افغانستان بریا او پرمختګ ساینس او ټیکنالوژي کلتور او هنر

نوې طرحه؛ افغانستان د روباټ جوړونې مرکز جوړوي

لیکنه: بشر درویش

افغان حکومت د یوه نوي پلان له مخې غواړي د روبات جوړونې یو مرکز جوړ کړي.

د دغه مرکز د جوړولو طرحه د افغانستان د مخابراتو او ټېکنالوژۍ وزارت چمتو کړې او د وزیرانو شورا غونډې ته یې وړاندې کړې ده.

تایید شوې طرحه
د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د حکومت اجرایه ریاست، چې هره دوشنبه د وزیرانو شورا د اونیزو غونډو کوربه وي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روباټ جوړونې د مرکز جوړولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت دا نوې طرحه د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د وزیرانو شورا تایید کړې ده.

سرچینه وایي یادې شورا طرحه بحث کړې او ارزولې ده.

مهمه اړتیا
افغان وزیرانو شورا د روباټ جوړونې د مرکز جوړول یوه مهمه اړتیا ګڼلې، خو ټینګار یې کړی چې مخابراتو وزارت دې په دې اړه د کابل او پولي تخنیک له پوهنتونونو سره په همغږۍ د یاد شوي مرکز پر جوړولو کار وکړي.

ننګونې څه دي؟
په افغانستان کې شدیده حکومتي بیروکراسي یا په عامه اصطلاح کاغذ پراني د داسې مبتکرو هڅو مخکې تر ټولو لوی خنډ ګڼل کیږي.

له دې وراخوا د روباټ جوړونې د ځای او فعالانو امنیت او تر دې هم مهم په حکومتي او غیر حکومتي کچه د دوی اقتصادي ملاتړ په دې برخه کې لویې ستونزې ګڼل کیږٍي.

د روباټ جوړونې مخینه
د افغانستان په لویدیز ولایت هرات کې لا له وړاندې د ښځینه زده کوونکو یوې ډلي د روباټ جوړونې په برخه کې ځینې نوښتونه کړي.

دا ډله په یوه سفر امریکا ته هم تللې، چې هلته یې د روباټ جوړونې په یوه نړیواله سیالۍ کې جوړ کړو روباټونو د سپینو زرو مډال ګټلی و.

د بې پیلوټه الوتکو ژمنه
په هرات کې د ښځینه روباټ جوړونکو د ډلې روزونکي علي رضا مهربان ژمنه کړې وه، چې که حکومت ورته د بې پیلوټه الوتکو د وسایلو د واردولو اجازه ورکړي او هم یې امنیت ونیسي، دوی د بې پیلوټه الوتکو جوړولو ته هم تیار دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي