږیزې پکې شاملې وې.
د کرکټ نړیوالې شورا د وېب پاڼې سربېره ، کرېک بز وېب پاڼې هم د افغان لوبډلې ستاینه کړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی