افغانستان ټولنیز ژوند سرسکالو

روغتیایي سکتور او مافیا؛ د سپینو جامو غله څنګه د ولس وینې زبېښي؟

لیکنه: بشر درویش

دا به مبالغه نه وي که وویل شي، چې امریکا افغانستان ته له راتلو سره افغانان له باران څخه بچ او تر ناوې لاندې کېنول.

که څه هم د دوی په ژوند کې ظاهراً ډېر بدلونونه ولیدل شول او له شک پرته، چې تر ډېره دا بدلونونه د قدر وړ هم دي، خو په اوږدمهاله ډول ډېر بدلونونه لړزانده، بدلیدونکي او په ګواښ بدلیدونکي هم وو.

د مافیا د بنسټ ډبره ایښودل

په افغانستان کې د حامد کرزي د موقت حکومت له پيله د یوه لړزانده حکومت ترڅنګ په مختلفو برخو کې د مافیایي جوړښتونو بنسټونه هم کیښودل شول.

یوه کوچنۍ ډله، چې پر هرڅه واکمن شوي وو، هم یې واک و ځواک انحصار کړ او هم یې د خپلو دوامداره ګټو د تامین لپاره د هرې برخې د خصوصي کولو هڅې پیل کړې.

د افغانستان اوسنی اساسي قانون، چې د همدغه نظام له پيل سره رامنځته شو، په اقتصادي برخه کې یې ازاد بازار او خصوصي سکتور ته وده ورکول د حکومت اقتصادي تګلاره او لومړیتوبونه وټاکل.

له دې سره په هره برخه کې دوی پانګونې وکړې او پخپل واک کې یې راوستل.

مثلاً: که چا په پوهنې وزارت کې مهمه دنده لرله، په خصوصي سکتور کې یې پر خصوصي ښوونځیو پانګونه وکړه.

که چا په لوړو زده کړو وزارت ولکه لرله، هغوی اکثرو خصوصي پوهنتونونه جوړ کړل.

د امنیتي ادارو لوړپوړو کسانو خصوصي امنیتي کمپنۍ، د روغتیایي سکتور مسولینو او واکدارانو خصوصي روغتونونه او نورو هر یو د خپل وس او واک د دایرې له مخې یوه برخه انحصار او یا پکې پانګونه وکړه.

دوی ځینو له بهرنیو متخصصینو او مشاورینو هم ګټه واخیسته، دلته یې راوستل، د ظاهري ښکلا او جوړښت له مخې یې په معیار برابر، خو د کیفیت له مخې په نشت حسابې پانګونې وکړې.

دغه ډله خلک د وخت په تېریدو سره هر یو په یوه لویه او کوچنۍ مافیا بدل شول، چې اوس یې تر خپله وسه ولس ته سرخوږی پیدا کړی.

د روغتیایي سکتور مافیا

د افغانستان نیږدې ټول مهم روغتونونه یا د مشهورو ډاکټرانو، یا روغتیایي چارواکو یا پېژندل شویو او اغېزناکو شخصیتونو اړوند دي.

دوی څه ښکاره او څه پټ له دغو روغتونونو سره نیږدې اړیکې لري، یا یې د بهرنیانو په شراکت د هغوی نومونه پرې ایښي او د اور په بیه خلکو ته درملنه او روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

د روغتیایي سکتور مافیا مو ځکه ورته وویل، چې په واقعیت کې هم دغه پانګونې تر ډېره مافیایي رنګ لري.

دلیل یې دا دی، چې دغو خلکو د دولت په مهمو او مختلفو بنسټونو کې له خپل اغېز، اړیکو او ونډې ورکولو څخه په ګټې اخیستو په لوی لاس د دولت له لورې د مجهزو عامه روغتونونو د جوړیدو مخه نیولې ده.

د مجهزو دولتي روغتونونو مخنیوی

په دومره کلونو کې افغانستان ته د میلیاردونه ډالرو له راتلو سره تراوسه دولت نه دی بریالی شوی، چې د ځینو عامو او په اسانه د درملنې وړ ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره مجهز روغتونونه ولري.

دا حالت سبب شوی، چې هره ورځ زرګونه افغانان څه پخپلو پیسو او څه په سوال و پور د منځنۍ سطحې ناروغان هم ګاونډیو او بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره یوسي.

په کور دننه به سهي ده، چې تر یو ځایه د روغتیایي سکتور د بې باوره کولو لپاره کار کیږي او ځینې خلک بې ضرورته هم نورو هېوادونو ته د ناروغانو لیږلو ته استوي، خو واقعیت دا دی چې دلته د روغتیایي خدمتونو کیفیت ریښتیا هم ډېر بد، ظالمانه او د نه زغملو وړ دی.

څه باید وشي؟

د افغانستان اوسنی حکومت د طرحو په حکومت مشهور دی، داسې برخه به یې نه وي، چې هره ورځ پکې د سل و زرو نویو طرحو د جوړیدو ادعا نه کیږي.

په دغسې حالت کې به یو غیر طبي لیکوال ته ستونزمنه وي، چې د طب په اړه له طرحو مالامالو چارواکو ته کومه مشوره ورکړي.

خو د یوه عادي افغان په حیث به ورنه هیله وکړی شي، چې د اوبو تر مدیریت، د ګاونډیانو تر اقتصادي انزوا او بل هر هغه ادعا مخکې، چې چارواکي هره ورځ ولس ته پرې ریښتیا او دروغ وایي، لږ تر لږه د هېواد په څو مهمو زونونو کې د مجهزو او ځواب ګویه روغتونونو پر جوړولو زر لاس په کار او ولس ته عملي او محسوسه نتیجه په لاس ورکړي.

که داسې ونه کړي، ولس به نور یوازې پر ژمنو ونه غولیږي او له دې اړخه بده ورځ به ونه زغمي.

چارواکو ته ښیي، چې حد اقل د روغتیا جدي ننګونې ته ممکنه پاملرنه وکړي، پر روغتیایي سکتور سم کنټرول رامنځته او د مافیا لاسونه که یو مخ نه وي، تر یوې اندازې را لنډ کړي!

په افغانستان کې شخصي روغتونونه څنګه د ولس وینې زبېښي او جیبونه یې لوټي؟

په دې اړه په یاران وېب پاڼه کې د مشهور لیکوال مصطفی سالک لیکنه د دې لینک په کېکاږلو سره لوستی شئ:

په افغانستان کې شخصي روغتونونه – مصطفی سالک

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي