سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د کرکټ نړیواله شورا د افغان لوبغاړو هڅې او وړتیاوې ستايي

نن سبا د آې سي سي په انټرنیټې پاڼو د افغان لوبغاړو او لوبډلو انځورونه ښکته پورته کېږي، دا یواځې انځورونه نه دي بلکې د دې انځورونو په دننه کې دومره ځواکمنې کلمې لیکل شوي، چې د افغانانو هیلې ژوندۍ کوي او لوبغاړو ته لوړ ځواک وربخښي.

د کرکټ نړیوالې شورا اوس د خپلې پاڼې کور فوټو یا کور انځور د افغانستان د لوبغاړو څخه لګولی دی او دا چې افغانستان لومړۍ تاریخي بریا خپله کړه، نو د کرکټ نړیوالې شورا هم د افغانانو د هڅو ستاینه د دوی د تصویر په ځړولو وکړه.

دا چې پرون د مارچ ۱۹ مه نېټه وه او د دولت ځدران د زوکړې ورځ وه؛ هغه ته یې په خپله پاڼه د هغه له انځور سره یو ځای مبارکي ویلې ده.

د افغانستان د ټېسټ لوبې له بریا وروسته یې د راشدخان، رحمت شاه او نورو لوبغاړو انځورونه خپاره کړي له دغو انځورونو سره یې دغه ځواکمنه کلمه افغانانو ته ځانګړې ډالۍ ده، چې لیکلي یې دي:
تاریخي!
افغانستان په ټېسټ لوبه کې لومړۍ بریا ثبت کړه، مبارک دې وي.

دا کلمه تاسو ته څومره خوښي درکوي؟ رښتیا هم د خوښۍ ځای دی، چې افغانستان ته د کرکټ نړیوالې شورا دا یو حق ور ادا کړی دی.

د آې سي سي دا چاره افغان لوبغاړي لا تشویقوي او د بریاوو ځواک یې په ولولو راولي، چې نورې لوبې هم وګټي.

له بریا وروسته آې سي سي د محمدنبي عیسی خېل د مرکې انځور راخېستی او په خپله وېب پاڼه یې خپور کړی دی.

د دې سربېره یې د افغانسان د کرکټ بور د مشر عزیزالله فضلي او راشدخان هغه ګډ انځور رااخېستی، چې دواړو د ټېسټ لوبو کپ یا ټرافي په لاس کې اخېستې او ورسره لیکلي یې دي څه یوه حېرانوونکې لحظه!.

یو بل انځور چې ګڼ لوبغاړي پکې ولاړ دي ورسره لیکل شوي دي، چې رحمت شاه او احسان جنت افغانستان ته د بریا تاریخي ریکارډ ثبت کړ.

محمد نبي عیسی خېل په خپله مرکه کې ویلي، د دې لوبې بریا د دې څرګندونه کوي، چې افغانستان د نړیوالو ټېسټ لوبو لپاره چمتو دی، دا انځور خپور شوی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا پاڼۍ ته که تاسې ورشئ، تر نورو لوبغاړو پکې د افغان لوبغاړو او لوبډلې انځورونه ډېر دي او نن سبا یې پاڼه کې د افغان لوبغاړو انځورونه راج کوي او بیا د کرکټ نړیوالې شورا لنډې جملې له مفهومه دومره ډکې دي، چې د جنګ ځپلو افغانانو ذهن ته ارام او خوښي وربخښي.

که چېري افغان لوبډله په نړیوال جام کې دوه ځواکمنې لوبډلې ماتې کړي؛ نو د افغان زمریانو د شهکارونو نومونه به د نړیوالو په ژبو او خولو ډېر زمزمه شي.

مونږ ته نړیوال جام کې ښه فرصت دی، چې ښه او مناسبه لوبډله جوړه کړو، بنګله دېش، سریلانکا او ویسټ انډیز ته ماتې ورکړو.

زمونږ په توپ وهنه باید ډېر کار وشي، ترڅو مو توپ وهونکي لا ښه شي او یو مناسب ټارګېټ وړاندې شي او یا هم چېس برخه کې مونږ له پرېشر او فشار پرته ټاکلی رن رېټ مخته یوسو.

مونږ په مېډل ارډر یا منځنۍ برخه کې دوه لوبه ختموونکي توپ وهونکي یا فېنېشر لرو، چې محمدنبي عیسی خېل او نجیب الله ځدران دي.

فېشنر د چېس په برخه کې ډېر مهم لوبغاړی وي، دا لوبغاړی په داسې حال کې لوبې ته راځي، چې سترو شاټونو ته اړتیا وي او ستر رن رېټ ته ضرورت وي؛ نو فېشنر یا د لوبې پای ته رسوونکی لوبغاړی بیا په هسکو شاټونو د لوبډلې فشار له منځه وړي او لوبه په خپله ګټه راړوي.

که مېډل ارډر کې زمونږ محمدنبي وچلېږي هم لوبه ګټو او که نجیب الله ځدران هم وچلېږي لوبه ګټو، د دوی دواړو رول ډېر مهم دی او باید ډېره زیاته هڅه وکړي، چې نړیوال جام کې له افغانستان څخه فشار اوچت کړي.

اوپننګ باید زمونږ تر ډېره ودرېږي او دایره ښه ولوبوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی